تازه خبرونه
د سترو پروژو له پلي کېدا سره به مو د کابل بڼه بدله شي – عبدالسلام حنفي
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (سېشنبه، دمرغومي نهمه) د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل جوړولو د چارو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۵۸ انکشافي پروژې د تطبیق په حال کې دي.
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.
نوموړي زیاته کړې؛ کابل ښاروالۍ په تېرو څلور کلونو کې د ښار پر کچه ۳۵۰ کیلومټره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
حنفي وایي: « په راتلونکي کې هم پلان لرو، چې خپل ښار نور هم ډېر ښکلی کړو؛ د مترو او تراموای جوړول، پر سړکونو د بيآرټي (BRT) سیسټم په پام کې نیول او همدارنګه د سترو پارکونو جوړول، چې کابل ښار پر یوه ښکلي، معاصر او له چاپېریالي معیارونو لرونکي ښار بدل شي.»
دغه راز د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې کابل باید د یو منظم او معاصر ښاري پلان پر بنسټ پراختیا ومومي.
نوموړي د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو ستاینه وکړه او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د پاکساتنې، ښاري نظم او د بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ملا برادر وایي: « پخوانیو واکمنو نظامونو د سټراټېژیک او معاصر ښاري پلان جوړونې له پلوه د کابل ښار د نظم لپاره اغېزمن ګامونه ندي پورته کړي، چې له کبله یې دا ښار په یو نامنظم حالت کې اسلامي امارت ته پر میراث پاتې شوی دی.»
نوموړي د پروژې له انجنیرانو وغوښتل، چې د ټولو تخنیکي معیارونو پر مراعاتولو د دې هوايي پُل د جوړولو چارې په معیاري او ښه توګه بشپړې کړي.
د موټرو لپاره د هوايي پُل د جوړولو کار نن د کابل ولایت مقام مخې ته د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شو.
دا هوايي پُل، چې شاوخوا ۲۸۳ مټره اوږدوالی او ۱۸ مټره سور لري؛ د کابل ولایت مقام له مخې پیلېږي او د جویشېر تر سړک پورې غځېږي.
تازه خبرونه
افغان پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شو
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
سرچینو د چارشنبې پر ورځ(د وري دولسمه ) آریانانیوز ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د چین ارومچي ښار ته سفر کړی دی.
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
په پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست د بهرنیو اړیکو رییسان ګډون لري.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د پاکستاني پلاوي مشري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو دواړو خواوو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
اسلامآباد اسلامي امارت د هغو وسلهوالو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
کابل د اسلامآباد دا ادعا تل رد کړې او څرګندوي، چې د پاکستان روانه ناامني د دوی کورنۍ ستونزه ده.
تازه خبرونه
د پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
د سېشنبې پر ورځ د پېښور جرګې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانې نښتې ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
ګډونوالو ګډو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په نغوته او اشاره کې ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید ډیپلوماټیکو حللارو ته لومړیتوب ورکړي.
دوی دوه اړخیزې اړیکې ژورې وبللې او خبرداری یې ورکړ، چې د جګړې دوام به د یادې کرښې دواړو غاړو ته خلک اغېزمن کړي.
جرګې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړني اوربند او د پلي کولو غوښتنه وکړه او په یوه ګډ پرېکړه لیک کې یې له دواړو حکومتونو وغوښتل؛ ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د نړیوالو اصولو له مخې یې خاوره د یو او بل پر وړاندې نهکارول کیږي او دا غوښتنه پر بشپړ حکومتي واک پلې شي.
دوی ټینګار کړی، چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ ځکه، چې جګړه د حل لار نده او سوله متقابل درناوي او همغږي رامنځته کوي.
جرګې همدارنګه د اړیکو پر ښه کولو، باور رامنځته کولو او د یو بل پر اړتیاوو پوهېدا ته د متقابل احترام غوښتنه وکړه.
جرګې پالیسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ: محدودو ګټو ته دې اجازه نهورکوي؛ لوی ملي لومړیتوبونه، ګډ امنیت او د دواړو حکومتونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکې باید له ننګونو وژغورل شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې «سوله د پاکستان او افغانستان لپاره ترټولو لویه اړتیا ده.»
ویل کیږي، چې د جرګې غوښتنې هر اړخیز لوری خپلوي او د سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډیپلوماسۍ له لارې پر سوله او اوربند راڅرخیږي.
تازه خبرونه
په هرات کې د ۵.۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د مالګې د استخراج تړون وشو
د هدایت الله بدري د څرګندونو له مخې؛ دا ۱۵ کلن تړون دی او د هر ټن لپاره ۱۵۰۰ افغانی رویالټي په دې شرط ټاکل شوې، چې ټول قوانین او مسوولیتونه ومنل شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
لوبی3 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه4 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي
-
لوبی22 hours agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت
