تازه خبرونه
د اسرائیلو نسل وژنه باید ژر تر ژره ودرول شي- افغانستان
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فلسطین د پرمختګونو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې اسرائیلو په فلسطین کې بشریت ضد کړنې، نسلي وژنې او جنګي جنایتونه تر سره کړي دي.
عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي: د غزې په تړانګه کې د اوبو، خواړو، درملو او برښنا پرې کول او د وحشي اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ ښځو په ګډون ۷۰۴ ملکي وګړي شهیدانول او له ۲۰۰۰ زیات کسان ټپیانول او پر قصدي توګه د ملکي خلکو کورونه، جوماتونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي جنایت او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.
نوموړي زیاته کړې: له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په تېره بیا له اسلامی هېوادونو او ملګرو ملتو څخه غواړو، چې د صهیونیسټ رژیم د روانې نسل وژنې مخه ونیسي، چې له بده مرغه د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو بشپړ ملاتړ ورسره دی.
دا غږ په داسې حال کې شوی، چې اسرائیلو د سې شنبې پر ورځ له فلسطین سره د خپلې شخړې په ۷۵ کلن تاریخ کې ترټولو سخت هوایي بریدونه کړي او د حماس له ګواښ سره سره یې د غزې تړانګه بمبارد کړه او کورونه لوټې لوټې کړل.
اسرائیلو د “زور غچ” ژمنه کړې هغه وخت وکړه، چې د حماس جنګیالي د دوی ښارونو ته دننه شول او سړکونه یې ورته له مړو ډک کړل او اسرائیلو د خپل تاریخ ترټولو وژونکی برید یاد کړ.
دوی سلګونه زره احتیاطي ځواکونه رابللي او غزه یې، چې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو استوګنځی دی، تر بشپړې محاصرې لاندې راوست.
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د حماس د شنبې ورځې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰ ته رسېدلی، چې ډېري ولسي وګړي په کورونو، سړکونو او نڅاخونو کې پر ډزو وژل شوي دي.
په لسګونه اسرائیلیان او نور بهرنیان غزې ته د یرغمل په توګه لېږدول او ځینې یې پر سړکونو نندارې ته وړاندې شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي. هوایي بریدونه، چې تر ټولو درانه ول د سې شنبې پر شپه یې شدت پیدا کړ، ځمکه یې ولړزوله او د سهار له هسکه یې لوګي او لمبې راپورته شوې.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې؛ په غزه کې له ۱۸۰ زره ډېر خلک بې کوره شوي، چې ډېري یې په سړکونو او ښوونځیو کې راټول او بمبارد هم د بیړنیو مرستو لارې بندې کړې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه13 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی13 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
