Connect with us

International Sports

دوبۍ کپیټلز لوبدلې د نړیوال ۲۰ اوریز کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د ۷۰۰ زره ډالرو نغدي جایزه خپله کړه. په داسې حال کې، چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ۳۰۰ زره ډالر ترلاسه کړل.

خپور شوی

د

ILT20 Dubai final

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې د نړیوال ۲۰ اوریز کرکټ لیګ په وروستۍ لوبه کې د ډیزرټ وایپرز لوبډلې ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالۍ اتلولي یې وګټله.

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د ۷۰۰ زره ډالرو نغدي جایزه خپله کړه. په داسې حال کې، چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ۳۰۰ زره ډالر ترلاسه کړل.

په دې لوبه کې ډیزرټ وایپرز د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۹ منډې جوړې کړې. د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د شپږو ویکټو پر زیان هدف ترلاسه کړ.

د وایپرز لپاره د میکس هولډن ۷۶ منډې د لومړنیو ویکټو له لاسه ورکولو سره مقابله وکړه او د سام کوران د ۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مرسته د لوبې کنټرول ترلاسه کړ.

دغه راز اعظم خان هم په وروستیو اورونو کې د ۲۷ منډو پر جوړولو لوبغالي ته راووت.

د لوبې غوره لوبغاړي رومن پاول له لوبې وروسته وویل: ” لوبغاړو ته پر ټول درناوي پر تخته ولیکل شول، چې بس آرام واوسئ.”

سیالي زما لپاره آرامه وه؛ خو نن په فاینل کې غواړم، چې ځان ثابت کړم. په فاینل کې غوره لوبغاړي دریږي. “زه له وتلو مایوسه یم؛ خو خوښ یم، چې مونږ بریالي شوو.”

د ډیزرټ وایپرز لوبډلې څخه سام کورن، چې د خورا ارزښتناک لوبغاړي په توګه یې سور کمربند ترلاسه کړ وویل: “دا یوه حیرانونکې لوبه او یو ستاینه (سور کمربند) وه. اخیستل يې د بایلنې پر وخت سخت دي. دا یو له هغو خورا خوندورو لوبډلو څخه دی، چې زه ترې په خپل مسلک کې برخمن شوم. یو بشپړ مسلکي جوړښت او هیله ده، چې راتلونکی کال به نور هم ښه شي.”

زه ډېر روزونکي او لوبغاړي پېژنم، چې دا رولونه یې پر غاړه اخیستې وه او له توپ سره یې مطابقت درلود. ما فکر کاوه، چې مونږ په بورډ کې ډېره ښه نمره درلوده؛ خو زه پر لوبډلې، روزونکي او کارمندانو ډېر ویاړم. “

د کمربند ګټونکي

د یوې لویې فاینل او نوې اتلولۍ پر لیوالتیا سربېره، د DP World ILT20 جایزو لاسلیک، چې د غوره انفرادي کړنو پېژندنه کوي؛ شای هوپ د شنه کمربند (غوره توپ‌وهنې) سره ‌‌ې ته شو او سیالي یې پر ۵۲۹ منډو پای ته ورسوله.

د ایم آی اماراتو له لوبډلې فضل الحق فاروقي په ۱۱ اننګزونو کې د ۲۱ ویکټو اخیستلو له کبله د سپین کمربند (غوره توپ‌اچوونکي) جایزه وګټله.

سام کران، چې په ۱۲ اننګزونو کې یې له ۳۸۷ منډو او اووه ویکټو سره ټورنمنټ پای ته ورساوه، د پړاو تر ټولو قیمتي لوبغاړي په توګه سور کمربند ترلاسه کړ. د ممبي لوبډلې محمد وسیم نیلي کمربند ترلاسه کړ، چې د درېیم پرله‌پسې پړاو لپاره د متحده عربي اماراتو غوره لوبغاړو ته ورکړشو.

International Sports

د ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد

ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.

Published

on

د ۲۰۲۶ کال ژمنی اولمپیک د دوشنبې پر ورځ په میلان-کورتی‌نا کې بریالۍ تر سره شو؛ دوه‌اوونیزې ستونزمنې سیالۍ، ولوله‌ییزې بریاوې او پر واوره او یخ له ځلېدا ډکې هڅې نندارې ته وړاندې شوې.

ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.

امریکا د سرو زرو له ۱۲مډالونو او په ټوله کې د ۳۳ مډالونو پخپلولو دوه‌یم مقام ترلاسه کړ، چې پر وروستۍ ورځ یې د اضافي وخت له برکته د نرینه‌وو یخ هاکي پر بریا ترسره کړه.

کوربه هېواد د ژمني اولمپیک په تاریخ کې د ۳۰ مډالونه پر ګټلو مینه‌وال خوښ کړل.

دغه راز هالینډ هم د ۲۰ مډالونو او د چټک سکیټینګ په برخه کې د پام وړ هڅه نندارې ته وړاندې کړه.

جرمني، فرانسې، سویډن، جاپان او نورو هېوادونو د مډال په لښتیلیک کې ستونزمنې سیالي رامنځته کړې؛ دا یې وښودله، چې ژمني سپورټونه پر نړیواله کچه ورځ تر بلې ژوریږي او د سیاليو ډګر پراخوي.

د ۹۲ هېوادونو لوبغاړو د میلان-کورتی‌نا په لوبو کې ګډون درلود، چې ورسره د تجربه لرونکو اتلانو او ځوانو راڅرګندیدونکو استعدادونو زړه‌راکښونکی جوړښت نندارې ته وړاندې شو.

Continue Reading

International Sports

سپینه ماڼۍ به د راتلونکو یو‌اف‌سي سیالیو کوربه وي

ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوه‌سوه‌پنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې راروانې یو‌اف‌سي رزمي سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۴ چې د هغه د زوکړې له اتیایمې کلیزې سره برابره ده؛ په سپینه ماڼۍ کې تر سره شي.

ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوه‌سوه‌پنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.

د رزمي یو‌اف‌سي رییس ډانا وایټ د ټرمپ نږدې ملګری دی او ټرمپ د دې سپورټ مینوال هم د خپلې سیاسي اډې برخه ګڼي. ویل کیږي، چې یو‌اف‌سي به د سپینې‌ماڼۍ د جنوبي چمن د بدلولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ولګوي.

ټرمپ له ولسمشر کېدو راپدېخوا ډېر ځلې د یو‌اف‌سي په غونډو کې برخه اخیستې او د دې سپورټ پخوانی لېوال دی.

Continue Reading

International Sports

راشد خان په ۱۰۰‌توپونو لوبه کې د ښې ځلېدا تر څنګ دغوره لوبغاړي له نوم هم برخمن شو

د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.

Published

on

Invincibles Rashid Khan Hundred

د ۲۰۲۵ کال ‌‌۱۰۰‌توپونو سیالۍ د لنډن په تاریخي لرډز لوبغالي کې پیل او اوول انوینسیبلز لوبډلې د لنډن سپېریټ پر وړاندې پرېکنده بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ چټک نومیالی ستوری راشد خان پخپلو نه ستړېکېدونکو هڅو د ډګر د غوره لوبغاړي نوم ترلاسه کړ.

راشد خان له توپ سره د پام وړ وبرېښېد او په ۲۰ توپونو کې یې یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې؛ ۳ سیال لوبغاړي یې وسوځول او د ۳ نورو توپونو پر کپولو د ډګر ښه ځلېدونکی لوبغاړی هم شو.

په دې لوبه کې لنډن سپېریټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې په ۹۴ بالونو کې یوازې ۸۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځول شول.

اشټون ټرنر پر ۲۱ منډو د لنډن لوبډلې غوره لوبغاړی و.

راشد خان او سام کرن دواړو د درې – درې ویکټو پر اخیستلو د سیالې لوبډلې په له پښو غورځولو کې  مهم رول ولوباوه.

د لوبډلمشر سام بیلینګز پر مشرۍ اوول انوینسیبلز لوبډلې وکولی شول، چې د ۸۱ منډو هدف پوره او پر پاتې ۳۱ توپونو ځان بري ته ورسوي.

دې بریا نه یوازې د اوول لوبډلې د پیل پیاوړتیاې وښوده، بلکې یو ځل بیا یې د نړۍ پر کچه د راشد خان هڅه او وړتیا هم نندارې ته وړاندې کړه.

د ۲۰۲۵ کال د ۱۰۰توپونو کرکټ ټورنمنټ یا سیالۍ ۸ لوبډلې لري، چې لومړۍ لوبه یې تېره شپه (د زمري پر دیارلسمه / د اګست پر پېنځمه پیل شوه او د وږي تر نهمې / د اګست تر ۳۱ پورې به په انګلستان کې روانې وي.

د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي دا ټورنمنټ یا سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!