تازه خبرونه
سعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه
دا مرسته، چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق له لارې چمتو او د اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) لهخوا اداره کیږي؛ د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي، ځان بسیاینې ته وده ورکړي او په سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق (AHTF) او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د یوه تړون پر لاسلیک کولو له سعودي پراختیایي صندوق (SFD) څخه په افغانستان کې د کرنې د ښهکېدا او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره ۱ میلیون ډالر پراختیایي مرسته ترلاسه کړې ده.
دا مرسته، چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق له لارې چمتو او د اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) لهخوا اداره کیږي؛ د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي، ځان بسیاینې ته وده ورکړي او په سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.
د تړون پر بنسټ دا پروژه به د ICRC لهخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ملګرتیا کې پلي شي. د پروګرام اصلي تمرکز د کوچنیو بزګرانو پیاوړتیا، د تولیدي میټودونو ښه کول او د خوړو د ناامنۍ پر وړاندې د ټولنې ټینګار لوړول دي.
د ICRC د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په کرنه کې کار کوي، چې اوسمهال له پراخو ننګونو سره مخ دي. دا پروژه هڅه کوي، چې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروګرامونو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کولو، کرنیزو بېخبناوو بیارغونې او د اوبو مدیریت پیاوړي کولو له لارې د کرنې او ځمکې ساتنې لپاره غوره شرایط رامنځته کړي.
په افغانستان کې د سره صلیب د پلاوي مشرې کاټرینا ریټز ویلي: “د سیمهییزو بزګرانو له ځواکمنولو سره مونږ نهیوازې د سمدستي خوراکي توکو رسول پیاوړي کوو، بلکې د اوږدمهاله ثبات او ټینګار په پیاوړتیا کې هم مرسته کوو.”
په ترکیه کې د اسلامي پراختیایي بانک د سیمهییز دفتر مشر ډاکټر ولید عبدالوهاب ویلي:”دا ملګرتیا ښیي، چې اغېزمنې ملګرتیاوې کولی شي سترې بشري ننګونې راکمې کړي. مونږ د سعودي پراختیایي صندوق د دې ارزښتناکې مرستې له کبله مننه کوو.”
د دې پروګرام په چوکاټ کې:
له دې خدماتو څخه له ۱۰ زره څخه ډېر خلک ګټه پورته کوي.
۷۶۱ بزګرو کورنیو ته مالي مرسته رسیږي.
۶۳ بزګران به د کرنې، آفتونو د مدیریت او اوبو لګولو په برخو کې ځانګړې روزنه ومومي.
۵۰۰ خلک به د کار په بدل کې د دوامداره نغدو پیسو په پروژو کې له کار برخمن شي.
اسلامي پراختیایي بانک او سره صلیب پخوا هم په افغانستان کې بریالۍ همکاري درلوده؛ په ۲۰۲۲ کال کې اسلامي پراختیایي بانک د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له روغتیایي پروګرام ملاتړ وکړ، چې له ۴۰ څخه زیاتو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته یې تجهیزات او درمل رسولي او شاوخوا ۱.۷ میلیون خلکو ته یې خدمات وړاندې کړي دي.
د دې نوې پروژې له پیلېدا سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې سکټور د پیاوړتیا او د خوړو د ناامنۍ د کمولو لپاره هیلې زیاتې شوې دي.
تازه خبرونه
Three drug traffickers killed along Afghanistan–Tajikistan border
Three drug traffickers were killed during an armed clash with Tajik border forces along the Afghanistan–Tajikistan border, according to local Afghan authorities.
Ehsanullah Kamgar, spokesperson for Badakhshan police, said the incident took place two nights ago when the individuals — residents of Khwahan district in Badakhshan province — were attempting to smuggle narcotics into Tajik territory.
Tajik border guards reportedly detected the group, which led to an exchange of gunfire between the two sides.
Kamgar added that based on information from the Khwahan District Police, the bodies of the three traffickers were handed over to Afghan border forces after the confrontation ended.
Authorities have not yet released details about the type or quantity of narcotics involved. Investigations into the incident are ongoing.
تازه خبرونه
د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نههویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.
د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.
ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.
خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه4 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي مرستیالې سفر
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ2 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
