Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي

جي‌شنکر د سې‌شنبې پر ورځ لوکزامبورګ ته د خپل سفر پر مهال ویلي: « په اوسني عصر او نړۍ کې راته یو داسې هېواد وښیئ، چې د خپل ګاونډ هېواد پر وړاندې پاکستان ته ورته سیاست ولري.»

خپور شوی

د

د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیم جي‌شنکر ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راپدېخوا په خپلو لویو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي.

جي‌شنکر د سې‌شنبې پر ورځ لوکزامبورګ ته د خپل سفر پر مهال ویلي: « په اوسني عصر او نړۍ کې راته یو داسې هېواد وښیئ، چې د خپل ګاونډ هېواد پر وړاندې پاکستان ته ورته سیاست ولري.»

جي‌شنکر ټینګار کړی، چې پاکستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ لپاره دولتي سیاست د وسیلې په توګه کاروي او دا چاره نه پټه ده او نه هم لنډمهاله، بلکې له لسیزو راپدېخوا روانه او ټولو ته ښکاره ساتل شوې ده.

هغه ویلي: « له لسیزو راپدېخوا تاسې دا روزنیز کمپونه لرل، چې پټ نه‌ول؛ دا ټول روزنیز کمپونه د  پاکستان په لویو ښارونو کې دي، پوره ښکاره، چې پوځ او حکومت یې ملاتړ کوي.»

د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: پاکستان سره له دې، چې پر نړیواله کچه پرې شکونه ډېر شوي؛ بیا هم هڅه کوي، چې خپلې کړنې پر نړیواله کچه مشروع وښيي.

نوموړي وایي: «دوی هڅه کوي دا عادي وښيي؛ لکه حق یې ، چې وي دا کار ترسره کوي.»

جي‌شنکر دا ډول روایتونه نور د منلو وړ نه‌ګڼي او وایي: « نور څوک پرې باور نه‌کوي. ټول پوهېږي، چې له دې فعالیتونو دولت ملاتړ کوي.»

نوموړی دا موضوع یو تریخ؛ خو نه‌منونکی واقعیت بولي او وایي، چې هند نشي کولی د پاکستان د کړنو پایلې له پامه وغورځوي. یعنې: « دا یو تریخ حقیقت دی؛ خو داسې حقیقت، چې له پامه یې غورځولی نشوو.»

همداراز نوموړي د طبیعي پېښو پر مهال د هند غبرګون ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي: لکه په سریلانکا کې توپان، په میانمار او افغانستان کې زلزله: «کله، چې هېوادونه له سترو ستونزو سره مخ کېږي او د مقابلې توان ونلري طبیعي ده؛ هغو ته مخه کوي، چې دا وړتیا لري. زمونږ په سیمه کې دا باور ورځ تر بلې پیاوړی کېږي: هغه هېواد، چې پرې باور کېدی شي؛ هند دی.»

تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ‌شمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ‌شمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.

زلمي خلیلزاد د دې وضعیت اصلي لامل د پاکستان غلط سیاستونه، د اقلیتونو ځپل، د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه او د واک تکراري پوځي تسلط ګڼلی او دا یې د پاکستان او د ګاونډ هېوادونوپه ځانګړي توګه د هغو افغانانو لپاره، چې خپله کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې؛ یوه ټراژیډي وبلله.

هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ ملکي وګړي نه، بلکې اصلي جنایت‌کاران پر نښه کوو – مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې د پاکستان له‌خوا ترسره شوي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او د دې کړنو اصلي عاملین به پر نښه شي.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ملکي وګړو او نظامي عاملانو ترمنځ توپیر کوي او هیڅکله ملکي وګړي نه پر نښه کوي.

نوموړی وایي: ” دا باید څرګنده شي، چې مونږ د  پاکستان پر پرتله ملکي وګړي نه پر نښه کوو؛ خو اصلي جنایت‌کاران، چې پاکستاني پوځیان دي، زمونږ هدف ګرځېدلي دي.”

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ( د کب درېیمه ) په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني احضار کړ او پر رسمي بنه یې ورته پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې خپل سخت اعتراض او یادښت وسپاره.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هېواد د هوایي حریم د تکراري سرغړونو او د استوګنې سیمو بمبارډ سخت غندلې او دا عمل یې د افغانستان له ځمکني بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل وباله.

افغان چارواکو همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي حاکمیت او هوایي حریم ساتنه د اسلامي امارت دیني او ملي مسوولیت دی او د ورته هر ډول عمل پایلې به بل لوري ته متوجه وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!