Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د لوى اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پېغام

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پيغام كې د خبرو له مركچيانو او ښكېلو  لورو غوښتي، چې د سولې د خبرو لپاره دى د دوى  له سياسي استازو پرته بل چاته مراجعه نه كوي. هغه د خپل پېغام په يوه بله برخه كې طالبانو ته لارښوونه كړې، چې په افغان امنيتي ځواكونو كې خپل نفوذ زيات كړي.

د سولې خبرې، د خبرو مېز ته د طالبانو د كېنولو په اړه د افغانستان حكومت هڅې او هغه غوښتنه، چې هرځل د دغه ډلې له غبرگون سره مخ شوى دى، خو دا ځل لكه، چې د طالبانو دريځ بدل شوى او دا ډله وايي، له سياسي څانگي سره يې دې خبرې وشي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په مناسبت په خپل پېغام كې له هغو لورو څخه، چې د مذاكرې ليوالتيا لري غوښتي، چې د سولې د خبرو په موخه دې د دوى سياسي څانگې ته مراجعه وكړي.

نوموړى زياتوي، چې له بهرنيانو سره د خبرو په اړه بايد ووايم، چې موږ د خپلو اسلامي او ملي موخو د ترلاسه كولو لپاره د پوځي مبارزې ترڅنگ سياسي مبارزې ته هم دوام وركوو او د سياسي مبارزې لپاره د سياسي دفتر په شان  ټاكلى تگلورى لرو. هغو اسلامي، جهادي او ملي گټو ته په پام له بهرنيانو سره چلند كوو.

د دغې ډلې مشر دغه راز له مذاكره كوونكو لورو غوښتي، چې د دوى له سياسي نماېندگى پرته له نورو شخصيتونو سره له اړيكو نيولو ډډه وكړي.

ملا عمر د خپل پېغام په يوه برخه كې طالبانو ته لارښوونه كړې، چې په افغان ځواكونو كې خپل نفوذ زيات كړي، هسې نفوذ، چې ډېر ځله يې له امله د افغان ځواكونو په ليكو كې پر بهرنيو ځواكونو بريدونه كړي دي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!