تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د یوناما ماموریت په اړه د ملگرو ملتونو غونډه
تازه خبرونه
سېلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ له افغان ماشومانو سره د مرستې روانې هڅې
د یونیسف د راپور له مخې، سېلابونو په ټوله کې ۱۱۶۸ کورنۍ زیانمنې کړې او ۱۱۶۴ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(یونیسف) د تازه بشري وضعیت په اړه راپور ښیي، چې د روان کال په جولای کې د ۱۴ ولایتونو ناڅاپي سېلابونو د څه باندې زر کورنیو ژوند اغېزمن کړی دی.
د یونیسف د راپور له مخې، سېلابونو په ټوله کې ۱۱۶۸ کورنۍ زیانمنې کړې او ۱۱۶۴ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.
راپور زیاتوي، د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له کبله ۲۳ کسان مړه شوي او د شاوخوا زر کورنیو د اوبو رسولو خدمتونه ګډوډ شوي دي.
یونیسف ویلي، چې د اساسي روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره یې له ۲۳۹۳ ثابتو او ۱۶ ګرځنده روغتیایي مرکزونو سره مرسته کړې او په ټول افغانستان کې یې د ناروغیو ۲۴۵ پېښو ته رسېدنه کړې ده.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د جولای په میاشت کې شاوخوا ۱۸۳ زره له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شوي دي.
د اوبو، حفظالصحې او روغتیا په برخه کې شاوخوا ۹۶ زره او ۳۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی، له ۸۹ زره ډېرو کسانو له بنسټیزو حفظالصحې خدمتونو ګټه اخیستې او ۱۸۰ زره او ۸۱۴ کسانو ته د اوبو او حفظالصحې اړین توکي برابر شوي دي.
یونیسف او شریکانو یې په جولای کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له پلوه هم کتلي، چې ۱۰۴ زره او ۶۰۲ ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره بستر شوي دي.
د راپور له مخې، په همدمره وخت کې ۱۰.۳ میلیون له شپږ څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د ای ويټامین بشپړونکي درمل هم ورکړ شوي دي.
یونیسف ټینګار کړی، چې د بشري ننګونو له شتون سره – سره په افغانستان کې زیانمنو ماشومانو او کورنیو ته د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظالصحې خدمتونو د رسولو هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او قرغزستان استازو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د سپټمبر پر څوارلسمه په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د عملي همکاریو پر روانو چارو خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قرغزستان بهرنیو چارو له وزیر ژینبېک کولوبایف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د سپټمبر پر څوارلسمه په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د عملي همکاریو پر روانو چارو خبرې وکړې.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصادي او پانګیزو همکاریو پر پراختیا ځانګړې پاملرنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې خبرو کې افغان لوري قرغزستان ته د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې او شپږمو نړیوالو کوچي لوبو د بریالي تنظیم او همدارنګه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غیر دایمي غړي په توګه د دغه هېواد د ټاکل کېدا له کبله مبارکي ویلې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان بیارغونه باید پر کورنیو پانګونو ولاړه وي – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي؛ په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه: شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو او ګټو د پلي کولو لپاره د بیارغونې او پراختیا پروژې پلې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان بیارغونه باید له کورنیو امکاناتو، کورنیو پانګونو او د افغان سوداګرو له پانګې پر ګټنې ترسره شي او هېواد باید پر بهرنیو مرستو او پروژو ولاړ نهوي.
مجاهد ویلي؛ په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه: شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو او ګټو د پلي کولو لپاره د بیارغونې او پراختیا پروژې پلې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، که څه هم په افغانستان کې ځینې پروژې پلې شوي؛ خو د هېواد د اړتیاوو پر پرتله کافي نهوې او د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال افغانستان ته د پام وړ زیانونه هم اوښتي دي.
مجاهد ټینګار کړی، چې افغان سوداګر او پانګهوال باید د هېواد په بیارغونه او اقتصادي ودې کې بنسټیز رول ولري.
هغه زیاتوي؛ اسلامي امارت هڅه کوي افغان سوداګر او پانګهوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي، چې د بیارغونې او پراختیا بهیر د کورنیو پانګونو له لارې پر مخ یووړل شي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او ځانبسیاینې ته اړینه ده.
هغه ویلي، چې د افغانستان اوږدمهاله پراختیا باید په پای کې د افغانانو پر خپلو هڅو، پانګې او امکاناتو ولاړه وي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoله پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار5 days agoڅار: افغانستان سره د مرستو پر دوام د ملګرو ملتونو ټینګار
-
څار3 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
