Connect with us

تازه خبرونه

استادان دې د محصلینو استعدادونه پیاوړي کړي -ندا محمد ندیم

نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زده‌کړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.

خپور شوی

د

د لوړو زده‌کړو وزیر نداء محمد ندیم تېره ورځ د کابل پوهنتون د رهبري شورا په تالار کې د دې پوهنتون د شرعیاتو او اسلامی ثقافت له استادانو سره په ناسته کې د لوړو زده‌کړو پر کیفیت لوړولو ټینګار څرګند کړ.

نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زده‌کړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر استادانو ته سپارښتنه کړې، چې «د دې خاورې د ځوانانو سالمه روزنه تاسې ته امانت ده او باید په ښه روزنه کې یې له اخلاصه ډک کار وکړئ.»

ویل کیږي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر د استادانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د ملاتړ تر څنګ یې هغو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بې‌ځایه‌کېدا ته اړ کړل

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

Published

on

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او  ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۳, ۱۴۰۵

د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي  مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ له یو ميلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت د ۱۷ پروژو منظوري ورکړ شوه.

د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او  ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.

په تصویب شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پنجشېر پوهنتون د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ جوړول، د کونړ- نورستان سړک د لومړي او دوه‌یم پړاو بشپړول، د غزني په ګیرو او بندر فاریاب، د ننګرهار سپین غر ولسوالیو کې د عامه روغتونونو جوړول او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا رسولو او وېش پروژې شاملې دي.

د یادونې ده، چې د دغو پروژو لګښت د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا ورکول کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شو

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محب‌الله وثیق کوي.

Published

on

سرچینو د چارشنبې پر ورځ(د وري دولسمه ) آریانانیوز ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د چین ارومچي ښار ته سفر کړی دی.

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محب‌الله وثیق کوي.

په پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست د بهرنیو اړیکو رییسان ګډون لري.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو دواړو خواوو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

اسلام‌آباد اسلامي امارت د هغو وسله‌والو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

کابل د اسلام‌آباد دا ادعا تل رد کړې او څرګندوي، چې د پاکستان روانه ناامني د دوی کورنۍ ستونزه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!