نړۍ
د عراق په بېلابيلو ولايتونو كې چاودنو مرگ و ژوبله رامنځته كړې
د رارسيدلو رپوټونو له مخې:
د كربالا، نجف، كركوك، الكوت ، تكريت ، ديالي ، الرمادي او المنصور ښارونو كې د شويو چاودنو له لامله تراوسه لسگونه كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
د عراق د نجف په ښاركې د هغو چاوديدونكيو توكو د چاوديدو له لامله، چې په موټر كې ځاى پرځاى شوي وه؛ لږ تر لږه څلوركسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي، چې ډېري يې پوليس دي.
د پوليسو په وينا:
سيمه يې كلابنده شوې او د پېښې ځاى ته د خلكو پرتگ را تگ بند يز لگول شوى دى.
همدا راز د كربلا ښار د الهنديه د پوليسو پر رياست د موتر بمب چاودنې شا وخوا شل كسانو ته مرگ و ژوبله واړوله.
بل خوا د بغداد په ۲۵۰ كيلومترۍ كې پروت د كركوك ښار دوه پر له پسې چاودنو يو تن وواژه او اتلس نور يې ټپيان كړل.
د عراق د واسط ولايت پوليسو اعلان كړى، چې د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرك الكوت ښار كې د چاودنو له لامله شا وخوا ۳۴ كسان وژل شوي او ۶۸ ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا:
چاودنې د هغو توكو د چاوديدو له لامله را منځته شوي، چې د الوكوت د ښار په يو موټر كې او همدا راز د يوې ودانۍ په خوا كې ځاى پر ځاى شوي وه.
همدا راز د المنصور په سميه كې هم يوه چاودنه رامنځته شوې .
د عراق د صلاح الدين د ولايت پوليسو ويلي، چې په هغو ځانمرگو بريدونو كې، چې د تكريت په ښار كې يې له ترهگرۍ سره د مبارزې د پولسو پر كوماندانۍ تر سره شول د يو افسر په گډون ۱۳ پوليس يې ووژل.
يو بل ځانمرگي، چې له لومړۍ چاودنې وروسته غوښتل ودانۍ ته د ننه شي د پوليسو له ډزو سره مخ شو او ځان ته يې چاودنه وركړه، چې په پايله يې كې لس تنه ټپيان
شول.
له دغو پېښو وروسته په ټول عراق كې اظطراري حالت اعلان شوى او پر تگ راتگ بنديز لگيدلى دى .
نړۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د غویی لسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن سعودي عربستان ته رسېدلی، چې د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.
بلینکن د دوشنبې پر ورځ ریاض ته ورسېد او تمه ده، چې عربي هېوادونه له اروپايي هغو سره راټول کړي او پدې خبرې وکړي، چې اروپا څنګه کولی شي د سپږ میاشتني بمبارډ او ویجاړیو وروسته د دغې کوچنۍ سیمې د بیارغونې په هڅو کې ونډه.
امریکا د اسرائیلو له دې هدف سره همغږې ده، چې حماس باید له منځه یوړل شي او نور ونشي کولی د غزې په راتلونکي کې رول ولوبوي؛ خو واشنګټن نه غواړي، چې اسرائیل دې د غزې تړانګه بېرته ونیسي او پرځای یې د داسې یو جوړښت په لټه کې دي، چې په کې د عربي هېوادونو پر ملاتړ یو اصلاح شوی فلسطیني دولت جوړ شي.
بلینکن به له سعودي چارواکو سره د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې داسې معاملې د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړي، چې واشنګټن له متقابلې دفاع او امنیتي ژمنو سره ریاض ته د اټومي همکارۍ تړونونه هم راونغاړي.
لوړ پوړیو امریکایي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اسرائیلو له هڅو هرکلی کړی؛ خو په وار وار یې ویلي، چې نور ډېر کار ته اړتیا لري.
نړۍ
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
د چارشنبې پر ورځ (د غویی پېنځمه) د غزې د شمالي سیمو بمبارډ څو اوونیزه نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او اسرائیلي حکومت اعلان وکړ، چې د رفح پر اړوند سیمه به پراخ ځمکنی برید ترسره کړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه ویاند ویلي؛ اسرائیل په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د خپل پلان د پلي کولو پړاوونه وهي، خو د برید ټڼاکلی مهالوېش یې وړاندې نکړ.
د امريکا په ګډون لویديځو هېوادونو، چې د اسرائيلو تر ټولو نږدې متحدین دي له دغه هېواده پر رفح، چې د غزې له نيمايي د ډېرو وګړيو دوه ميليون او درې سوه زره خلکوته یې پناه ورګړې؛ له بريده ډډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اوس هم د رفح په اړه له اسرائیلو سره پر خبرو بوخت دی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ډېر ژر پر دې موضوع یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړي.
د اسرائیلو یوه لوپوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې اسرائیل د رفح له حملې مخکې د ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.
هغه زیاته کړې: یوازې یو شی پاتې دی، چې نتانیاهو د برید امر وکړي.
د غزې په تړانګه کې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده؛ د روغتیايي چارواکو ویلي؛ تر اوسه په دې جګړه کې، چې اوومه میاشت یې روانه ده له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور دي.
نړۍ
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
د مالزیا بحري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د غویی څلورمه ) د مالیزیا د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په هوا کې ټکر شوي، چې په کې سپاره ټول ۱۰ کارکوونکي مړه شوي دي.
د دغه هېواد بحري ځواکونو ویلي؛ پېښه د سې شنبې پر سهار ۹:۳۲ د لویدیځ ایالت پراک د لوموت په بحري اډه کې رامنځته شوې ده.
رویټرز د مالیزیا د بحري ځواکونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول زیانمن کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او د لوموت بحري اډې پوځي روغتون ته د پېژندلو لپاره لېږدول شوي دي.
په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي؛ ښکاري، چې څو چورلکې په هوا کې الوتنې کوي. مخکې له دې، چې دواړه چورلکې ځمکې ته راکښته شي؛ د چورلکې روټور بله هغه پرې کړه.
سیمهییزو پولیسو تائید کړې، چې ویډیو رښتینې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې سمندري ځواکونو ویلي؛ دوی به د پېښې د علت په اړه څېړنې کړې دي.
د مالیزیا دفاع وزیر محمد خالد نوردین ویلي؛ دا چورلکې یوه بحري عملیاتو او یوه فینیک پوځي چورلکې دي، چې د مالیزیا د شاهي بحري ځواکونو د نويیمې کلیزې د لمانځلو لپاره یې روزنیزې هڅې کولې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ ترسره شي.
محمد خالد خبریالانو ته ویلي؛ د چورلکو مړه شویو کارکوونکیو د پېژندنې د تائید لپاره هڅې روانې دي، چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو ټيت ول.
-
تازه خبرونه2 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه2 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی2 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه23 hours ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی20 hours ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې