تازه خبرونه
په پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.
المرصاد رسنۍ د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: زلمی بدخشي، چې د داعش خراسان څانګې لهخوا په کندوز ولایت کې د کابل بانک پر څانګې د برید له اصلي طراحانو څخه و؛ په پېښور ښار کې د ناڅرګندو وسلهوالو د برید له کبله وژل شوی دی.
بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.
هغه په مستقیم ډول د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر یوولسمه د کندوز پر کابل بانک د برید پلان جوړولو مسوول و، چې په کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شول.
المرصاد دا هم لیکلي، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه په تیراه دره کې د داعش پر مرکزونو د لیزري لرلیدونو پر کارولو عملیات ترسره شول، چې په کې د دې ډلې ۱۰ غړي ووژل شول.
همدارنګه د مارچ پر لومړۍ د اورکزو د تورکاڼي او نریک غلجو په اړوند سیمو کې یو برید وشو، چې له کبله یې د داعش د دوه قومندانانو( عبدالرحمن(ابو ناصر) او ملا فاروقي ) په ګډون نهه غړي ووژل شول.
تازه خبرونه
ترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې پر ورځ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا له نارسمي غونډې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.
فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”
هغه یادونه کړې؛ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې څو غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې هېوادونو کې ثبات د دوی لپاره اړین دی.
فیدان زیاته کړې، چې د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه هم بحث کړی دی.
تازه خبرونه
خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې د ښځو د نړیوالې ورځې پر مناسبت د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ نجونو او ښځو ته اجازه ورکړئ، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ولاړې شي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
دې بنسټ څرګنده کړې؛ هغه عام بنسټونه، چې یو وخت یې په افغانستان کې ښځې او نجونې سره یوځای کولې اوس تړل شوي دي.
دغه راز یې ټینګار کړی، چې دا ډول وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ دا هم ویلي: کله، چې نړیواله ټولنه له افغان ښځو سره ودریږي؛ معنالرونکی بدلون اوس هم شونی دی.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې اوس هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې او پوهنتونونو ته د ښځو لاسرسی محدود پاتې دی، چې د نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو د بېلابېلو ډلو پراخه اندېښنه یې راپورته کړې ده.
اسلامي امارت ويلي، چې د ښځو ټول حقونه تضمین شوي او د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړئ – د عدلیې وزیر
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.
عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.
ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.
-
نړۍ3 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه5 days agoبیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoیوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروانو نښتو ارزونه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې
