Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.

خپور شوی

د

\د افغانستان وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.

د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسله‌والو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.

د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.

دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.

تازه خبرونه

د ۱۴۰۵ کال لپاره له ایران سره د برښنا پېرودلو تړون وغځول شو

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي عمومي رییس عبدالحق همکار پر مشرۍ یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال لپاره له ایراني لوري سره د برښنا پېرودلو د تړون غځولو هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه له برښنا صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره د پرله‌پسې غونډو له لارې ګډې اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي، چې په پایله کې یې د وارداتي برښنا په اړه زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.

Published

on

نن په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د مبارکې روژې میاشتې لومړۍ ورځ خلکو ته د بېلابېلو ادارو او چارواکو د مبارکۍ او امنیتي ډاډ څرګندولو تر سره شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.

دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي ویلي؛ دا اداره به له کورنیو د ملاتړ تر څنګ هغو ته د اوبو، انرژۍ او روغتیایي پاملرنې بنسټیز خدمتونه د لاسرسي وړ او ډاډمن کړي او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې به یې ملاتړ وکړي.

د ملي پخلاینې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې، چې د روان کال روژه به د مثبت بدلون پیل او په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه راز د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ټینګار له مخې؛ د هېواد امنیتي ځواکونه په ټول افغانستان کې چمتو دي، چې د خلکو امنیت خوندي کړي او خلک وکولی شي خپل عبادتونه او ورځني فعالیتونه په ډاډمن چاپېریال کې ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ هغه درې پاکستاني پوځیان، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اوکټوبر پر دولسمه له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتو پر مهال نیول شوي وه؛ د مبارکې روژې پر درناوي خوشې او د سعودي عربستان راغلي پلاوي ته وسپارل شول.

Published

on

اسلامی امارت د روژې د مبارکې میاشتې پر درناوي درې نیول شوي پاکستاني پوځیان خوشې کړل.

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ هغه درې پاکستاني پوځیان، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اوکټوبر پر دولسمه له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتو پر مهال نیول شوي وه؛ د مبارکې روژې پر درناوي خوشې او د سعودي عربستان راغلي پلاوي ته وسپارل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت د هغې پالیسۍ پر بنسټ، چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر ساتلو ټینګار کوي؛ د سعودي عربستان له غوښتنې سره سم کابل ته د تېرې دوشنبې پر ورځ د راغلي مذاکراتي پلاوي د کوربتوب پر مناسبت دغه درې پاکستاني پوځیان خوشې کړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!