Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۴۰۵ کال لپاره له ایران سره د برښنا پېرودلو تړون وغځول شو

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.

خپور شوی

د

د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي عمومي رییس عبدالحق همکار پر مشرۍ یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال لپاره له ایراني لوري سره د برښنا پېرودلو د تړون غځولو هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې دا سفر د ایران د توانیر شرکت د برښنا مدیریت، لیږد او وېش پر بلنه ترسره شوی دی، افغان لوړ پوړي پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د برښنا د لېږد د بنسټونو د پراختیا او د وارداتي برښنا د پېرودلو په اړه د بحث او اندونو د وړاندې کولو لپاره ګډه دوه اړخیزه غونډه تر سره کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه له برښنا صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره د پرله‌پسې غونډو له لارې ګډې اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي، چې په پایله کې یې د وارداتي برښنا په اړه زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.

Published

on

ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول

د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران روانه جګړه د سیمهییزو قدرتونو له‌خوا د جګړې او نامستقیمو خبرو یو نوي پړاو ته دننه شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.

خلیلزاد زیاته کړې: د امریکا ولسمشر پر ښکاره هوکړه کړې، چې د سبا(سې‌شنبې) ګواښ ګڼل شوی تاوتریخوالی به وځنډوي؛ خو اصلي ننګونه اوس هم دا ده، چې ایران جګړې ته پر نه‌ستنېدا ټینګار کوي.

امریکا ویلي، چې د وروستۍ هوکړې نه ترلاسه کېدا به ټولو لوریو ته د جګړې د بېرته پیلولو اختیار خوندي وساتي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې «که خبرې د دوه اړخیز رضایت په ترلاسه کېدا پای ته ورسېږي؛ نو د تاوتریخوالي درېدا یوه عادي خبره ده.»

خلیلزاد ویلي؛ یوه شونې حل‌لار دا هم کېدی شي، چې د خبرو له پای ته رسېدا مخکې جګړې ته د بېرته نه ستنېدا ژمنه وشي.

ایران له دې مخکې داسې اندېښنه څرګنده کړې وه؛ امریکا پرې په داسې وخت کې برید وکړ، چې خبرې روانې وې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله  ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د مرکز جلال‌آباد ښار د انګور باغ  په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د ننګرهار د مرکز انګور باغ په ګډون د دې ولایت په شېرزاد، خوږیانيو او هسکه مېنه ولسواليو کې د سخت اورښت او چتونو پريوتو له کبله  ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د مرکز جلال‌آباد ښار د انګور باغ  په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز د دغه ولايت د والي وياند قاري احسان الله عثماني زیاته کړې؛ د شېرزاد ولسوالۍ د ګندمک کوټګۍ اړوند یوه کلی کې د یو کور چت نړیدو له کبله  یو ښځه اودوه ماشومان شهيدان شوي او همداراز د خوږيانو ولسوالۍ په پيره خېلو مشري کلي کې یوتن شهيد اودوه ټپيان شوي دي.

عثماني زياته کړې؛ د هسکې مېنې ولسوالۍ د دولت خېلو په اړوند سیمه کې د دوه کورنو چتونه نړیدلي، چې یو ماشوم شهید او دوه نور په کې ژوبل شوی دي.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې؛ سخت اورښت ګڼ کورونه د نړېدا له ګواښ  سره مخ کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!