تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ
د چهار شنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ ) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې د نړۍ له ۱۵۰ څخه د زیاتو مشرانو په شتون کې جوړه شوه، چې په کې د نورو نړیوالو بحرانونو او مسلو تر څنګ د افغانستان مسله هم د نړۍ د یو شمېر مشرانو په ویناوو کې راوځلېده.
د نړۍ یو شمېر مشرانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ویناوو پر مهال د افغانستان موضوع او د دې هېواد د خلکو د ملاتړ اړتیا ته نغوته وکړه. د ازبکستان ولسمشر ویلي، چې د افغانستان مسلې ته له پاملرنې پرته نړیوال او سیمهییز امنیت او دوامداره پرمختګ ممکن ندی. په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر هم د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ. د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې اوسنی افغان حکومت باید د هېواد د ټولو ډلو استازیتوب وکړي او نړۍ باید افغانستان یوازې پرېنږدي. د نورو هېوادونو یو شمېر ولسمشرانو هم ویلي، چې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان ګوښه کېدا د حل لار نده.
د چهار شنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ ) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې د نړۍ له ۱۵۰ څخه د زیاتو مشرانو په شتون کې جوړه شوه، چې په کې د نورو نړیوالو بحرانونو او مسلو تر څنګ د افغانستان مسله هم د نړۍ د یو شمېر مشرانو په ویناوو کې راوځلېده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې غونډه کې د وینا پر مهال له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې پراخ چلند غوره او انساني ارزښتونو ته بشپړه پاملرنه وکړي.
رجب طیب اردوغان وایي: « په افغانستان کې زمونږ اصلي غوښتنه دا ده، چې اوسنۍ اداره یوه پراخه تګلاره غوره کړي؛ ټوله افغان ټولنه راونغاړي او انساني ارزښتونه په پام کې ونیسي. په دې لړ کې دا ډېره اړینه ده، چې نړیواله ټولنه افغانان یوازې پرېنږدي. ترکیه او د ترکیې ملت به هم له افغانانو سره وي.”
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د دډې ته کېدا د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات ډاډمن کول د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري.
شوکت میرضیایف وایي: “د افغانستان د مسلې له حل پرته د نړیوال او سیمهییز امنیت او دوامداره پرمختګ په اړه خبرې کول ناشونې دي. د سولهییز او باثباته ژوند لپاره د افغانانو له هیلو ملاتړ د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري. زه غواړم ټینګار وکړم، چې د دې هېواد د انزوا مخنیوی خورا اړین دی. مونږ په دې هېواد کې د لویې کچې اقتصادي او بېخبنایي پروژې د پلي کولو اراده لرو. مونږ وړاندیز کوو، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د نړیوال ټرانسپورت او انرژۍ دهلیزونو د پراختیا لپاره، چې د افغانستان له خاورې څخه تېریږي یو ځانګړی پرېکړه لیک تصویب شي.”
د قرغزستان ولسمشر صدیر جپاروف دا هم ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د حل لار نده. هغه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او په افغانستان کې یې د لویو اقتصادي او بېخبنایي پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
صدیر جپاروف وایي: “په نړیواله کچه د افغانستان منزوي کول او له بهرنیو مرستو څخه یې محرومول ناسم او ناعادلانه دي. مونږ باور لرو؛ د ژیوپولیتیک او ایډیالوژیکي ګټو لپاره د مالي وسیلو کارول، چې په پایله کې بشري بحران ژوروي، یو ظالمانه او غیر انساني عمل دی. له همدې کبله مونږ باور لرو، چې د افغانستان ۹ میلیارډ شتمنۍ دې د لویدیځو هېوادونو له کنګلېدا وژغورل شي او افغانانو ته بېرته ورکړ شي.”
د تاجکستان او قزاقستان مشرانو د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي توګه د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده. دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.
تاجکستان ولسمشر امامعلی رحمان وایي: «تاجکستان په ګاونډ افغانستان کې له سولې او ثبات، پراخ امنیت او ټولنیز- اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي. مونږ په دې بهیر کې د مرستې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوو او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې غواړو، چې بشري مرستې چمتو کړي؛ په ځانګړي توګه هغو سیمو ته ، چې وچکالۍ او وروستۍ سختې زلزلې ځپلي دي.»
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف وایي: « قزاقستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې ټولګډونه پرمختګ د اوږدمهاله سیمهییزې سولې او ثبات بنسټ دی. مونږ د سوداګرۍ، خوراکي خوندیتوب، بېخبناوو او ټرانسپورټي اتصال په برخو کې د بشري مرستو او همکارۍ له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ روان ساتو.”
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هېوادونو له مثبت چلند هرکلی کړی او ټینګار کوي، چې کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پیاوړتیا باور لري.
د ملګرو ملتونو سږنۍ عمومي غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې افغانستان د درېیم پرلهپسې کال لپاره په دې غونډه کې د رای ورکولو له حق څخه د حق العضویت د نهورکولو له کبله بې برخې شوی او د اسلامي امارت استازی په دې غونډه کې ګډون نلري.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
تازه خبرونه3 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
نړۍ3 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
سوداگري3 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
