تازه خبرونه
د دولتي معاشونو د قانون طرحه د نصاب د نه بشپړيدو له کبله له تصویب پاتې شوه
ولسي جرګه د دولتي معاشونو د قانون طرحه د اساسي قانون خلاف بولي او وایي چې په دې طرحه کې ځینې بنسټونه شته چې تر اوسه قانوني مشروعیت نه لري.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایی چې ځینې لوړپوړي چارواکي له نورو بنسټونو او سفارتونو هم معاشونه اخلي او په دې امتیازاتو یې باید له سره کتنه وشي.
د ولسي جرګې د چهار شنبې په غونډه کې د دولتي معاشونو د قانون طرحه چې دوه څپرکي او اته مادې لري، تر بحث لاندې ونیوله.
په دې طرحه کې ځینو چارواکو ته معاشونه ټاکل شوي دي:
۱- اجراییه رییس ۲۷۶۵۰۰ افغانۍ
۲- د اجرایه ریاست مرستیالان ۲۲۷۵۰۰ افغانۍ
۳- د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی ۲۲۷۵۰۰ افغانۍ
۴- د ملي امنیت سلاکار ۱۹۵۰۰۰ افغانۍ
۵- په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ۱۹۵۰۰۰ افغانۍ
۶ د ملي امنیت رییس ۱۹۵۰۰۰ افغانۍ
۷- د چارو د ادارې رییس ۱۷۲۲۵۰ افغانۍ
۸- د اساسی قانون د تطبیق پر سر د څارنې دکمیسیون رییس ۱۶۲۵۰۰ افغانۍ
۹- د ټاکنیزو شکایتونو د کمسیون رییس ۱۶۲۵۰۰ افغانۍ
۱۰- د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس ۱۶۲۵۰۰ افغانۍ
۱۱- د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رییس ۱۶۲۵۰۰ افغانۍ
د ولسي جرګې ځینې غړي له دې طرحې سره مخالف دي او وایي ځینې بنسټونه قانوني مشروعیت نه لري او تر څنګ یې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو دغه معاشونه عادلانه نه دي.
په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشر دوست:
“ دغه چارواکي د ځینو بنسټونو او سفارتونو له لوري معاشونه اخلي، باید د دوی مصارف وسنجول شي. مونږ له دغو معاشونو سره موافق نه یو.“
صالح محمد سلجوقي ولسي جرګه – هرات:
“ په دغې طرحه کې داسې بنسټونه شته چي تر اوسه قانوني مشروعیت نه لري او باید لومړی د دوی مشروعیت د قانون پر بنسټ معلوم شي.“
نقیب الله فایق ولسي جرګه – فاریاب:
“ تر هغو چې د حکومت دریځ د ولسي جرګې د کار د دوام په اړه مشخص نه شي، باید قانون ته رایه ورنکړو،ځکه چې دوی خو د پارلمان دروازه تړي او په دې سره د اجراییه ریاست دروازه هم باید وتړل شي، نو معاشونه ولې تصویب کړو.“
ولسي جرګې په دې طرحې زیات بحث وکړ؛ خو د نصاب د نه بشپړيدو له کبله له تصویب پاتې شوه.
خبریال: عبدالعزیز کریمی
International Sports
مکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.
د فیفا ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې پر شپه د کوربه هېواد مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ پر پرانیستونکې لوبه پیل کېږي. دا لوبه د مکسیکو په آزتکا لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.
دا لوبه د ۲۰۱۰ز. کال د نړیوال جام د پرانیستې لوبې یاد هم تازه کوي؛ هغه وخت مکسیکو او جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې ۱-۱ مساوي شوي وه، چې د افریقا په وچه کې لومړنی نړیوال جام و.
تمه ده، چې له ۸۰ زره ډېر نندارچیان په آزتکا لوبغالي کې حضور ولري. دا لوبغالی به لومړی داسې لوبغالی وي، چې درې ځله د نړیوال جام د پرانیستې لوبې کوربهتوب کوي؛ مخکې هم د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کالونو پرانیستې لوبې په کې شوې وې.
مکسیکو، چې د نړۍ په درجه بندۍ کې څوارلسم مقام لري؛ د A ګروپ له قوي لوبډلو څخه ګڼل کېږي او غواړي د کوربهتوب له امتیازه پر ګټه اخیستنې د سیالیو پیل پر بریا وکړي. دا لوبډله په وروستیو ۸ لوبو کې ماتې شوې نهده او د ګانا، استرالیا او سربیا پر وړاندې یې روزنیزې لوبې ګټلې دي.
دغه راز جنوبي افریقا له ۲۰۱۰ز.کال وروسته بېرته نړیوال جام ته راستنه شوې او دا یې څلورم ګډون دی. که څه هم دا لوبډله د نړۍ په درجه بندۍ کې شپېتمه ده؛ خو روزونکی هوګو بروس باور لري، چې لوبغاړي یې کولی شي کوربه لوبډله له ننګونې سره مخ کړي.
هغه ویلي: «زمونږ لپاره دا یوه ډېره ښه تجربه ده. اړینه ده، چې د لوبې پر پلان ولاړ پاتې شو او په لوبغالي کې پر پېښو راوڅرخیږو.»
د جنوبي افریقا چمتووالی د ویزو د ځنډ له کبله یو څه اغېزمن شوی؛ خو لوبډله هیله لري، چې ۱۶ کلونو مخکې ته ورته دا ځل هم مکسیکو ته ستونزې جوړې کړي.
جنوبي افریقا په تېرو څلور مخامخ سیالیو کې مکسیکو دوه ځله ګټلې؛ یوه بریا یې ترلاسه کړې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.
دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ پیلېږي او په افغانستان کې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون او آریانا FM راډیو له لارې خپرېږي.
د لوبو مینهوال کولی شي د شپې له ۱۰:۳۰ څخه د لوبې ځانګړی پیلیز پروګرام وګوري.
تازه خبرونه
د افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.
روسیې د شانګهای همکاریو ټولنې د افغانستان د تماس ډلې له بیا فعالېدا ملاتړ څرګند کړی او وایي، چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ له افغانستان سره د دې سیمهییز چوکاټ له لارې د اړیکو د بیا پیل لپاره پراخ ملاتړ موجود دی.
د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.
حکیموف وایي:« مونږ باور لرو، چې د شانګهای همکاریو ټولننې د افغانستان تماس ډله، چې په ۲۰۰۷ز.کال کې جوړه شوې وه؛ باید خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا لیدلوری د ټولنې دننه حاکم دی.»
هغه زیاته کړې، چې د دې میکانیزم د بیا فعالېدو هڅو هغه مهال نو زور واخیست، چې د تېر کال په سپټمبر کې د تاجکستان پر نوښت د افغانستان په اړه ځانګړې سلا مشورې په دوشنبه ښار کې ترسره شوې. د ګډونوالو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د دې ډلې د بیا فعالېدا او د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه د همغږۍ د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شي.
حکیموف ټینګار کړی، چې د کړنلارې اړوند ستونزې اوس هم پر ځای دي؛ ځکه د تماس ډلې مشري په دودیز ډول د شانګهای همکاریو ټولنې پړاویزه مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د استازي لهخوا په ګډه ترسره کېږي.
هغه ویلي؛ تر هغې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې غړو هېوادونو اسلامي امارت پر رسمیت نهوي پېژندلی، د دې میکانیزم د بیا فعالېدا بهیر به ښايي تدریجي پر مخ ولاړ شي.
تازه خبرونه
د ترکیې استانبول د افغانستان او پاکستان د نارسمي خبرو کوربه و
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.
د بشري مرستو بنسټ (IHH) ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نارسمي خبرو اترو د بهیر (Track 1.5) دوهیمه غونډه د جون پر اتمه او نهمه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې ده.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.
قطر او ترکیې هم د دغو خبرو اترو په آسانتیا کې ونډه لرلې ده.
د IHH بنسټ ټینګار کړی، چې د ورته غونډو د لړۍ روان ساتل کولی شي د کړکېچونو د کمېدا، د همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
دا خبرې اترې داسې مهال ترسره شوي، چې د پاکستان د پوځ په وروستیو بریدونو کې د افغانستان د ۳ ولایتونو ۱۳ ملکي وګړي د ماشومانو او یوې ښځې په ګډون وژل شوي شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports2 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
تازه خبرونه5 days agoامنیت شورا دې له افغانستان سره تعامل ته لومړیتوب ورکړي – اسلامي امارت
-
سوداگري3 days agoد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ته په ازبکستان کې له امریکايي پانګوالو سره د لیدنې بلنه ورکړ شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران هرمز تنګي ته نږدې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا سیمهییزې پوځي اډې وویشتلې
-
لوبی3 days agoهارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
-
نړۍ4 days agoد جرمونو نړیوالې محکمې د لوی څارنوال دنده وځنډېده؛ وروستۍ پرېکړه به غړي هېوادونه کوي


