تازه خبرونه
اسلامي امارت پاکستان ته د خبرداری تر څنګ د دوی د پلاوي سفر هم لغوه کړ
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیز کنفرانس کې د هېواد وروستیو پېښو ته د نغوتې پر مهال خبرداری ورکړ، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې منفي اقدامات ودروي، که نه؛ نو له جدي او نه اټکل کېدونکو پایلو سره به مخ شي.
دغه راز مجاهد د اړوند یرغلونو په غبرګون کې کابل ته د پاکستاني پلاوي راتلونکی سفر هم لغوه کړ.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.
هغه زیاته کړې؛ په نښتو کې د اسلامي امارت نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
نوموړي د پاکستان د منفي هڅو په اړه زیاته کړې: “د پاکستان په حکومت کې ځینې ځانګړې کړۍ هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او نړۍ ته ناسم معلومات ولېږدوي.”
مجاهد زیاته کړې؛ په فرضي کرښه او پولو کې وضعیت بشپړ تر څارنې لاندې دی او اسلامي امارت د ملي امنیت او حاکمیت د ساتلو لپاره هر د ژغورنې هڅې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی؛ افغانستان حق لري، چې له خپلې خاورې او هوايي حریم څخه دفاع وکړي او هر راز یرغل به پرې له سخت غبرګون سره مخ شي.
هغه وایي، چې په تېرو اته میاشتو کې کومه جدي امنیتي پېښه رامنځته شوې نده او د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ځانګړې کړۍ غواړي د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي او افغانان د نظام پر وړاندې وهڅوي.
مجاهد دا هم ویلي، چې د افغانستان پر هوايي حریم نور بریدونه به هم بې غبرګونه پاتې نشي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ پاکستان د مخدره توکو په کښت او په خپله خاوره کې د داعش د اډو په جوړولو کې رول لوبوي، چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دی.
مجاهد ویلي، چې داعش په افغانستان، ایران او مسکو کې د خپلو بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کارولې ده او د دې ډلې اروپایي غړي هم په پاکستان کې روزل شوي او خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي.
د اسلامآباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې له څو میاشتو راپدېخوا د امنیت او مهاجرت مسلو په اړه د متقابل تورونو له کبله خړې پړې دي.
دغه راز نړیوالو او سیمهییزو لوبغاړو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خبرې اترې وکړي.
د پاکستاني پلاوي د سفر لغوه کول احتمال لري، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز ډیپلوماټیک چینلونه نور هم پېچلي کړي.
د پاکستان حکومت یا د پوځ ویاندویانو د اسلامي امارت لخوا د ځاني زیانونو خپاره شوي شمېر ته سمدستي ځواب ندی ورکړی.
په هرحال نړیوال څاروونکي خبرداری ورکوي، چې د فرضي کرښه په اړوند سیمو کې دوامداره تاوتریخوالی به خطرناکې سیمهییزې پایلې ولري.
دوی د چټکو ډیپلوماټیکو ښکېلتیاوو، د پېښو رڼې څېړنې او د پولې په اوږدو کې د نورو نښتو د مخنیوي لپاره د میکانیزمونو غوښتنه کوي.
د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه
د افغانستان دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا د هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په پکتیکا ولایت کې یې پر ملکي بازار بمبارډ کړی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو الوتکو د افغانستان د پلازمېنې کابل له هوايي حریم څخه هم سرغړونه کړې ده.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا برید “د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساري تاوتریخوالی او کرغیړن عمل” ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې: “مونږ د افغانستان له هوايي حریم څخه د دې سرغړونې غندنه کوو.دا زمونږ مشروع حق دی، چې د هېواد له هوايي حریم دفاع وکړو او که وضعیت خرابيږي، نو د پاکستان پوځ به یې د پایلو مسوول وي.”
تازه خبرونه
له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړې – د عدلیې وزیر
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.
عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.
ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.
تازه خبرونه
یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.
افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»
اسلامآباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.
تازه خبرونه
له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.
د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.
نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.
فضلالرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»
د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
نړۍ2 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه3 days agoبیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې پر پراخو غوندو بندیز ولګول شو
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
