سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسي جرگې له ۹ غړيو د اعتماد رايه واخيسته
دا پرېكړه له هغې وروسته د ټاكنو خپلواك كميسيون له خوا شوې، چې ولسمشر دغه بنسټ ته د ټاكنيزو ستونزو د حلولو صلاحيت وركړ.
د ټاكنو خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنيوي وايي:
كه څه هم، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون زړه نا زړه دغې موضوع ته را گډ شوى، خو د دوى د نهو برياليو نوماندانو د برياوو په باب پوره دلايل په واك كې لري .
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې:
د ولسمشر حامد كرزي د حكم له رسېدو سره سم يې يوه كميټه جوړه كړه، چې د دوه شپيتو معترضو كانديدانو اسناد او مدارك يې وڅېړل. په دې كې نهه كسان ولسي جرگې ته د تلو مستحق وبلل شول.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس فضل احمد معنوي په وينا:
دغه نهه كسان د ولسي جرگې د ټاكنو په لومړنيو پايلو كې هم بريالي اعلان شوي وو.
ښاغلي معنوي د هغو كسانو نومونه، چې ولسي جرگې ته ورځي او د هغو غړيو نومونه، چې د باور رايه ترې اخيستل شوې داسې اعلان كړل:
محمود خان سليمانخېل له پكتيكا څخه د حاجى عبدالقدير په ځاى، څارنوال عبدالروف له بدخشان څخه دعبدالولى نيازى په ځاى، حاجى عاشوق الله له بغلان څخه د محمد ظاهرغنى زاده په ځاى، احمد خان سمنگانى له سمنگان څخه د محمد طاهر زهير په ځاى، گل محمد پهلوان له فارياب څخه د محمد شاكركارگر په ځاى، نثار احمد غوريانى د محمد رفيق شهير په ځاى او همدارنگه رحيمه جامى د سمين باركزى پر ځاى له هرات څخه، معلم مير ولي له هلمند څخه د مسعود خان نورزي پر ځاى او حميدالله توخى له زابل څخه د عبدالحبيب انډيوال په ځاى ولسي جرگې ته ور دننه شي.
د ښاغلي معنوي په وينا:
كه څه هم د ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلان وروسته، چې اته مياشتې تېرې شوې، د وخت له پلوه بدلون سم نه و، خو دا، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون قانوني واك لري او د افغان ولسمشر حامد كرزي حكم موجود دى؛ نو بيا څېړنه او بدلون يې موجه بلل كېدى شي.
دولت د ارگانونو ترمنځ د اختلافاتو پاى بلل كيږي، خو دا، چې ولسي جرگې ته د نهو نويو غړيو له ورتگ او د نهو برحاله غړيو له ايستلو سره به دا لانجه په رښتيا هم حل شي، وخت به يې په ډاگه كړي.كه څه هم، چې د ټاكنو د لانجې د حل په باب د افغان ولسمشر حامد كرزي ظاهرآ د
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
لوبی5 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
نړۍ1 day ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی1 day ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه