سوداگري
په پنجشېر کې پر کورنیو پانګوالو ۶۰۰۹ قیراطه زمرد وپلورل شول
په دې داوطلبۍ کې پر کورنیو پانګوالو سربېره امریکایي پانګوالو هم ګډون درلود، چې یاد زمرد په کې په لوړه بیه وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفترویلي، چې په دې ولایت کې د سې شنبې پر ورځ( د لړم نههویشتمه) د داوطلبۍ له لارې ۶۰۰۹ قیراټه زمرد پر ۳۰۵ زره ۹۱۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
په دې داوطلبۍ کې پر کورنیو پانګوالو سربېره امریکایي پانګوالو هم ګډون درلود، چې یاد زمرد په کې په لوړه بیه وپلورل شول.
د پنجشېر والي محمد اغا حکیم ویلي؛ د زمردو له ازاد پلور سره په پنجشېر که نه یوازې خلکو ته کاري زمینې برابرې شوې دي، بلکه ورسره د ځایي خلکو د سوداګرۍ یوه نوې لړۍ هم پيل شوې، چې پخوا د دې ولایت خلکو ترې بې برخې ول.
دغه راز د دې داوطلبۍ ګډونوالو د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه له ولایتي ادارې مننه کړې، چې د پنجشېر زمرد ته یې ښه بازار موندنه کړې ده.
ویل کیږي، چې د پنجشېر ولایتي ادارې د زمردو د استخراج په اړهنه یوازې د نړيوالو پانګوالو او مسلکي وړتياوو د جلب هڅې کړي، بلکې ولسونه هم خوښ دي، چې ځوانانو ته يې کاري بوختیاوې پیداشوې دي.
سوداگري
د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.
ګالوزین د سرخاندریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.
هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.
هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.
دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.
ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.
هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.
سوداگري
افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګهونه پراخوي
د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګهوالو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګهوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي: دا وزارت ژمن دی، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګهونه پراخه کړي؛ کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته پوره فرصتونه برابر کړي.
د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګهوالو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګهوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.
چارواکي ټینګار کوي، چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، اوبو لګولو، د محصولاتو بسته بندۍ، زیرمهکولو، ټرانسپورټ او سړو خونو په برخو کې پراخه وړتیا لرو او د خصوصي سکټور غړي کولی شي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې استازي هم وايي، چې که وزارت د ځمکې تخصیص او تخنیکي همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ کورني پانګهوال به په دې برخه کې پانګهونې ته ډېر لېواله شي.
دغه راز ځینې خصوصي پانګهوال د کرنې وزارت پر فعالیت نیوکه کوي او وايي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان د لوړ ظرفیت سره – سره د محصولاتو معیاري کولو او ځانبسیاینې ترلاسه کولو لپاره کافي ګامونه اخیستل شوي ندي.
اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور مناسب او موخهییز پرمختګ کولی شي د هېواد لپاره د میلیارډونو ډالرو پانګونې فرصتونه رامنځته کړي او له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د پانګهونې د راجلبولو لپاره ورته هڅوونکې کڅوړې وروپېژني.
سوداگري
د افغان – ازبک د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴.۸ میلیون ډالرو هوکړهلیکونه لاسلیک شول
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو د غړو ترمنځ د اړیکو کنفرانس او سوداګریزو غونډو پر مهال په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د همکارۍ ستاینه وکړه، افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یو باوري ملګری وباله او په هېواد کې یې د پانګونې پراخو پر فرصتونو ټینګار وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو تړون ته هم نغوته او اشاره وکړه، چې پر بنسټ یې له افغانستان څخه ازبکستان ته د څو توکو صادرات آسانه کیږي.
دغه راز د نمګان ولایت والي ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ازبکستان لپاره هم ډېر اړین دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري کولی شي د سیمهییزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک پر بنسټ په افغانستان کې د چرګانو د فابریکې جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو سوداګرۍ، د وچو مېوو او سابو صادراتو، د خوړو او تېلې توکو واردول، د هګیو د چرګانو تولید او د سپورټي خدمتونو په اړوند برخو کې به همکاري پراخه شي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ4 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
نړۍ3 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه3 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
