Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې د ۱۰۰ ځوانانو د ودونو ګډ مراسم ترسره شول

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۲, ۱۴۰۲

په هرات کې د ۱۰۰ ځوانانو د واده ګډ مراسم ترسره شول او د یوه خیره بنسټ له‌خوا ورته کور‌‌توکي او د اړتیا وړ وسایل هم برابر شول.

هغه ځوانان، چې کلونه کلونه یې د واده د مراسمو پر تمه ول؛ اوس خپل واده له نورو ځوانانو سره ګډ نمانځي.

په هرات کې ځايي چارواکي او فرهنګي کارپوهان وايي، چې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له کبله ډېرو ځوانانو د واده د مراسمو د تر سره کولو توان نه‌درلود؛ خو ځينو خيريه موسسو د واده د مراسیمو پر جوړولو دوی ته د ګډ ژوندانه د پیل زمینه برابره کړه.

په هرات کې د دې ودونو تنظیموونکی عبدالحق صدیقي وایي: د هغې سروې له مخې، چې مونږ ترسره کړې؛ دا د ټولنې بې‌وسه کسان دي. دې خلکو د واده د ترسره کولو وس نه‌درلود؛ د سروې په پای کې دوی بې‌وسي پېژندل شوي او نن یې د واده مراسم ترسره شول. د ناوې او ناوک د جامو په ګډون د دوی لپاره ټول شپېته قلمه جهیزونه چمتو شوي دي.

په اوسنيو حالاتو کې ډېر ځوانان د واده د لګښتونو توان نه‌لري او بې ځایه لګښتونه د دوی پر وړاند ستر خنډ بلل کیږي.

یو ناوک اسماعیل نومی وايي: دغه خیریه بنسټ راغی او زمونږ واده یې تنظیم کړ. خلک بې‌وزله دي.

بل ناوک غلام صدیق وايي: دا یوه اقتصادي ستونزه ده. زمونږ اقتصاد ډېر کمزوری و. مونږ نشو کولی واده وکړو.

په وروستیو کلونو کې د ډله‌ییزو ودونو جشنونه د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

یو شمېر فرهنګي کارپوهان وايي، چې د ودونو د زیات لګښت د مخنیوي لپاره دا ډول پروګرامونو ولسي کولو ته اړتیا لري.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر نعیم الحق حقاني وایي: مونږ دغه فرهنګ ښکلی او د ستایلو وړ ګڼو او د خپل ګران هېواد د ځوانانو او کورنیو پر ګټه یې ګڼو. هیله لرو، چې د حبیب یار بنسټ فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه نور هم پراخ شي. دا په ټول افغانستان کې د ټولو خیریه بنسټونو لپاره یو ښه مثال دی.

د دین عالم خلیل الله محمدي وايي: کله، چې دوه کورنۍ واده کوي؛ نو د واده پایله یې په ټولنه کې نیک او صالح اولادونه دي او په دې توګه د فساد مخه هم پرې نیول کېږي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې په نیمروز کې د سل ځوانانو د واده مراسم ترسره شول. له څه وخت راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ډله ييزو ودونو د نمانځنې فرهنګ نور هم ځواکمن او دود شوی دی.

تازه خبرونه

امریکا باید په افغانستان کې ډیپلوماسي روانه وساتي- عایشه وهاب

مېرمن وهاب ویلي: « امریکا باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې، چې کومه ډله په واک کې وي، مونږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو.»

Published

on

د امریکا د کانګرس غړې عایشه وهاب ويلي؛ امریکا باید پرته له دې، چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه وي له دې هېواد سره ډیپلوماسي روانه وساتي. د هغې دا څرګندونې له هغې وروسته را پورته شوې، چې د امریکا استازو جرګې په ځانګړیو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د دغه هېواد د کانګرس لومړنۍ افغان‌الاصل غړې شوه.

مېرمن وهاب هیله څرګنده کړې، چې مونږ به« هغوی(طالبان) د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني حقونو په برخو کې یوې سمې لارې ته سوق کړو.»

مېرمن وهاب ویلي: « امریکا باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې، چې کومه ډله په واک کې وي، مونږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو.»

نوموړې د طالبانو مخالفې ډلې« جنګسالاران » بللي او استدلال کوي، چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه‌دي.

هغه وایي: « بېلابېل جنګسالاران هم شته، چې د واک غوښتونکي دي؛ خو طالبان نه‌دي. زما پر اند هغوی ټول ناکام او بې‌لارې شوي؛ ځکه د هېواد په ګټه کار نه‌کوي، بلکې خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.»

د نوموړې ټینګار کړی: «مونږ ولیدل، چې ان د امریکا تر ملاتړ لاندې هم دغو جنګسالارو ډلو په عملي توګه هېواد چور کړ.»

هغې ویلي: افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی؛ د سیمې د بېلابېلو قدرتونو ترمنځ پروت دی او د پام وړ طبیعي سرچینې لري. امریکا باید لږ تر لږه له افغانستان سره د اقتصادي قراردادونو او همکاریو په برخه کې ونډه واخلي.

د یادونې ده، چې عایشه وهاب د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

واشنګټن ښايي کابل ته خپل ډیپلوماټیک شتون ولېږدوي – د امریکا پخوانی سفیر

نیومن له«آی۲۴ نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي، که د اسلامي امارت په سیاستونو کې څرګند بدلونونه رامنځته شي؛ افغانستان ته د امریکا د ډیپلوماټیک حضور بېرته ستنېدل د اټکل وړ ده؛ خو هغه د دې کړنې د ترسره کولو لپاره کومه نېټه ځانګړې کړې نه‌ده.

Published

on

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، چې واشنګټن ښايي په راتلونکي کې کابل ته خپل ډیپلوماټیک شتون بېرته ولېږدوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره هر ډول نوې اړیکه باید«ګام پر ګام» او د دواړو لوریو د عملي اقداماتو پر بنسټ رامنځته شي.

نیومن له«آی۲۴ نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي، که د اسلامي امارت په سیاستونو کې څرګند بدلونونه رامنځته شي؛ افغانستان ته د امریکا د ډیپلوماټیک حضور بېرته ستنېدل د اټکل وړ ده؛ خو هغه د دې کړنې د ترسره کولو لپاره کومه نېټه ځانګړې کړې نه‌ده.

د نیومن د څرګندونو له مخې؛ د ښځو حقونه او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه له هغو مسئلو څخه دي، چې له کابل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه به د واشنګټن هره پرېکړه له سیاسي فشار سره مخ کړي.

هغه له دې سره-سره ویلي، چې امریکا افغانستان ته د بېرته ستنېدا دلایل لري او واشنګټن اوس هم په ځینو برخو کې لکه؛ د امریکايي وګړو د خوشې کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئلو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره عملي اړیکې لري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا څخه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه او په اقتصادي برخو؛ کانونو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي.

نیومن د افغانستان د کانونو ظرفیتونو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه برخه د امریکايي شرکتونو لپاره بالقوه د پام وړ ده؛ خو ټینګار یې کړی، چې د دا ډول پانګونو د عملي کېدا لپاره تلپاتي امنیت، د قانون حاکمیت او د شرکتونو باور ته اړتیا ده؛ هغه شرایط، چې د ده پر وینا اوس‌مهال برابر نه‌دي.

د امریکا پخواني سفیر همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان له پامه غورځول د واشنګټن لپاره پایلې لرلی شي او دغه هېواد اوس هم د منځنۍ او جنوبي آسیا پر امنیت اغېز کولی شي.

نیومن د امریکا او افغانستان د راتلونکو اړیکو په اړه وړاندیز کړی، چې هر ډول پرمختګ باید د« واقعي اقدام په بدل کې د واقعي اقدام» پر بنسټ وي. هغه ویلي، چې واشنګټن باید یوازې پر ژمنو یا د سیاستونو د بدلون پر هیلو تکیه ونه‌کړي.

هغه ټینګار کړی، که په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل کېږي؛ واشنګټن باید د دغه اقدام په بدل کې له کابل څخه مشخص امتیازات او عملي اقدامات ترلاسه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي.

افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې.

د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وحشي ویروس په کې شتون لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!