سیمه ییز خبرونه
د بلخ مرستيال والي محمد ظاهر وحدت له يوه ځانمرګي بريد روغ ووت
دا بريد د مزارشريف ښار په كارته آريانا سيمه كې هغه وخت وشو، چې د بلخ ولايت مرستيال محمد ظاهر وحدت خپل دفتر ته روان و. د بلخ د امنيې قومادان وايي، په دې بريد كې د والي مرستيال ته زيان نه دى رسېدلى.
دا بريد د يكشنبه په ورځ ( د لړم ۲۶ ) د يوولسو بجو په شاوخوا كې وشو.
د بلخ ولايت په مرستيال دا بريد د مزارشريف ښار په كارته آريانا كې د يوه ښوونځي مخې ته شوى دى، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر لېرې سيمې يې شيشې ماتې كړي دي.
د بلخ د امنيې قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي:
په دې پېښه كې د بلخ ولايت مرستيال ته زيان نه دى رسېدلى، خو د ښوونځي يو زده كوونكى وژل شوى او څلور تنه نور، چې دوه يې ملكي وګړي دي ټپيان دي.
د بلخ د امينې قوماندان زیاتوي، چې بريد د دولت وسله والو مخالفينو كړى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم د دولت وسله والو مخالفينو خبر دارى وركړى و، چې وسله وال مخالفين غواړي د عاشورا په ورځ بريد وكړي، خو د سختو امنيتي تدابيرو له وجې په دې ورځو كې په بلخ كې كومه پېښه ونه شوه.
د بلخ په مرستيال والي د تېرې جمعې په ورځ د سمنګانو په دره صوف ولسوالې كې هم خلكو د ډبرو او لرګيو حمله كړې وه، چې تراوسه يې لامل نه دى روښانه شوى.
سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، ۹ کسانو او شرکتونو په چین او هانګ کانګ کې د ایران د پوځي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د پېرلو زمینه برابره کړې ده. همدارنګه د هانګ کانګ یو شرکت، چې د ایران د پټو بانکي شبکو له لارې یې فعالیت کاوه، هم د دغو بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.
امریکا په چین او هانګ کانګ کې ۱۱ کسان او بنسټونو د ایران سپاه پاسداران او پوځ ته د وسلو پر برابرولو تورن کړي دي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، ۹ کسانو او شرکتونو په چین او هانګ کانګ کې د ایران د پوځي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د پېرلو زمینه برابره کړې ده. همدارنګه د هانګ کانګ یو شرکت، چې د ایران د پټو بانکي شبکو له لارې یې فعالیت کاوه، هم د دغو بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ایران او بلاروس کې مېشت دوه شرکتونه او څو کسان هم د ایران د دودیزو وسلو له فعالیتونو سره د تړاو له کبله تحریم کړي دي.
واشنګټن وايي، دا اقدامات د دې لپاره دي، چې د ایران د پوځي تجهیزاتو د برابرولو وړتیا محدوده او د دې هېواد د وسلو اړوند فعالیتونه وځپل شي.
سیمه ییز خبرونه
په کشمیر کې د پاکستان پوځي چورلکه راغورځېدلې؛ ټولې سپرلۍ یې وژل شوي
د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: « د پاکستان پوځ د هوايي ځواک یوه Mi-17 چورلکه نن د تخنیکي ستونزې له کبله مظفرآباد ته نږدې راوغورځېده. هېڅوک ژوندي نهدي پاتې شوي.»
د پاکستان پوځ ویلي؛ د کشمیر مظفرآباد ته نږدې یې یوه پوځي چورلکه راغورځېدلې او ټولې سپرلۍ یې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: « د پاکستان پوځ د هوايي ځواک یوه Mi-17 چورلکه نن د تخنیکي ستونزې له کبله مظفرآباد ته نږدې راوغورځېده. هېڅوک ژوندي نهدي پاتې شوي.»
د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې، د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او د پېښې د لامل د څېړلو لپاره یو پلاوی هم ګومارل شوی دی.
رویټرز ته یوه عیني شاهد ویلي، چې چورلکه د پورته کېدا پر مهال راغورځېدلې او اور یې واخیست. دې شاهد زیاته کړې، چې اوروژونکي د اور د مهارولو هڅه کوي.
سیمه ییز خبرونه
ایران هرمز تنګي ته نږدې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا سیمهییزې پوځي اډې وویشتلې
دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ تر ټولو ستره پوځي مخامخکېدنه ګڼل کېږي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي شاوخوا ته د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د چارشنبې پر ورځ د امریکا د اردن یوه پوځي اډه او د خلیج د هېوادونو پر ۲۱ نورو هدفونو بریدونه کړي دي.
دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ تر ټولو ستره پوځي مخامخکېدنه ګڼل کېږي.
د ایران بریدونه، چې په کویټ او بحرین کې یې هم ځینې هدفونه ویشتي دي؛ له هغې وروسته وشول، چې د امریکا پوځ هرمز تنګي ته نږدې د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو، ځمکني کنټرولي مرکزونو او څارنیز رادارونو ویشتل اعلان کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه بریدونه د یوې امریکايي اپاچي چورلکې د نسکورېدا په ځواب کې ترسره شوي دي.
ټرمپ ویلي: « زما پر اند ځواب باید ډېر پیاوړی او پرېکنده وي او همداسې وشول.»
د کړکېچ زیاتېدا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د احتمالي هوکړې هیلې نورې هم کمزورې کړې دي؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ پر اتهویشتم د امریکا او اسرائیل پر ګډو بریدونو پیل شوې وه.
ایران د امریکا د پوځي اډو کوربه هېوادونه پر نښه کړي او د هرمز تنګي له لارې یې تګ راتګ هم محدود کړی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او د طبیعي مایع ګاز د لېږد اړینه لار ګڼل کېږي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې هوايي عملیات یې شاوخوا څلور ساعته روان ول او نږدې ۲۰ ایراني هدفونه یې هدف ګرځولي دي.
ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د قشم ټاپو او د سیریک بندر هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. همداراز په بندرعباس او د جاسک په شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سپاه پاسداران ویلي، چې په اردن کې یې د «الازرق» پوځي اډې څلور برخې په لرېواټن ویشتونکو توغندیو ویشتلې دي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د اف-۳۵ جنګي الوتکو تمځایونه او د قومندې او کنټرول یو مرکز هم تر برید لاندې راغلي دي.
دغه راز د اردن وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د ایران له لوري د الازرق اډې پر لور توغول شوي پېنځه توغندي یې شنډ کړي دي. د اردن پوځ ویلي، چې د دغو توغندیو پاتې شوني د هېواد په خاوره کې لوېدلي، خو ځاني او مالي زیان یې نهدی اړولی.
د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه له متخاصمو هدفونو سره پر مقابله بوخت دي. دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې سپاه پاسداران په کویټ کې د «علي السالم» امریکايي اډې پر بېپیلوټه الوتکو د ویشتو ادعا وکړه.
سپاه دا ادعا هم کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا د بحري ځواک پېنځمه بېړۍ پر بېپیلوټه الوتکو ویشتې ده او خبرداری یې ورکړی، چې که جګړه دوام وکړي، غبرګون به یې نور هم سخت وي.
له دې سره هممهاله په آسیايي بازارونو کې د تېلو بیه د لومړنیو راکړو ورکړو پر مهال شاوخوا یو سلنه لوړه شوې ده.
د اپاچي چورلکې د نسکورېدا پېښه
د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د سېشنبې پر ورځ د امریکا یوه اپاچي چورلکه د ایران د یوې بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته نسکوره شوه.
ټرمپ ویلي، چې د چورلکې دواړه پیلوټان روغ پاتې شوي دي.
ایراني دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي په سیمه کې هيڅ بریدیز هوايي عملیات ترسره شوي نهدي.
د امریکا پوځ ویلي، چې د بحري ځواک یوې بېپیلوټه الوتکې د عمان ساحل ته نږدې د چورلکې عمله ژغورلې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ناڅاپي پېښو او ناغوښتلو نښتو خطر زیاتوي او د خطر د کمولو غوره لاره د هغوی وتل دي.
د دغې پېښې له کبله د سولې هوکړې او د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستې هڅې له نویو ستونزو سره مخامخ شوې دي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې هره احتمالي سولهییزه هوکړه باید ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي، خو تهران دا ادعا ردوي.
له بلې خوا، ایران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدا، د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدا او پر هرمز تنګي د خپل کنټرول د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.
-
تازه خبرونه5 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري4 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
لوبی4 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تازه خبرونه5 days agoد کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې روانې دي – د افغانستان برښنا شرکت

