Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې سېلابونو ۱۳ کسانو ته مرګ او ژوبله واړوله

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس صدیق الله قریشي بدون زیاته کړې؛ دا سېلابونه په رودات، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې راوتلي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۹, ۱۴۰۴

د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله پېنځه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس صدیق الله قریشي بدون زیاته کړې؛ دا سېلابونه په رودات، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې راوتلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې سېلابونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، عام سړکونه او یو شمېر پلچکونه هم ویجاړ شوي دي.

تازه خبرونه

په لغمان کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه وموندل  شوه

د ملي دفاع وزرارت د څرګندونو له مخې؛ دغه وسلې او مهمات د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د میل درې په اړوند سیمه کې کشف او وموندل شوې.

Published

on

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ګڼشمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزرارت د څرګندونو له مخې؛ دغه وسلې او مهمات د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د میل درې په اړوند سیمه کې کشف او وموندل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په یادو وسلو او مهماتو کې ۲۲۶ بکسې د دهشکې، زیکو-۱، ام-۲۴۰ او ام -۱۶ مرمۍ او ګڼ‌شمېر بېلابېلې وسلې او پوځي تجهیزات تر لاسه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

داعش د کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نهه‌ویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.

Published

on

داعش خراسان د کابل د شهرنو په ګل‌فروشي سیمه کې پر یوه ګډ افغان او چینايي رسټورانټ د چاودنې د مسوولیت منلو تر څنګ ویلي، چې تر سره شوی برید ځانمرګی و.

دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نهه‌ویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.

داعش خراسان ته نږدې د یوې رسنۍ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو یوه رستورانټ ته له ننوتلو وروسته؛ پر چینایي وګړو او امنیتي ساتونکو خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د داعش خراسان څانګې دا ادعا هم کړې، چې په دې برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه ځواکونه، چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت درلود؛ له مرګ او ژوبلې سره مخ کړي دي.

دغه راز دوی له سند وړاندې کولو پرته د مرګ او ژوبلې شمېر ۲۵ کسان ګنلي او د چینايي وګړو د پر نښه کولو لامل یې «له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند» بللی دی.

کابل پولیسو ویلي؛ په دې چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ پر نښه شوی او وژل شوی چینایي ایوب نومی یو مسلمان او د سینګیانګ اوسېدونکی و.

دغه ګډ رسټوراتنټ  Chinese Noodle نومېږي، چې د يوه چينايي سینکیانګي مسلمان( عبدالمجید او د ده د مېرمنې) او يوه افغان( عبدالجبار محمود ) له لوري په ګډه چلېده او دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تيارېدل او پلورل کېدل.

د یادونې ده، چې دې خونړۍ پېښې پر مرګ او ژوبلې سربېره د هوټل شاوخوا کورونو او دوکانونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سوداګرۍ او صادراتو لپاره د آریانا ځانګړې الوتکه کابل ته راورسېده

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

Published

on

د آریانا افغان هوايي شرکت د وروستیو مهمو پرمختګونو په لړ کې د دغه شرکت بوینګ ۷۳۷–۳۰۰ ډول یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي نهه‌ویشتمه ) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د کابل– دهلي د سوداګریزو او صادراتي توکو د لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي؛ دا اقدام د هېواد د ملي سوداګرو پر وړاندې د آریانا د ژمنو یوه برخه ده، چې د هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د پراختیا لپاره ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د کارګو د پراختیا، د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټي وړتیا د لوړولو هڅې به روانې وي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د صادراتو د بهیر چټکتیا او د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو کمولو کې مهم رول ولوبوي.

آریانا افغان هوايي شرکت زیاته کړې؛ د دې کارګو الوتکې له فعالېدو سره به ملي سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز توکي پخپل وخت، خوندي، منظم، چټک او پر ټیټه بیه نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.

ویل کیږي، چې دا شرکت د هوايي کارګو په برخه کې معیاري، باوري او سیالو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې یو مهم سوداګریز او ټرانزیټي مرکز شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!