تازه خبرونه
په افغانستان کې د نږدې دوه ورځو لپاره د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو د ځنډېدا اغېزې
له تېرو دوه ورځو راپدېخوا افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
په ټول افغانستان کې د ټولو مخابراتي شرکتونو انټرنیټ او مخابراتي خدمات له دوه ورځو ځنډ وروسته بیا پیل شول.
له تېرو دوه ورځو راپدېخوا افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ځنډېدا د دوف ورځو لپاره له نړۍ سره د افغانستان اړیکې وننګولې.
اوسمهال افغانستان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۴۰ سیاسي ماموریتونه لري او نږدې ۲۰ سفارتونه په کابل کې فعال دي، چې د مخابراتي شبکو او انټرنیټ کارولو او اړیکو ته اړتیا لري.
د دې دوه ورځو په لړ کې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ځنډېدا په هېواد کې د آنلاین زدهکړې او سوداګرۍ بهیر زیانمن کړو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندېدا روغتیایي سکټور ته جدي ننګونې رامنځته کړې.
په روغتونونو کې روغتیایي کارمندانو ویلي، چې دوی نشي کولی له انټرنیټ پرته د وژونکو ناروغیو د کتنې پایلې ترلاسه کړي.
تازه خبرونه
داعش د کابل په شهر نو سیمه کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه
دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نههویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.
داعش خراسان د کابل د شهرنو په ګلفروشي سیمه کې پر یوه ګډ افغان او چینايي رسټورانټ د چاودنې د مسوولیت منلو تر څنګ ویلي، چې تر سره شوی برید ځانمرګی و.
دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نههویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.
داعش خراسان ته نږدې د یوې رسنۍ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو یوه رستورانټ ته له ننوتلو وروسته؛ پر چینایي وګړو او امنیتي ساتونکو خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د داعش خراسان څانګې دا ادعا هم کړې، چې په دې برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه ځواکونه، چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت درلود؛ له مرګ او ژوبلې سره مخ کړي دي.
دغه راز دوی له سند وړاندې کولو پرته د مرګ او ژوبلې شمېر ۲۵ کسان ګنلي او د چینايي وګړو د پر نښه کولو لامل یې «له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند» بللی دی.
کابل پولیسو ویلي؛ په دې چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ پر نښه شوی او وژل شوی چینایي ایوب نومی یو مسلمان او د سینګیانګ اوسېدونکی و.
دغه ګډ رسټوراتنټ Chinese Noodle نومېږي، چې د يوه چينايي سینکیانګي مسلمان( عبدالمجید او د ده د مېرمنې) او يوه افغان( عبدالجبار محمود ) له لوري په ګډه چلېده او دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تيارېدل او پلورل کېدل.
تازه خبرونه
د ایران او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو پر نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني اړیکه کې پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د افغانستان اسلامي بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره شپه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني اړیکه کې پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
دغه راز دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د آسانتیاوو پر لارو چارو بحث کړی دی.
په دې خبرو کې امیرخان متقي د ترهګرۍ او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د خپلواکۍ، امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره د ایران د ملت پر هوډ ټینګار وکړ.
متقي د سیمې د هېوادونو په چارو کې د هر راز بهرنۍ لاسوهنې غندنه وکړه، ډاډ یې څرګند کړ، چې د ایران حکومت او خلک به له ملي یووالي سره د هېواد امنیت او ملي حاکمیت خوندي کړي.
تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.
-
تازه خبرونه5 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه17 hours agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ2 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
-
تازه خبرونه14 hours agoله تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
