Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان اوس هم د میناتورۍ د ګډ هنري میراث په نوملړ کې ندی راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتو په یونسکو ټولنه کې ایران، آذربایجان ترکیه او ازبکستان د میناتورۍ د هنري میراث په ګډ نوملړ کې ثبت شول؛ خو په دې نوملړ کې د افغانستان نوم نشته.

په هرات کې د پوهنتون ځینواستادانو، لیکوالانو او د میناتورۍ هنر استادانو په یوه اعتراضي ناسته کې د حکومت پر بې پامۍ اعتراض وکړ.

څلور کاله کیږي، چې زهرا غلامي د میناتورۍ د زدکړو په وروستي سمستر کې ده او پر خپل مونوګراف کار کوي.

د هنرونو پوهنځي محصله زهرا غلامي پدې ناهیلې شوې، چې ولې افغانستان د یونسکو د میناتوري میراث په نوملړ کې شامل شوی ندی.

د هرات د هنرونو پوهنځي استاد محمد ناصر صوابي وایي، چې د کمال الدین بهزاد پر اثرونو سلګونه کاله  شوي؛ له هېواده بهر ساتل کیږي او افغانستان له  میناتوري حوزې کله هم جلا ندی.

د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځي استاد عبدالقدیرسروري له افغان حکومته غواړي، چې دا مسئله تعقیب کړي او پرینږدي، چې افغانستان د میناتورۍ د میراث له نوملړه ووځي.

یوه اوونۍ مخکې د یونسکو د فرهنګي میراثونو د نړیوالې کمېټې په پېنځلسمه ناسته کې ایران، ترکیه، آذربایجان او ازبکستان د میناتورۍ حوزې د میراثونو په نوملړ کې ثبت شول؛ خو د افغانستان نوم په کې نه و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رسمي بڼه شکایت کړی او ویلي یې دي، چې دا کړنه د اړوند ادارې د مندرج کنوانسیون خلاف ده.

تازه خبرونه

له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر

Published

on

(Last Updated On: )

د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.

د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.

دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د یړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

تازه خبرونه

له شپږم پورته د نجونو د زده‌کړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې

میرمن روسیل ویلي: پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې په کوچنیتوب کې له ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ژغوري او له ناورینونو لکه ناڅاپي سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې، چې افغانستان ورسره په پرله‌پسې ډول مخ دی؛ زغم پیاوړی کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف ويلي؛ نن پنجشنبه د غبرکولي څلیریشتمه په افغانستان کې له لومړنۍ دورې څخه د پورته دورو د نجونو د زدهکړو د ځنډ زر ورځې بشپړې او درې میلیارډ درسي ساعتونه ضایع شوي دي.

د یونیسف اجرائیوي رییسې کاټرین روسیل په دې اړه ویلي: د یو نیم میلیون نجونو لپاره دغه سیټماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زده‌کړو له حق څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو د کمېدو او د هغوی پر رواني روغتیا یې هم ناسمه اغېزه کړې ده. د ماشوماشونو په ځانګړي توګه نجونو د زده‌کړو حق، ژوند، راتلوونکی، هیلې او خوبونه باید باید د سیاسي پرېکړو یرغمل نشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې اجرائیوي رییسې ویلي، چې پر نجونو د زده‌کړو بندیز یوازې نجونې نه زیانمنوي، بلکې روان بشري بحران نور هم سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ لار له جدي انشعاباتو سره مخ کوي.

میرمن روسیل ویلي: پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې په کوچنیتوب کې له ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ژغوري او له ناورینونو لکه ناڅاپي سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې، چې افغانستان ورسره په پرله‌پسې ډول مخ دی؛ زغم پیاوړی کوي.

نوموړې وایي؛ په افغانستان کې د دې ادارې کارکوونکي افغان ماشومانو ته د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کوي او د خپلو شریکانو پر ملتیا د لومړنیو ښوونځیو د ۷ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو او کلیوالي ټولګیو ۶۰۰ زره ماشومانو ته، چې له درې څخه دوه برخې یې نجونې دي د زده‌کړو امکانات برابروي او هم ښوونکیو ته روزنه ورکوي او په دې هېواد کې د زده‌کړو د بېخبناوو د بهیر د دوام لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

میرمن روسیل ویلي: لکه څنګه، چې مونږ د دې تریخ او سخت پړاو یادونه کوو؛ زه د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غوښتنه کوم، چې اړوند نجونو ته دې سمدستي د زده‌کړو د بېرته پیلېدو اجازه ورکړي. زه له نړیوالې ټولنې څخه هم غواړم، چې د دغو نجونو د ملاتړ لپاره دې له بل هروخت څخه ډېر بوخت پاتې شي. هیڅ کوم هېواد کله، چې نیمايي نفوس یې شاته پریښی وي پرمخ نشي تللی.

د ښوونځیو د پرانیستلو انلاین کمپاین

یونیسف ادارې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د زرو ورځو پوره کیدو پر مهال دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې، چې د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زده‌کړو د ملاتړ دوه بنسټونو “اقراء ” نومی انلاین کمپاین پیل کړی دی.

د زغم بنسټ مشرې شهرزاد اکبر په ایکس پاڼه کې د دغه کمپاین د پیل په اړه ویلي، چې د جون پر څوارلسمه زر ورځې پوره کېږي، چې افغان نجونې له خپل انساني او شرعي حق زده‌کړو څخه بې برخې دي. مونږ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره یو غږ پورته کوو او د ‘اقراء’ کمپاین ستاسې پر ډاډ پیلوو.

شهرزاد اکبر له افغانانو غوښتي، چې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره دې دا غږ ورسره بدرګه کړي.

ټاکل شوې، چې په دې انلاین کمپاین کې به دغه دوه بنسټونه د هغو نجونو نظریات شریک کړي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پرهغوی د زده‌کړو د اغېزو په اړه ورسره خبرې کړې دي.

د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو یوه فعاله شفیقه خپلواک ددغه کمپاین د پیل پرمهال په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دغو نجونو په خبرو کې یو ګډ خبره دا وه، چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نجونې د خپلو هغو افغانانو په تمه دي چې ددغه بندیز پر وړاندې خپل غږ اوچتولی شي او د هغوی پر وړاندې د بندو ښوونځیو دروازې په پرانیستلو کې مرسته کولی شي.

دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم مسله دې په خپلو حجرو، جوماتونو او د کوردننه مطرح کړي او له زده‌کړو د بېبرخو نجونو د غږ په اوچتولو کې دې همکاري وکړي.

اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په کابل کې له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو د منځیو ښوونځیو او لیسو دروازې وتړلې او زده‌کړې یې تر بلې سپارښتنې وځنډولې.

دغه راز د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو دروازې هم وتړل شوې او زده‌کړې یې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر زده‌کړو بندیز دایمي ندی او لنډمهالې بڼه لري، چې د اړوند ستونزو له حل وروسته به د مساوي زده کړو زمینه برابره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!