Connect with us

لوبی

د ۲۰۲۳ کال د کرکت د نړیوالو سیالیو د اتلولۍ کپ به افغانستان ته سفر وکړي

خپور شوی

د

په هېواد کې د کرکت مینهوالو ته یو ښه زیری: د ۲۰۲۳ نړیوال جام د اتلولۍ کپ به د خپل نړیوال سفر د یوې برخې په توګه روانه اوونۍ کابل ته راورسیږي.

د کرکت نړیوالې شورا منلې، چې دا جایزه به د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د کابل له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي او خپلو مینه‌والو ته به دا فرصت ورکړي، چې د سپینو زرو دا ګران‌بیه کپ وګوري او ورسره انځورونه واخلي.

آریانا تلویزیون پر کورنیو خپرونو سربېره پر بهرنۍ کچه هم سپورتي خبرونه او پېښې افغانانو ته رسوي او په دې اړه له خپلې ژمنې سره سم ؛ خوښ دی، چې د دغې زړه راکښونکې نندارې لپاره یې د افغانستان کرکت بورد سره رسنیزه ملګرتيا او همکاري ساتلې ده.

د دې پېښې مهمې برخې به په ټول هېواد کې خپرې شي او مینه‌وال به یې وکولی شي د دې کپ د اتلولۍ سفر ان په خپلو کورونو کې وګوري.

دا دوه ورځنی سفر د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکت د اتلولۍ کپ د سفر یوه برخه ده او تمه ده، چې په ټول هېواد کې به د کرکت مینه‌وال پر ځان رامات کړي.

دا کپ، چې له سپینو او سرو زرو جوړه شوی؛ ۱۱ کیلوګرامه وزن لري، چې کرکت کوونکیو هېوادونو ته ترټولو ستره جایزه ده؛ د دې بڼې سیالیو کپ د لومړي ځل لپاره پر  ۱۹۷۵ ز. کال کله، چې په انګلستان کې لومړی نړیوال جام ترسره شو؛ ورکړشو. له هغه وخت راپدیخوا اتو بېلابېلو لوبډلو اتلولي ګټلې، چې استرالیا د پېنځه لوبو پر ګټلو له ټولو بریالۍ لوبډله ده.

د افغانستان کرکت بورد مشر میرویس اشرف په دې وروستیو کې ویلي؛ دا د ویاړ خبره ده، چې افغانستان د کرکت سیالیو د اتلولۍ کپ د سفر په پروګرام کې راغلی دی.

میرویس اشرف ويلي: مونږ ډېر وياړو، چې يو ځل بيا د کرکت د نړيوالې شورا د نرينه وو د نړيوال جام کوربه‌توب کوو.دا زمونږ د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د دې ویاړلې جایزې شاهدان شي او له کرکت نړیوالې ټولنې سره د تړاو احساس وکړي. دا زمونږ د لوبغاړو هڅونه هم ده، چې سخت کار وکړي او نړیوال جام ته چمتو شي.

د کپ سفر د سږکال پر جون  په داسې حال کې پیل شو، چې د ۱۲۰۰۰ فوټو پر لوړوالي له ځمکې وتوغول شو. د نړیوال جام د اتلولۍ کپ دغه ویاړلی سفر د ستراتو پر سفري بالون ترسره شو.

دغه سفر به پر روان کال د کوربه هېواد هندوستان د احمد آباد ښار د نریندرا مودي په لوبغالي کې، چې  د نړۍ تر ټولو لوی کرکت لوبغالی دی رسماً پای ته ورسیږي.

د کپ سفر یو میلیون مینه‌والو ته فرصت ورکوي، چې له سپینو او سره زرو څخه د جوړ ګران بیه کپ سره اړیکه ونیسي. دا کپ د ۱۸هېوادونو اړوند سیمو ته ځي، چې په پېنځه وچو کې موقعیت لري.

له ګډون کوونکیو هېوادونو څخه پر لیدنې سربېره کپ به یو شمېر مخ پر ودې هېوادونو لکه بحرین، کویت، مالیزیا، پاپوا نیو ګینا، نایجیریا، یوګاندا، فرانسه، ایتالیا او امریکا ته هم سفر وکړي، نويو او شته مینه‌والو ته فرصت ورکوي، چې د نړۍ د کرکت تر ټولو غوره جایزې ته یو ځل وګوري.

د کرکت نړیوالې شورا اجرائیوي مشر جف الاردیس د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي: د کرکت د نرینه‎وو د نړیوال جام سفر د نړۍ تر ټولو لوی د کرکت نړیوال جام ته د نسکورې شمېرنې پر بڼه یو مهم پړاو دی. په ټوله نړۍ کې د ځینو مشهورو ځایونو پر لیدلو سربېره په دې سفر کې به د هېواد له مشرانو سره د سپینو زرو مشهوره لیدنه، د ټولنیزو نوښتونو پیل او د کرکت پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ شامل وي.

هغه زیاته کړې: کرکت له یو میلیارد څخه ډېر مینه‌وال لري او مونږ غواړو د امکان تر حده ډېرو خلکو ته فرصت ورکړو، چې دې نومیالي کپ ته نږدې شي، چې تر دې ځایه پر سر راوړل شوی دی.

د کال پای

د اریانا تلویزیون، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکت د نړیوالو سیالیو د څو میاشتو له لیدو وروسته، نړیوال جام به هم هیڅ استثنا ونه‌لري او دا لوبې به پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

سږنۍ سیالۍ به له ۵۰ اوریزو بڼو سره وي. د دې جایزې لپاره به ۱۰ هېوادونه سیالي وکړي، چې وروستی ځل انګلستان په ۲۰۱۹ کې ګټلی و.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ ز. کال د اکتوبر له ۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۹ نېټې پورې په هند کې ترسره شي او پای لوبه به یې په مشهور نریندرا مودي لوبغالي کې پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اریانا تلویزیون به له سیالیو مخکې د لوبو مهالوېشونه او د خپرونې وخت خپروي؛ مینه‌وال به له نويو پرمختګونو سره تازه ساتي. بس ډاډه اوسئ، چې زمونږ اوبپاڼه او ټولنیزو رسنیو ته د تازه معلوماتو لپاره سترګې پرلاره اوسئ.

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!