تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور نهغواړي – ایران
د ایران ملي امنیت سلاکار علي لاريجاني د یوې مرکې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان خاوره امریکا ته ونهسپاري او د امریکا پوځي یا استخباراتي حضور ته به اجازه ورنکړي؛ ځکه دا به د امریکایانو لپاره ګران او تلفات لرونکی وي او له سخت مقاومت سره به مخ شي.
د ایران د ملي امنیت سلاکار ويلي؛ اسلامي امارت حاضر ندي، چې د افغانستان یوه لویشت خاوره هم امریکایانو ته ورکړي.
د ایران ملي امنیت سلاکار علي لاريجاني د یوې مرکې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان خاوره امریکا ته ونهسپاري او د امریکا پوځي یا استخباراتي حضور ته به اجازه ورنکړي؛ ځکه دا به د امریکایانو لپاره ګران او تلفات لرونکی وي او له سخت مقاومت سره به مخ شي.
نوموړي ویلي؛ امریکا کولی شي د اسرائیلو پر مرسته د سیمې هېوادونه ویجاړ کړي؛ خو د دې وس نلري، چې ویې ساتي.
بل لوري ته یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا بیا ځلي شتون به په افغانستان کې د جګړې،فقر، ناامنیو زیاتوالي او همدارنګه د ستر ناورین لامل شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر په دې ورستیو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکې کړي او د بګرام هوايي آډي د بېرته نیولو او دې مرکز ته د امریکايي ځواکونو د راتګ غوښتونکی شوي دي.
دا هغه څه دي، چې اسلامي امارت یې په کلکه ردوي او وایي، چې د افغانستان یوه لویشت خاوره به هم هیچا ته د پوځي او استخباراتي حضور لپاره ورنکړي .
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
تازه خبرونه4 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري4 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ4 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
