تازه خبرونه
په مزار شریف ښار کې د امیر علي شېر نوایي د یادګار بیارغونه پیل شوه
د مزار شریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي؛ دا پروژه به د ښاروالۍ او ځایي خلکو پر همکارۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي.
د بلخ ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په مزار شریف ښار کې د پېنځلسمې پېړۍ د مشهور ادبي او کلتوري شخصیت امیر علي شېر نوایي د یادګار د بیارغونې او ښکلا لپاره د ۱.۵ میلیون افغانیو پر لګښت یوه پروژه پیل شوې ده.
د مزار شریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي؛ دا پروژه به د ښاروالۍ او ځایي خلکو پر همکارۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې پروژه کې د کتیبې بیارغونه، د شنې سیمې جوړول، د استوګنې ځایونه، کتابتون او د امیر علي شېر نوایي د ژوند او ادبي کارونو په اړه د معلوماتي تختو لګول شامل دي.
عبدالرحمن همت وایي: “زمونږ هدف د ملي او تاریخي شخصیتونو ارزښتونه ساتل، د ښار ښکلا لوړول او د ښاریانو لپاره کلتوري چاپیریال چمتو کول دي.”
د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکو له دې کاره هرکلی کړی او دا یې د کلتوري هویت د ژوندي ساتلو، د تاریخي شخصیتونو د معرفي کولو او د ښار د ښکلا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله.
امیر علي شېر نوایي د پېنځلسمې پېړۍ یو مشهور ادبي، سیاسي او کلتوري شخصیت و، چې له خپلو علمي آثارو، شعرونو او کلتوري خدماتو سره د سیمې په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
تازه خبرونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.
دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.
سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نهشوې.
دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.
د سیګار دفتر تړلکېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی3 days agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی2 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
تازه خبرونه5 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
-
لوبی5 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
