Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ

د چهار شنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ ) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې د نړۍ له ۱۵۰ څخه د زیاتو مشرانو په شتون کې جوړه شوه، چې په کې د نورو نړیوالو بحرانونو او مسلو تر څنګ د افغانستان مسله هم د نړۍ د یو شمېر مشرانو په ویناوو کې راوځلېده.

خپور شوی

د

د نړۍ یو شمېر مشرانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ویناوو پر مهال د افغانستان موضوع او د دې هېواد د خلکو د ملاتړ اړتیا ته نغوته وکړه. د ازبکستان ولسمشر ویلي، چې د افغانستان مسلې ته له پاملرنې پرته نړیوال او سیمه‌ییز امنیت او دوامداره پرمختګ ممکن ندی. په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر هم د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ. د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې اوسنی افغان حکومت باید د هېواد د ټولو ډلو استازیتوب وکړي او نړۍ باید افغانستان یوازې پرېنږدي. د نورو هېوادونو یو شمېر ولسمشرانو هم ویلي، چې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان ګوښه کېدا د حل لار نده.

د چهار شنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ ) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې د نړۍ له ۱۵۰ څخه د زیاتو مشرانو په شتون کې جوړه شوه، چې په کې د نورو نړیوالو بحرانونو او مسلو تر څنګ د افغانستان مسله هم د نړۍ د یو شمېر مشرانو په ویناوو کې راوځلېده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې غونډه کې د وینا پر مهال له اسلامي امارت څخه وغوښتل،  چې پراخ چلند غوره او انساني ارزښتونو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

رجب طیب اردوغان  وایي: « په افغانستان کې زمونږ اصلي غوښتنه دا ده، چې اوسنۍ اداره یوه پراخه تګلاره غوره کړي؛ ټوله افغان ټولنه راونغاړي او انساني ارزښتونه په پام کې ونیسي. په دې لړ کې دا ډېره اړینه ده، چې نړیواله ټولنه افغانان یوازې پرېنږدي. ترکیه او د ترکیې ملت به هم له افغانانو سره وي.”

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د دډې ته کېدا د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات ډاډمن کول د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري.

شوکت میرضیایف وایي: “د افغانستان د مسلې له حل پرته د نړیوال او سیمه‌ییز امنیت او دوامداره پرمختګ په اړه خبرې کول ناشونې دي. د سوله‌ییز او باثباته ژوند لپاره د افغانانو له هیلو ملاتړ د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري. زه غواړم ټینګار وکړم، چې د دې هېواد د انزوا مخنیوی خورا اړین دی. مونږ په دې هېواد کې د لویې کچې اقتصادي او بېخبنایي پروژې د پلي کولو اراده لرو. مونږ وړاندیز کوو، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د نړیوال ټرانسپورت او انرژۍ دهلیزونو د پراختیا لپاره، چې د افغانستان له خاورې څخه تېریږي یو ځانګړی پرېکړه لیک تصویب شي.”

د قرغزستان ولسمشر صدیر جپاروف دا هم ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د حل لار نده. هغه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او په افغانستان کې یې د لویو اقتصادي او بېخبنایي پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

صدیر جپاروف وایي: “په نړیواله کچه د افغانستان منزوي کول او له بهرنیو مرستو څخه یې محرومول ناسم او ناعادلانه دي. مونږ باور لرو؛ د ژیوپولیتیک او ایډیالوژیکي ګټو لپاره د مالي وسیلو کارول، چې په پایله کې بشري بحران ژوروي، یو ظالمانه او غیر انساني عمل دی. له همدې کبله مونږ باور لرو، چې د افغانستان  ۹ میلیارډ شتمنۍ دې د لویدیځو هېوادونو له کنګلېدا وژغورل شي او افغانانو ته بېرته ورکړ شي.”

د تاجکستان او قزاقستان مشرانو د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي توګه د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده. دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.

تاجکستان ولسمشر امام‌علی رحمان وایي: «تاجکستان په ګاونډ افغانستان کې له سولې او ثبات، پراخ امنیت او ټولنیز- اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي. مونږ په دې بهیر کې د مرستې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوو او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې غواړو، چې بشري مرستې چمتو کړي؛ په ځانګړي توګه هغو سیمو ته ، چې وچکالۍ او وروستۍ سختې زلزلې ځپلي دي.»

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف وایي: « قزاقستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې ټولګډونه پرمختګ د اوږدمهاله سیمه‌ییزې سولې او ثبات بنسټ دی. مونږ د سوداګرۍ، خوراکي خوندیتوب، بېخبناوو او ټرانسپورټي اتصال په برخو کې د بشري مرستو او همکارۍ له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ روان ساتو.”

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هېوادونو له مثبت چلند هرکلی کړی او ټینګار کوي، چې کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پیاوړتیا باور لري.

د ملګرو ملتونو سږنۍ عمومي غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې افغانستان د درېیم پرله‌پسې کال لپاره په دې غونډه کې د رای ورکولو له حق څخه د حق العضویت د نه‌ورکولو له کبله بې برخې شوی او د اسلامي امارت استازی په دې غونډه کې ګډون نلري.

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.

دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.

سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نه‌شوې.

دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.

د سیګار دفتر تړل‌کېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!