لوبی
په فوټسال غوره لیګ کې ظاهر اسد او آریا فورج مساوي او نورزاد ۸ پر ۲ دیار سنايي ته ماتې ورکړه
په شپږپنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد او آریا فورج لوبډلو زړهراکښونکې لوبه ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو پر تېري کوونکې لوبې یو امتیاز ترلاسه کړ.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د دوه لوبډلو پر لوبو تر سره شوې.
په شپږپنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد او آریا فورج لوبډلو زړهراکښونکې لوبه ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو پر تېري کوونکې لوبې یو امتیاز ترلاسه کړ.
په اووهپنځوسمه لوبه کې نورزاد لوبډلې وکولی شول دیار سنايي ته په پرېکنده ګولونو ۸ پر ۲ ماتې ورکړه او درې نور ارزښتناک امتیازونه یې ترلاسه کړل.
د دوشنبې د لوبې مهالوېش:
امید د جوانان میهن پر وړاندې له غرمې وروسته – ۳:۳۰
پیروزي پنجشېر د اتحاد پر وړاندې د مازیګر- ۵:۴۵
مینهوال کولی شي دا لوبې په آریانا تلویزیون ATN کې پر ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
لوبی
په روان اتلانو لیګ کې عینو مېنې او صرافان هرات لوبې وګټلې
په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرلهپسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.
د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د پنجشنبې پر ورځ پر دوه زړهراکښونکو سیالیو سره پیل شو؛ په دې یوولسمه لوبه کې عینو مېنې یوه پیاوړې لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او درې نمرې یې ترلاسه کړې.
په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرلهپسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.
د اتلانو لیګ به سبا له دوه نورو لوبو سره پیل شي.
د دې لیګ په دیارلسمه لوبه کې به ابو مسلم فراه د سهار پر ۱۰:۰۰ له سرخ پوشان خوافي سره مخ شي، او په څوارلسمه لوبه کې به سرسبز یاشلر د ماسپښین پر ۱:۳۰ له جوانان پیروز سره سیالي وکړي.
دا ټولې لوبې په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپريږي او ټول هېوادني مینهوال مو کولی شي روان پړاو پر پوره لېوالتیا وګوري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰ آوریز نړیوال کرکټ سیالیو د خپراوي حق بیا ترلاسه کړ
آریانا ټلویزیون کرکټ مینهوالو ته زیری ورکوي، چې یو ځل بیا یې په ټول افغانستان کې د دې ټلویزیون او ټولنیزو پاڼو له لارې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.
د ۲۰ آوریز نړیوال کرکټ لیګ څلورم پړاو سېشنبه( د لیندۍ یوولسمه / د ډسمبر دوهیمه ) پیل او دفاعي اتل دوبۍ کپیټلز به په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې له ډیزرټ وایپرز سره مخ شي.
آریانا ټلویزیون کرکټ مینهوالو ته زیری ورکوي، چې یو ځل بیا یې په ټول افغانستان کې د دې ټلویزیون او ټولنیزو پاڼو له لارې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.
د شپږ لوبډلو پر ګډون دا سیالۍ یا ټورنمنټ به ۳۴ لوبې ولري او د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي څوارلسمه / د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنورۍ څلورمه ) به پر پایلوبې پای ته ورسیږي.
د دې لوبو دا پړاو به د څو نومیالیو هندي لوبغاړو پر شتون نور هم زړهراکښونکی وي. تجربه لرونکي لوبغاړي لکه دنیش کارټیک، پیوش چاولا او اوموکټ چند له لیګ سره یو ځای کیږي، چې د نړۍ په ګړندۍ وده کوونکي شل آوریزو سیالیو کې د هندي لوبغاړو له پراخ شتون سره مرسته کوي.
دا لوبغاړي له نړیوالو ستورو لکه انډري راسل، کیرون پولارډ، سانیل نارین، نیکولاس پوران، ټیم ډیویډ او سیم کورن سره؛ خپلو مینهوالو ته د نړۍ پر کچه له استعدادونو څخه د ډک ټورنمنټ زیری ورکوي.
هغه لوبغالي، چې دا لوبې به په کې ترسره کیږي؛ پر لاندې ډول دي:
د دوبۍ نړیوال لوبغالی: ۱۵ لوبې
د ابو ظبي، زاید کرکټ لوبغالی: ۱۱ لوبې
د شارجې کرکټ لوبغالی: ۸ لوبې
له پرانیستونکې لوبې وروسته شارجه واریرزلوبډله، چې په تېر پړاو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره پلېآف ته رسیدلی وه؛ د ډسمبر پر درېیمه به په شارجه کې د ابوظبي نایټ رایډرز سره مخ شي.
د ۳۰ لوبو له دوه لیګونو وروسته غوره څلور لوبډلې به پلېآف ته لار ومومي او د اتلولۍ لوبه به د جنورۍ پر څلورمه په دوبۍ کې ترسره شي.
دا سیالي به د افغانستان په آریانا ټلویزیون کې د لوړ پروفایل سپورټي پېښو څخه ډک کال پای ته ورسوي؛ یو داسې کال، چې مېنهوال یې په ټول هېواد کې د یو لړ سپورټي پېښو لکه د افغانستان اتلانو لیګ، چې اوسمهال مخ پر خپرېدو دی، شاهدان دي.
دا سیالۍ له یو لړ کورنیو او نړیوالو سپورټي پېښو وروسته لکه د ۲۰۲۵ ابوظبي لس آوریزه کرکټ لیګ، د افغانستان فوټسال غوره لیګ، په فبرورۍ کې د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر اتلولي، د۲۰۲۵ هند غوره لیګ، په اګست کې د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ، د ۲۰۲۵ آی سي سي اتلانو جام، د کابل غوره لیګ (کورنی شل آوریزه کرکټ)، په ریاض کې د ۲۰۲۵ اسلامي پیوستون لوبې، په جنورۍ کې د نړیوال شل آوریزه لیګ درېیم پړاو په جون کې د ۲۰۲۵ فیفا کلبونو نړیوال جام، او ډېرې نورې اړوند پېښې رانغاړي.
په ټول افغانستان کې د دې سپورټي پېښو مېنهوال کولی شي د ډسمبر له ۲ څخه د سیالۍ د لېدلو لپاره ژوندۍ برخې ته ولاړ شي او د دې زړهراکښونکي ټورنمنټ په اړه تازه خپاره شوي معلومات وګوري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د آیایسآی هڅې ناکامې دي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
لوبی5 days agoد افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoسعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پناه غوښتونکو منل به اوږدمهاله وځنډول شي
