Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې له ترافيکي پېښې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د شپږمې ناحیي د اړوند سیمې په حلقوي سړک کې له ترافيکي پېښې ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو ویلي؛ د دوشنې پر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کرولا او ډاټسن موټر د جنګيدو په پېښه کې څلور میرمنې، درې نرينه او يو ماشوم مړه شوي او د يو نرينه او يوې ميرمن په ګډون دوه نور ټپیان دي.

د جلال آباد ښار د ترافيکو مدير جواد شېرزاد زیاته کړې؛ ټپيان د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عامې روغتيا مسوولينو ويلي؛ د پېښې له ځايه ورته درې جسدونه او دوه ټپيان وروړل شوي دي.

تازه خبرونه

حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سې‌شنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!