انځوريز خبرونه
افغان پوځ اوس كولاى شي له ترهګرۍ سره رغنده مبارزه پر مخ يوسي
د ملي دفاع وزير د افغان پوځ پرمختګونه د پام وړ بولي خو زياتوي، چې لاهم دغه پوځ هوايي ځواك ته اړتيا لري. هغه ډاډ څرګند كړ، چې افغان پوځ اوس په ځان باوري دى چې كولاى شي افغانستان ته متوجه ګواښونه له منځه يوسي او له ترهګرۍ سره رغنده مبارزه پر مخ يوسي.
افغان پوځ د هېواد د امنيتي مسئوليتونو د اخيستو لپاره ځان چمتو كوي.
د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان د ځانګړو ځواكونو د قطعو پوځي تطبيقاتو او مهارتونو ته په كتو وايي:
افغان پوځ پوره تيار دى، چې تر دوه زره څوارلسم كال پورې د خپل هېواد امنيتي چارې په لاس كې واخلي.
د ملي دفاع وزير زیاته کړه، چې تر راتلونكو دوو كلونو پورې به افغان پوځ د كېفيت او كمېت له پلوه نوره وده هم وكړي.
د هغه په وېنا په افغان پوځ كې د غښتلي هوايي ځواك تشه پر ځاى پاته ده.
نوموړي تمه وښوده، چې په را روان پسرلي كې به د نړيوالو ټولنې په مرسته افغان پوځ ته يو شمېر ترانسپورتي الوتكې په واك كې وركړل شي، چې كشفي او جنګي الوتكې به په وروسته پړاوونو كې افغان پوځ ته وركړل شي.
د ځانګړو ځواكونو دا پوځي تمرينات او تطبيقات د ولسي جرګې يو شمېر غړو او پوځي كارپوهانو وليدل او هغوى ډاډ څرګند كړ، چې افغان پوځ غښتلى شوى او كولاى شي د سيمې د هېوادونو لخوا افغانستان ته متوجه ګواښونه له منځه يوسي.
د ليزبن د كنفرانس د پرېكړو له مخې نړيوال ټول سرتېري به په دوه زره څوارلسم كال كې له افغانستان څخه وځي او افغان پوځ ته به د خپل هېواد امنيتي چارې په بشپړه توګه سپارل كېږي.
انځوريز خبرونه
د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه
انځوريز خبرونه
آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹
انځوريز خبرونه
روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه
آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.
نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.
آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.
هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.
نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.
-
تازه خبرونه3 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی3 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoقرغیزستان او اروپايي اتحادیې د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې پر لومړیتوبونو خبرې وکړې

