تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
افغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د ترکیې سفیر سادین آیلدز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدا خوښي څرګنده کړه او وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زدهکړو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.
د ترکیې سفیر ویلي، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اآسانتیاوې هم برابرې کړي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د طب او غاښونو د څانګو د افغان زدهکړیالانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه ښايي لسګونه افغان ځوانان او نجونې له زدهکړو بېبرخې کړي.
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
راپور زیاتوي، د پاکستان د طب اړوند ښوونیزو مرکزونو د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو هم ډډه کړې ده.
د لاهور په کینګ اېډوارډ پوهنتون کې ۲۰ افغان زدهکړیالان، چې څلور یې نجونې او اووه یې د وروستي کال دي؛ ورته ویل شوي، چې د وتلو د چارو د ترسره کولو لپاره دې په ۲۴ ساعتونو کې لاس پرکار شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ويلي: په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان زدهکړیالان، چې د طب او غاښونو په څانګو کې زدهکړې کوي؛ ښايي د دې پرېکړې له کبله اغېزمن شي، چې د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ یې نجونې او ښځې دي.
ځینې زدهکړیالانو د ایستلو له وېرې د پاکستان د بشري حقونو له کمیسیون څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې خوندي سرپناه او حقوقي مرستې هم رانغاړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي؛ پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې اړ دی، چې ټولو وګړو ته له هر ډول توپیر پرته د لوړو زدهکړو برابر فرصتونه برابر کړي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې بهرني وګړي هم شامل باید له دې حق څخه بېبرخې نهشي.
دې بنسټ ویلي:« یوازې د افغانتوب له کبله د زدهکړیالانو ایستل له دې حقونو سره په ټکر کې دي.»
د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې؛ پاکستان په وروستیو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او سلګونه زره افغانان یې نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې داسې کسان هم دي، چې لسګونه کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی دی.
تازه خبرونه
د هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د هرات سیمهییز مسوولانو ويلي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او بېخبنايي برخو کې نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه جذب شوې ده.
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هرات د سمنټو، لمریزې او بادي برښنا، ښاري ماسټر پلان، ټاپي او یو شمېر نورو لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.
سعیدي زیاته کړې؛ د هرات په سویل کې د نړیوال ټرمینل، د پل هاشمي سبسټېشن او د یو شمېر ښاري او بینالولایتي سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي.
د هرات سیمهییزو مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د پانګونې د جذب، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اقتصادي بېخبناوو د پراختیا لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول یې اړین لومړیتوبونه دي.
هرات د ایران او ترکمنستان له پولو سره د نږدېوالي او د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو پر سر د موقعیت له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ګڼل کیږي.
-
تازه خبرونه3 days agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
سوداگري4 days agoسعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل
-
نړۍ4 days agoاروپايي ټولنه د ګرینلینډ د نیولو لپاره د ټرمپ د هڅو په غبرګون کې پانګونه زیاتوي
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له می راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoمصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول
