Connect with us

سوداگري

د کورنیو او بهرنیو شرکتونو امنیت ته دې پاملرنه وشي ـ ملابرادر

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۱

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد شمال ته په خپل سفر کې له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل، چې د بهرنیو او کورنیو قراردادي شرکتونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر،  چې د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله په بلخ ولایت کې د خپل تازه سفر پر مهال د سرپل، سمنګان ، بلخ او جوزجان ولایتونو مسوولینو او ددې ولایتونو د کانونو له رییسانو او د ۲۰۹ الفتح قول اردو له مسوول سره ولیدل او د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې یې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د مجلس ګډونوالو ته په ډاګه کړې ده؛ کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده. د دې ملي  شتمنۍ په  ساتنه او د شفافیت په رامنځته کولو کې پوره هڅه وکړئ. امنیتي مسوولینو باید په اړوند ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هیڅوک پرې نږدي، چې د هېواد د راپور ته کېد لو لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.

 د خصوصي  سکتورغړي هم د هېواد شمال ته د ریاست الوزرا د مرستیال سفر اړین  بولي او زیاتوي، چې له دې سره په هېواد کې  پانګوال د مصونیت احساس کوي، چې دا پخپله د پانګوالو د هڅونې لامل کیږي.

د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: زما له نظره د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال سفر شمال ته پخپله د دې  معنا لري، چې اسلامي امارت لپاره په هېواد کې اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅه کوي او له دې سره خصوصي سکتور باوري کیږي.

د اقتصادي چاروکارو پوهان هم د کانونو په برخه کې  پر پانګونې ټینګارکوي او زیاتوي؛ د کانونو استخراج کولی شي، چي د هېواد اقتصادي بحران مدیریت کړي.

اقتصادي شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: زمونږ کانونه که په منظم ډول سره استخراج شي؛ نو کولی شي د هېواد اقتصادي بحران مدیریت کړي، خو مونږ باید دا خبره په ذهن کې ولرو، چې دا منابع  خلاصدیونکي دي او باید دقیق مدیریت یی وشي.

د خصوصي سکتور غړي هم د هېواد د کانونواو پطرولیم له وزارته غوښتنه کوي، چې د کانونو د استخراج په سکتور کې د پانګونې بهیر نور هم ګړندی کړي.

سوداگري

افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

Published

on

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.

دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.

د لاجورد دهلیز یوه سیمه‌ییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!