سیمه ییز خبرونه
په كندهاركې ديني علماوو د سولې په اړه د بشپړواك غوښتنه وكړه
پاكستان په افغانستان كې د سولې د راوستو په اړه دوه مخى سياست چلوي او رښتينى كارنه كوي.
دا څرگندونې په كندهار كې د سويلي حوزي لوړ پوړيو چارواكو، په سلگونه قومي مشرانو او ديني علماوو په يوه پراخه غونډه كې وكړې.
غونډه، چې د سولې راوستو په اړه له ديني عالمانو څخه د مرستې غوښتلو په موخه جوړه شوې وه؛ د كندهار، زابل، روزگان، نيمروز، هلمند او دايكنډي ولايتونو واليانو، قومي استازيو او ديني عالمانو گډون كړى و.
په دې غونډه کې ديني علماوو وويل:
دننه په افغانستا ن کې داسې څوک، چې په رښتيا د سولې کولو اختيار ولري نشته.
جميل څپاند د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې:
په دې غونډه كې د سويلي حوزي تنظيمه رييس اسدالله خالد، كندهار والي توريالي ويسا او د سويلي حوزې د ولايتونو حكومتي، قومي استازيو او ديني علماوو سپينې خبرې وكړي.
اسدالله خالد او توريالي ويسا د افغانستان د ناامنيو ريښه له پاكستان څخه غځيدلې وبلله او ويې ويل، چې:
پاكستان په افغانستان كې له څو لسيزو راهيسې مداخله كوي او په لوى لاس بل كړي اور ته لمن وهي؛ طالبان روزي او تل د افغانستان په اړه دوه مخى سياست چلوي.
د سويلي حوزې د ولايتونو نور واليان او چارواكي د سولې د نه راوستو په اړه د پرمختگ نه كولو لوى لامل د پاكستان مداخله ياده كړه او له هغه هېواد څخه يې په ټينگه او تنده لهجه وغوښتل، چې د خپلو گټو لپاره افغانان اور ته وانه چوي.
د حوزې اړوند قومي مشرانو او ديني علماوو د هېواد پرديني علماوو نيوكه وكړه، چې د نورو پرمختگونو په اړه لكه د بې علمۍ ، وروسته پاتيوالي او اقتصادي كمزورۍ په له منځه وړلو كې هم بې تفاوته پاتې شوي دي.
يو شمېرديني علماوو وويل، چې:
په افغانستان كې د سولې كولو لپاره څوك نشته؛ ځكه ځينې كسان د دولت او ځينې نورد طالبانو په واكنمنۍ كې ژوند كوي او دواړه لوريو ته د پرېكړې كولو واك نه وركول كيږي.
ديني عالمانو له دولته وغوښتل، چې په خپل هېواد كې ديني مدرسې جوړې او خپل ځوانان په نورو هېوادونو كې زده كړو ته اړ نه كړي؛ ځكه هغوى بده استفاده ترې كوي او د افغانانو پرضد يې روزي.
ديني علماوو د سولې په اړه د بشپړواك غوښتنه وكړه او په ټينگه يې وويل:
كه يې دولت او بهرنيان په كارونو كې مداخلې ونه كړي؛ نو د دولت په غوښتنه به مخالفين سولې كولو ته راوبولي.
هغوى پر دولت نيوكه وكړه، چې د سولې لپاره يې كارونه تشريفاتي بڼه لري او يوازې د غونډو جوړل كافي نه گڼل كيږي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ5 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
تازه خبرونه5 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول

