Connect with us

سوداگري

تمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي

د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.

خپور شوی

د

Torkham closed

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله نن له ۵۰ ورځو بندېدا وروسته د تورخم اړینه لار د بشري دلایلو له مخې پر محدوده توګه پرانیستل شي.

د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.

پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سابه صادروي ​​او له افغانستان څخه د ډبرو سکاره، تازه او وچه میوه واردوي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ په اوسط ډول د ۸۵۰ میلیون ټنو پر ارزښت دوه اړخیزې سوداګرۍ ته آسانتیا برابروي.

په دې لار کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې د اوبو او خوړو لپاره مناسب شرایط نشته؛ نور خپل  لګښتونه پوره کولی نشي او ډېری یې د سختې سړې هوا له کبله ناروغه شوي دي.

یوه ورځ مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی؛ ملګرو ملتونو له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې د لارې د بندېدا پر پرېکړه بیاکتنه وکړي.

 ډار زیاته کړې؛ له مشرتابه سره له مشورې وروسته شونې ده، چې افغانستان ته اړین بشري توکي صادر کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د اسلام‌آباد یوازنۍ تمه له افغان حکومت څخه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اډې په توګه ونه کارول شي. دا هغه غوښتنه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې د دوی خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

د تورخم لارې بیا پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او بشري مرستو ته آسانتیا برابره کړي او د ۵۰ ورځني بندښت له کبله رامنځته شوي فشارونه راکم کړي.

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading

سوداگري

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنې‌پټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریل‌ګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د ام‌ډي‌اف تختو واګونونه شامل دي.

مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل بار‌وړونکی ریل‌ګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.

د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنې‌پټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.

هغه له ​​ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقي‌زاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Published

on

ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنې‌پټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقي‌زاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

نقي‌زاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!