Connect with us

تازه خبرونه

آریانا راډیو ټلویزیون د افغانانو لپاره د خدمت او ژمنې شل کاله نمانځي

آریانا ټلویزیون، چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د یوې رښتینې ملي رسنۍ د لرلو پر موخه رامنځته شوی؛ اوس د افغانانو د کورونو یو آشنا نوم دی، چې دننه په افغانستان او کډوالو کې میلیونونه لیدونکي او اوریدونکي تر پوښښ لاندې نیسي.

خپور شوی

د

ATN TV Hill
Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۴

آریانا راډیو ټلویزیون د افغانستان ترټولو پراخه خصوصي رسنۍ سږکال خپله شلمه کلیزه، چې د افغانستان خلکو ته د باور، خدمت او ژمنې ښکارندویي لري؛ نمانځي.

آریانا ټلویزیون، چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د یوې رښتینې ملي رسنۍ د لرلو پر موخه رامنځته شوی؛ اوس د افغانانو د کورونو یو آشنا نوم دی، چې دننه په افغانستان او کډوالو کې میلیونونه لیدونکي او اوریدونکي تر پوښښ لاندې نیسي.

د دغو کلونو په لړ کې آریانا ټلویزیون نه یوازې د خپل باوري خبري پوښښ او پانګونې له کبله، بلکې د روغتیا، کلتور او په ځانګړي توګه د سپورټ، زده‌کړې او پوهاوي لوړولو په برخه کې هم د پاملرنې وړ رسنیز مرکز دی.

د آریانا راډیو ټلویزیون بنسټوال ډاکټر احسان الله بیات د ټلویزیون د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي: “له همغه پیله مو هدف د افغانستان خدمت کول ول؛ نه یوازې پر تفریحي پروګرامونو، بلکې له داسې منځپانګې سره، چې خلک ځواکمنوي، ټولنې پیاوړې کوي او د افغانانو په زړونو کې د ویاړ ولوله ژوندۍ ساتي.”

احسان الله بیات زیاته کړې: “اوس هم شل کاله وروسته، زمونږ ماموریت همغه پاتې دی.”

آریانا ټلویزیون په بحراني وختونو کې د ژوند ژغورنې کرښه

آریانا ټلویزیون تل د ملي ناورینونو او ټراژیډیو په وخت کې اړین رول لوبولی؛ هم د معلوماتو د باوري سرچینې په توګه او هم د افغانستان او بهرنۍ نړۍ ترمنځ د پله په توګه.

د ۲۰۲۳ کال په اوکتوبر کې د هرات له ویجاړوونکو زلزلو وروسته، چې له ۲۵۰۰ څخه د ډېرو خلکو ژوند یې واخیست او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې؛ آریانا ټلویزیون د پېښې ځای ته خپلې کاري ډلې واستولې، چې ویجاړتیاوې مستندې کړي او د ژوندي پاتې شویو بېړنۍ اړتیاوې د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.

د آریانا ټلویزیون یو خبریال، چې له هرات څخه یې راپور ورکاوه؛ وویل: “زمونږ کمرې همغلته د کنډوالو په منځ کې وې.”

هغه زیاته کړې:” له هغو میندو سره مو خبرې کړي، چې خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي وه، له هغو کورنیو سره، چې په سړه هوا کې له خیمې پرته ویده‌کېدل او هغو خلکو سره، چې د مرستې چغې یې راپورته کولې. د دغو خلکو د غږ پر خپرولو مونږ وکولی شول، چې په هېواد کې دننه او بهر افغانان او همدارنګه نړیوال بنسټونه د مرستو رسولو لپاره وهڅوو.”

د آریانا ټلویزیون لپاره دا بشري رول کوم نوی شی ندی

د سېلابونو، وچکالۍ او روغتیایي بحرانونو په وخت کې دې ټلویزیون تل د خپلې خپرونې یوه برخه د عامه پوهاوي لوړولو، د ژوند ژغورنې معلوماتو چمتو کولو او د ملاتړ هڅولو لپاره ځانګړې کړې ده.

احسان الله بیات وایي: “کله، چې ناورین رامنځته شوی؛ آریانا ټلویزیون د خلکو ترڅنګ و او دی.”

بیات زیاته کړې:”زمونږ مسوولیت له خبررسونې پورته دی؛ مونږ باید د ژوند‌ژغورنې د یوې کرښې رول ترسره کړو.”

د افغانستان له سپورټ څخه د ملاتړ مخکښ

یوې رسنۍ هم په افغانستان کې د آریانا ټلویزیون تر کچې د سپورټ د ودې لپاره کار ندی کړی.

د دې ټلویزیون پراخ پوښښ او پانګونې د بېلابېلو سپورټي لوبډلو په وده کې مرسته کړې او ان د افغانستان د فوټسال لوبډله ​​یې تر نړیوال دریځه ورسوله؛ دا یوه داسې بریا ده، چې د افغان لوبغاړو نوی نسل یې هڅولی دی.

د افغانستان کرکټ د آریانا ټلویزیون د سپورټي پروګرامونو ځلېدونکی غمی دی. مخکې له دې، چې د افغانانو کرکټ په نړیوال ډګر کې له ځواکمېدا برخمن شي؛ آریانا ټلویزیون له لومړنیو رسنیو څخه و، چې له ملي لوبډلې يې ملاتړ وکاوه، لومړنۍ لوبې یې خپرې کړې او د پام وړ لوړېدنه یې ورته ونمانځله.

د آریانا ټلویزیون یو اجرائیوي مشر ویلي: “کرکټ هغه وخت، چې خوشالي په نشت کې وه؛ افغانستان ته خوشالي راوړه.”

دغه راز زیاتوې: “مونږ پدې لوبډلې باور درلود؛ کله، چې لږ خلکو پرې باور لره او نن دا د نړۍ یوه زړه‌راکښونکې لوبډله ده. دا لار د آریانا ټلویزیون د تاریخ یوه برخه هم ده.”

پر پوهه او روغتیا پانګونه

د خبراو سپورټ تر څنګ آریانا تلویزیون تل له ټولنیزو اهدافو ملاتړ کړی؛ ښوونیز او روزنیز پروګرامونه، روغتیایي کمپاینونه، کلتوري او سوداګریزې نندارې او هغه پروګرامونه یې پوښلي، چې د افغانانو هویت او دودونه روښانه کوي.

د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي له کمپاینونو نېولې د میندو د روغتیا، سواد‌زده‌کړې په اړه تر عامه خدماتو پرله‌پسې اعلانونو پورې؛ دې ټلویزیون د خلکو د ژوند ښه‌کولو لپاره خپل لاسرسی پراخه کړی دی.

احسان الله بیات په دې اړه ویلي: “مونږ رسنۍ د ملت جوړونې لپاره یوه وسیله ګڼو. زمونږ ژمنه د زده‌کړې او روغتیا لپاره د افغانستان پر راتلونکې پانګونه ده.”

راتلونکي ته کتنه

شل کلنۍ ته د آریانا ټلویزیون له رسېدا سره؛ د دې رسنۍ مشرتابه ويلي، چې دا مو یوازې پیل دی.

د ټکنالوژۍ له پرمختګ او د رسنۍ د لګښت د بڼو له بدلون سره ټلویزیون خپل ډیجیټل پلیټ فارمونه پراخوي، چې ځوان نسل ته ښه خدمت وکړي. په داسې حال کې، چې د باور، خپلواکۍ او خدمت پر ارزښتونو ټینګ پاتې دی.

بیات وایي: ” له ناسمو معلوماتو څخه په ډکه نړۍ کې، افغانان له بل هر وخت څخه ډېر باوري غږونو ته اړتیا لري. د آریانا ټلویزیون به همدا غږ وي: د خلکو غږ، د خلکو لخوا او د خلکو تر څنګ.”

د میلیونونو افغانانو لپاره آریانا ټلویزیون یوازې یوه رسنۍ نده. دا د ویاړ سرچینه، په سختو وختونو کې پل او د ورځني ژوند ملګری دی.

له شل کلونو وروسته آریانا راډیو ټلویزیون همغسې خپلې لومړنۍ ژمنې ته وفادار پاتې دی؛ د افغانستان تر څنګ درېدل – پرته له دې، چې کومې ننګونې په مخ کې وي.

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

Published

on

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د نشه‌یي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.

تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشه‌یي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

Published

on

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.

د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.

 هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.

ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!