Connect with us

نړۍ

د امریکا بریدونو ممکن د ایران اټومي پروګرام یوازې څو میاشتې ځنډولی وي

د راپور دا ارزونه، چې مخکې نده ورکړ شوی؛ د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) د پنټاګون د استخباراتي څانګې لخوا چمتو شوې ده.

خپور شوی

د

د امریکا د استخباراتي لومړني ارزونې سره د بلد درې سرچینو د څرګندونو له مخې؛ تېره اوونۍ د ایران پر درې اټومي تاسیساتو د امریکا پوځي بریدونو د دې هېواد د اټومي پروګرام مهمې برخې ویجاړې کړې ندي او ممکن څو میاشتې ځنډېدلې وي.

د راپور دا ارزونه، چې مخکې نده ورکړ شوی؛ د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) د پنټاګون د استخباراتي څانګې لخوا چمتو شوې ده.

یوې سرچینې ویلي، چې دا شننه له بریدونو وروسته د امریکا مرکزي قومندې (CENTCOM) لخوا د جګړې د زیان د ارزونې پر بنسټ ترسره شوې ده.

سایټونو ته د زیان او د ایران پر اټومي پروګرام د بریدونو د اغېزو شننه روانه ده او ممکن د نورو معلوماتو پر تر لاسه کولو بدلون ومومي؛ خو لومړنۍ موندنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تکراري ادعاوو سره په ټکر کې دي، چې بریدونو د ایران د غني کولو تاسیسات بشپړ ویجاړ کړي دي.

له ارزونې سره بلد دوه سرچینو ویلي، چې د ایران د غني شوي یورانیمو زیرمه نده ویجاړه شوې او سنټرفیوجونه په لویه کچه روغ پاتې دي. په هر حال ارزونه دا ده، چې امریکا د ایران پروګرام تر ډېره حده څو میاشتې ځنډولی دی.

سپینې ماڼۍ دا ارزونه تائید کړه؛ خو وایي، چې ورسره مخالف دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یوه نا تائید شوې خبرپاڼه کې CNN ته ویلي: “دا ادعا شوې ارزونه بشپړه تېروتنه ده او د فوق العاده پټې طبقه بندۍ سره – سره، د استخباراتو په ټولنه کې د یو نامعلوم او ټیټ رتبه عنصر لخوا CNN ته افشا شوې ده. د دې ادعا شوي راپور خپرېدل د ولسمشر ټرمپ د سپکاوي او د هغو زړورو پیلوټانو د بدنامولو لپاره یوه ښکاره هڅه ده، چې د ایران د اټومي پروګرام د ویجاړولو لپاره یې بې عیبه ماموریت ترسره کړی. هرڅوک پوهیږي، چې کله ۳۰ پونډه ۱۴بمونه پخپلو موخو راکښته شي؛ نو څه پېښیږي: بشپړه ویجاړتیا!”

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading

نړۍ

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د افغانانو پر وړاندې اسلام ضد څرګندونې وغندلې

دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.

Published

on

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) او د هغې د کالیفورنیا څانګې د امریکا د کانګرس د فرعي کمیټې په ګډه غونډه کې اسلام ضد څرګندونې او د افغانانو ملامتول پر کلکه غندلي دي.

دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا پر وړاندې “بې بنسټه او بدناموونکي” تورونه ولګول شول او د مسلمانانو ضد نظرونو لرونکی یوه افراطي څېره د شاهد په توګه غونډې ته بلل شوې ده.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا ټینګار کړی؛ دا ډول څرګندونې د امریکایي مسلمانانو، افغان کډوالو او هغو بنسټونو د بدنامولو لپاره د پراخ کمپاین یوه برخه ده، چې د کډوالو او بشري حقونو په ځانګړي توګه له فلسطیني حقونو څخه ملاتړ کوي.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا مرستیال اډوارډ احمد میچل ویلي، چې یو شمېر سناتورانو له غونډې څخه د مهاجرینو، کډوالو او امریکایي مسلمانانو پر وړاندې د نفرت د راپارولو لپاره کار واخیست.

دغه راز د امریکا-اسلامي اړیکو د کالیفورنیا شورا اجرائیوي رییس دا غونډه “شرموونکې سیاسي ننداره” وبلله او زیاتوي، چې پر اغېزمنې پالیسۍ جوړونې او عامه خوندیتوب د تمرکز کولو پرځای؛ دا د افغانانو او مدني ټولنې ادارو د بدنامولو لپاره کارول شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته لسګونه زره افغانان د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي او د دوی د قانوني حیثیت او بیا میشتېدنې په اړه بحثونه روان ساتل شوي دي.

Continue Reading

نړۍ

قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ

د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.

Published

on

قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکې ډلې په لومړنۍ تخنیکي غونډه کې، چې د دې ټولنې د سعودي عربستان د جدې د مرکزي دفتر پر کوربتوب ترسره شوې؛ ګډون وکړ.

د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.

هغه په ​​خپله وینا کې ټینګار کړی؛ دا غونډه په یوه حساس پړاو کې ترسره کیږي او د افغانستان د وضعیت لپاره یوه داسې متوازن او ګډ چلند ته اړتیا ده، چې بېړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانستان د ځانګړو شرایطو درک د اسلامي همکاریو ټولنې د اصولو په چوکاټ کې سره یوځای کړي.

الخلیفي زیاته کړې؛ دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي وړاندیزونو د ترتیب لپاره یو مهم فرصت دی، چې د افغانستان په اړه د اغېزمنو او همغږو اقداماتو لپاره د وزیرانو د اړیکې ډلې وړتیا پیاوړې کوي.

هغه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د “دوحې بهیر” کوربتوب ته هم نغوته(اشاره) وکړه او څرګندوي؛ دا اقدام د قطر د دې قوي باور پر بنسټ رامنځته شوی، چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره ترټولو اغېزمنه لار رغنده خبرې اترې دي.

د هغه په وینا، د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالو هڅو یو مهمه لاسته راوړنه ده او د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ لپاره یې یو واحد چوکاټ برابر کړی دی.

د قطر استازي زیاته کړې؛ د دوحې بهیر په درېیم پړاو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د رول په برخه کې دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې موخه یې د افغانستان د چارسمبالي حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د عملي خبرو اترو جوړول او د هېواد بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته لاسرسی دی.

ډاکټر الخلیفي هیله څرګنده کړې؛ دا غونډه به عملي او رغنده پایلې ولري، چې د اسلامي یووالي روحیه راوځلوي او د افغانستان په اړه د مسوولانه ګډ چلند لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!