Connect with us

تازه خبرونه

بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي

د بریټانوي پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر په یوه عامه څېړنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې بریټانوي ځانګړو ځواکونو ممکن جنګي جرمونه کړي وي؛ خو د تورونو پر وړاندې هیڅ جدي اقدام ندی شوی.

خپور شوی

د

د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې بریټانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال جنګي جرمونه کړي دي.

د بریټانوي پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر په یوه عامه څېړنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې بریټانوي ځانګړو ځواکونو ممکن جنګي جرمونه کړي وي؛ خو د تورونو پر وړاندې هیڅ جدي اقدام ندی شوی.

دغه افسر، چې مستعار نوم یې N1466 دی ویلي، چې هغه له کلونو راپدېخوا بد ضمیر درلود او په رسمي ډول یې په ۲۰۱۵ کې خپلې اندېښنې راپور کړې.

هغه ټینګار کړی، چې دا مسله یوازې یوې کوچنۍ قطعې پورې محدوده نه‌وه او شاید د ځانګړو ځواکونو په منځ کې په پراخه کچه شتون ولري.

دا پوځي وایي: “زه بشپړ اندېښمن یم، چې بې ګناه خلک؛ ان ماشومان هم په غیرقانوني توګه وژل کیږي. مونږ کولی شو د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې یې مخه ونیسو. د هغو کسانو تر منځ، چې له هغه وخت راپدېخوا په غیر ضروري ډول مړه شوي؛ دوه کوچني ماشومان هم ول، چې د خپلو والدینو تر څنګ په بستر کې پر ډزو ویشتل شوي وه. که د دې کار مخنیوی شوی وای؛ نو دا ټول به پیښ شوي وای؟”

د بریټانوي پوځ دې پخواني افسر زیاته کړې؛ پخواني رییس او نورو هڅه وکړه، چې د “تور

شوي جرم” په اړه معلومات پټ کړي.

په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو له‌خوا د “ممکنه جنګي جرمونو” د تورونو په اړه پلټنې په ۲۰۲۳ کال کې د قاضي هیډون کیوف پر مشرۍ پیل شوې. هغه ویلي؛ اصلي موخه دا و، چې معلومه کړي آیا د “غیر قضايي وژنو” په اړه معتبر شواهد شتون لري، آیا پخوانۍ پلټنې په سمه توګه ترسره شوې او آیا وژنې پټې وې.

د بریټانوي پوځ پخواني افسر دا ټینګار هم کړی، چې د هغه هدف له ځانګړو ځواکونو “حسابونه اخیستل” نه ول، بلکې د ماشومانو هدفي وژنې او ډزې نه ځانګړي وه، نه اشراف ول او نه هم هغه څه،  چې دوی پرې باور درلود.

اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون په بهیر کې ډېر جنګي جرمونه کړي دي.

تازه خبرونه

له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړې – د عدلیې وزیر

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.

ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

  له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضل‌الرحمن

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال  وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.

فضل‌الرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»

د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!