سیمه ییز خبرونه
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د دريو پروژو د عملي كېدو تړونونه لاسليك كړل
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د بيكاري د كچې د ټيټولو او د كار ي وړيتاوو د لوړولو په موخه د يو ويشت ميليون افغا نيو په ارزښت د فني او حرفوي تعليماتو تړونونه له دوو خصوصي موسسو سره لاسليك كړل.
د كار او ټولنيزو چارو وزيره امنه افضلي وايي چې:
دغه پروژې به د كندهار ،ننگرهار او هرات په ولايتونو كې عملي شي.
اوزياتوي چې د دغو پروژو په عملې كېدو سره به نږدې زر كسان حرفوي او فني زده كړې تر لاسه كړي. دا پروژې چې په كندهار، ننګرهار او هرات ولايتونو كې عملي كېږي، تړونونه يې د يو ويشت ميليونو ډالرو په ارزښت د يكشنبې په ورځ په كابل كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت او دوو نا دولتي موسسو سره لاسليك شول.
دكاراو ټولنيزو چارو وزيرى امنې افضلي زياته كړه چې، د ننگر هار پروژه يوازي د ښځو لپاره ځانگړي شوي خو په كندهار او هرات كې د ښځو او نارينوو په گدون به نږدې زر كسان له دغو فني او حرفوي زدكړو څخه په اتو مياشتو كې برخمن شي .
د كار او ټولنيزو چارو وزارت په وېنا تر اوسه د دغو پروگرامونو څخه د فارغو شويو كسانو شپږ اتيا په سلو كې كسان په كار بوخت شوي دي. په داسې حال كې چې په افغانستان كې زياتره كسان له بېكارۍ سره مخامخ دي او د كار موندنې لپاره گاونډيو هېوادونو ته په سختو شرايطو كې سفر كوي. په همدې وخت كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسولين وايي چې، تر دوه زره ديارلسم كال پورې به دوه سوه څلوېښت زرو كسانو ته فني او حرفوي زده كړې وركړي
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ کمولو لپاره د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
سرچینو ویلي؛ د امریکا او ایران د خبرو اترو پلاوي به د جمعې پر ورځ د سویس په ژنیو ښار کې سره راټول شي، چې د هوکړې پر نورو جزئیاتو او د هغې د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران د سولې د هوکړې له اعلان هرکلی وکړ
د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.
د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ له هغې نوې هوکړې هرکلی کړی، چې موخه یې د جګړې او سیمهییزو کړکېچونو پای ته رسول دي. تمه ده، چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو نرمېدا او د هرمز تنګي بشپړې پرانیستنې ته لاره هواره کړي.
د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.
یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، که ایران د خپلو اټومي فعالیتونو په محدودولو کې همکاري وکړي، دوی به د دغه هېواد پر وړاندې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو د یوې برخې د لرې کولو امکان وڅېړي.
د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او ملګرو ملتونو مشرانو له دې پرمختګ هرکلی کړی او د هرمز تنګي پر ژر پرانیستل کېدا یې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې انتونیو ګوتریش د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې «د شخړې د سولهییز حل پر لوري یو اړین ګام” بللی دی.
د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.
د آلمان لومړي وزیر فریدریش میرتس دغه تړون یوه «لویه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه» وبلله او څرګندوي، چې دا پرمختګ کولی شي د یو ډېر متحرک نړیوال اقتصاد او یو ډېر خوندي منځني ختیځ لپاره لاره هواره کړي.
دغه راز جاپان او نیوزیلنډ هم له دې هوکړې هرکلی کړی او په هرمز تنګي کې یې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ پر تضمین ټینګار کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او ځانګړی ارزښت لري.
د تېلو نړیوالو بازارونو هم دې هوکړې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.
د خبر له خپرېدا وروسته د امریکا د اومهتېلو بیه راکمه شوې، چې له کبله یې د انرژۍ په بازارونو کې د نور ډېر ثبات هیلې پیاوړې شوې دي.
کارپوهان دا هوکړه د روان کال له مهمو سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو څخه بولي او باور لري، چې د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمېدا کې به مهم رول ولوبوي.
د دې هوکړې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو شخړو د سیمې د امنیت، د نړۍ د سوداګرۍ او د انرژۍ د بازارونو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.
ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.
اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.
دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.
چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نهده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نهدی.
-
سوداگري4 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
International Sports2 days agoفرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګولوهنې ملي ریکارډ جوړ کړ
-
سوداگري2 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي

