Connect with us

تازه خبرونه

بیات پاور له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا هڅې پیل کړې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۲, ۱۴۰۲

د بیات پاور شرکت مسوولینو ويلي؛ دوی له دولتي بنسټونو سره له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا د تولید د عملي کولو په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.  

بیات پاور شرکت له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید پروژې د پېنځم کال په مناسبت؛ غواړي، چې له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا د تولید دوه‌یم پړاو پیل کړي.

د بیات پاور شرکت مسوولین وايي؛ دوی د دې پروژې د دوه‌یم پړاو د عملي کولو په اړه له اړوندو دولتي بنسټونو سره خبرې پیل کړي، چې له مخې به یې د برښنا تولید کچه له ۴۰ څخه ۱۰۰ میګاواتو ته لوړه شي.

د بیات پاور تخنیکي رییس محمد شعیب صاحبزاده ويلي؛ د دوه‌یم فاز له بشپړېدو سره به له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا تولید څه باندې سل میګاواته ډېر شي او په درېیم پړاو کې به د برښنا د تولید وړتیا ۲۰۰ میګاوات ته ورسیږي. د بيات پاور د حرارتي برښنا د توليد لومړى فاز د ٤٠ ميګاواته برښنا د توليد وړتیا لري.

د بيات پاور د طبيعي ګازو د برښنا د توليد پروژه د شبرغان په يتيم طاق سيمه کې جوړه شوې ده.

نوموړي ويلي؛ د دغې پروژې لومړی پړاو د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د څلویښت میګاواته برښنا د تولید پر ظرفیت بشپړ شو او له هغه وخت راپدیخوا یې دوه سوه زره کورنیو ته برښنا برابره کړې ده.

د بیات پاور شرکت مسوولن وايي، چې دغه توربین په کال کې د ۳۰۰ میلیون کیلوواته برښنا د تولید وړتیا لري، چې د شبرغان، سرپل او بلخ ولایتونو د استوګنې سیمو، جوماتونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او روغتونونو ته ترې برښنا برابریږي.

بیات پاور په ۲۰۱۳ کال کې د بیات ګروپ له‌خوا د کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامنځته شو.

د بیات پاور تخنیکي رییس محمد شعیب صاحبزاده وايي؛ دوی له برښنا شرکت سره د تولید شوې برښنا د وېش او تنظیم په برخه کې یو تړون لري. بل قرارداد یې له افغان ګاز شرکت سره لاسلیک کړی او نور بنسټونه لکه د کانونو او پترولیم، انرژۍ او اوبو وزارتونه، زیمنس پاور او آر پی ایس له بیات پاور سره همکاري کوي.

دغه راز اسلامي امارت له ګازه د برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور د وړتیا له لوړېدو هرکلی کوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، چې دولت د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ کوي.

بیات پاور په هېواد کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګازه حرارتي برښنا تولیدوي او پر میلیونونو دالر پانګونه پرې شوې ده. د دغه شرکت د برښنا د تولید پروژه درې پړاوونه لري، چې لومړی پړاو یې څلور کاله وړاندې د ۴۰ میګاواته برښنا د تولید پر وړتیا پلې شوه او په دوه‌یم پړاو کې به ۱۰۰ میګاواته او په درېیم پړاو کې به ۲۰۰ میګاواته برښنا تولید کړي.

دا کار‌ځای داسې پرمختللې او ګټوره تکنالوژي کاروي، چې د نړۍ پر کچه د نورو ګرځنده ګاز توربینونو پر پرتله خورا پیاوړی دی.

د حکومت لپاره د پام وړ مالیاتي عوایدو پر رامنځته کولو سربېره، دې پروژې د افغانانو لپاره په زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي؛ د هېواد په اقتصاد کې یې مرسته کړې او باصلاحیته اتباعو لپاره نويو تخنیکي مهارتونو ته وده ورکوي.

بیات پاور په حقیقت کې د افغانستان د برښنا د تولید په برخه کې یو مخکښ شرکت دی او تېره اوونۍ دې شرکت د آسیا ویاړلې جایزه ۲۰۲۳ آسین پاور جایزه وګټله.

د بیات برښنا شرکت مشر علي قاسمي، چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود؛ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغې ویاړلې جایزې ګټل د افغانستان لپاره د ویاړ او درناوي خبره یاده کړه.

علي قاسمي ویلي؛ دا جایزه د انرژۍ د خوندیتوب او د برښنا په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې د افغانانو د سرښندنو او هڅو ستاینه ده.

علي قاسمي د جایزې په مراسمو کې زیاته کړې: مونږ په ټول هېواد کې د افغانانو د ژوند د ښه کولو، زده‌کوونکیو ته د شپنیو زده‌کړو د وړتیا، د روغتیایي کارکوونکیو ته د ۲۴ ساعته ژوندبښونکیو خدمتونو د وړاندې کولو، د کار‌خونو له تولید ملاتړ کوو او په ټول هېواد کې ښارونه، سړکونه، جوماتونه او کورونه رڼا کوو​.

د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت ګڼي او څرګندوي؛ افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د نن په څير سوله او امنیت نه‌دی تجربه کړی.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

Published

on

چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرله‌پسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.

هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.

هغه زیاته کړې؛ چین د سیمه‌ییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.

دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرله‌پسې ګواښ دی.

هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!