Connect with us

سوداگري

د چین او پاکستان مشران له  سي پیک سره د افغانستان پر نښلولو وغږېدل

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۲۹, ۱۴۰۱

چینايي او پاکستانيو لوړ پوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۷ ) د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په پروژه کې د افغانستان د شاملېدو پر شونتیاوو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د بشري مرستو او د ګډو ګټو پر نورو مسایلو د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د سیمه ییزې نښلېدا او افغانستان ته د سی پیک د غزولو په اړه هم د نظر تبادله وکړه، چې د دغه هېواد پرمختګ او اقتصادي سوکالۍ ته زمینه برابره شي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان د شتمنیو د خلاصون پر اهمیت، ټولګډونه حکومت، د نجونو د تعلیم، د افغانانو د حقونو او د ترهگرۍ پر ضد اغېزمنو اقداماتو ټینګار څرګند کړ.

هغه همدارنګه په ډاګه کړې، چې په نړۍ کې د نورو پېښو د رامنځته کېدو له کبله بايد د نړيوالې ټولنې توجه د افغانستان بحراني حالت ته راواړول شي.

په دې کتنه کې د چین استازي په افغانستان کې د پاکستان د رغنده رول ستاینه وکړه.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې یوازې یو باثباته او امن لرونکی افغانستان کولی شي، چې سیمه ییزه نښلېدا او سوداګري پیاوړې کړي.

سي پیک د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت مرکز رامنځته کوي او بیجینګ په پاکستان کې د بېخبنایي پروژو د پلي کولو لپاره د ۶۰ میلیارد ډالرو ژمنه هم کړې ده.

سوداگري

کابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Published

on

د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي.

د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې دي.

دغه راز د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې کابل د کانونو د استخراج په برخه کې له مسکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

هغه وایي؛ اقتصاد د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه برخه ده او حکومت هڅه کوي هېواد د سیمه‌ییز اقتصادي ادغام پر مهمې کړۍ بدل او بهرني پانګه‌وال راجذب کړي.

د تاس د راپور له مخې؛ ګل حسن حسن ویلي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د صنعتي، معدني او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په کابل کې د اوبو کوچنیو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه هم خبرې روانې دي.

دغه راز نوموړي د ځینو روسي شرکتونو استازو له اړوند ادارو سره هم لیدلي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

افغان چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له روسیې سره د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د ودانیزو بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.

د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرله‌پسې ثبات نښه ښیي.

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

Continue Reading

سوداگري

په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د هر اونس سرو زرو بیه؛ ځکه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته، چې پانګوالو د خوندي  پانګونو لوري ته مخه کړه او ډالر له هغې وروسته کمزوری شو، چې د ایران او ګرینلینډ پر سر له تاوتریخوالي یوه ډکه اوونۍ تېره شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.

پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.

د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!