Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

خپور شوی

د

په نړۍ کې د جګړو د زیاتېدا او د بشري مرستو د کمېدا له کبله په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

د دې بنسټ د ماین پاکۍ برخې مسوولې کازومي اوګاوا ویلي، چې دفاعي لګښتونو ته د هېوادونو د پاملرنې له کبله د مالي سرچینو کمښت پر بشري پروګرامونو مستقیم اغېز کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې پر منځنۍ کچه هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو زیات ککړ ګڼل کېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام د ملکي وګړو؛ په ځانګړي توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ دی.

په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېر یو کال کې ۴۷۴ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰۰ کیلومټر مربع څخه زیاتې ځمکې اوس هم د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله ککړې دي، چې شاوخوا اووه میلیون کسان له خطر سره مخ کوي.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال ۱۵۵ د ماین پاکۍ ډلې د ۱۰ پروګرامونو په چوکاټ کې د ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کار کوي، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دې فعالیتونو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم راپور ورکړی و، چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله له مرګ او ژوبلې سره مخ کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

تازه خبرونه

امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس

د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.

Published

on

 

اسوشیټډ پرس خبري آژانس د یکشنبې پر ورځ د محکمې د اسنادو د څرګندونو له مخې  راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي په دې هېواد کې نیول شوي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.

د افغان کډوالو د حقونو مدافع ډلې«افغان ایوک» دغه پرېکړه غندلې او د هغو افغانانو د پخوانیو همکارانو په اړه یې د پایلو خبرداری ورکړی، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

دغه پرېکړه د یو شمېر ډیموکراټو قانون‌جوړوونکو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.

ډیموکراټ سناټور ریچارډ بلومنټال ویلي، چې امریکا له هغو افغانانو سره پر کړې ژمنې پښېمانه ده، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د ویرجینیا ایالت سناټور ټیم کین هم ویلي: « زموږ افغان همکارانو له امریکا سره د مرستې لپاره خپل هر څه له خطر سره مخ کړل. اوس ټرمپ غواړي د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ولېږدوي؛ د هغوی د سرښندنو په بدل کې خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو شخړو کې به د امریکا لپاره د مرستې ترلاسه کول خورا ستونزمن کړي.»

له دې مخکې د ټرمپ حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدنې هغه پروګرام درولی و، چې د جوبایډن د حکومت پر مهال پیل شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د داعش غړی اوغور بهادر اسلام‌آباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.

Published

on

 

سرچینو ويلي؛ د ترکیې وګړی او د داعش غړی اوغور بهادر د اسلام‌آباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت مستونګ سیمې ته تللی او هلته یې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې روزنه ترلاسه کړې وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.

د سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بهادر د مستونګ په یوه روزنیز کمپ کې د روزنې په شپږمه دوره کې ګډون کړی و او هلته یې د« عبدالرحمان» مستعار نوم کاراوه. نوموړی له روزنې وروسته د نورو لارښوونو تر ترلاسه کولو پورې په «معاویه»نومي روزنیز مرکز کې پاتې شوی و.

سرچینو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال د فبرورۍ په وروستیو کې د داعش د مستونګ روزنیزو کمپونو له ویجاړېدا وروسته بهادر د دې ډلې د مشرانو پر لارښوونه له یو شمېر نورو غړیو سره د خیبرپښتونخوا ایالت اورکزو ولسوالۍ ته ولېږدول شو او وروسته یې د «عبدالله» تر  مستعار نامه لاندې کاراوه.

بهادر په اورکزو کې لومړی د حمزه نومي د داعش د یوه سیمه‌ییز قومندان په کور کې اوسېده. د فبرورۍ پر شلمه په تورسمت سیمه کې د حمزه له وژل کېدا وروسته؛ ویل کیږي، چې بهادر له هغې ډلې سره یوځای شو، چې مشري یې حاجي رحمان مشهور پر ابوناصر کوله.

د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه په غلجو سیمه کې د یو لړ عملیات پر مهال د حاجي رحمان له وژل کېدا وروسته بهادر او د داعش یوه بل غړي یونس، چې د محمد زوی او پر یاسر مشهور و؛ هڅه وکړه پېښور ښار ته ولاړ شي.

د سرچینو پر وینا، پولیسو دغه دوه کسان د پلټنې په یو ځای کې د نشه‌یی توکو د قاچاق‌کوونکو پر تور ونیول شول؛ خو وروسته له داعش سره د هغوی د احتمالي تړاو په اړه خبر شول.

سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو نیول وروسته د یوې همغږې استخباراتي عملیاتو پایله وبلل شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا د افغانستان او پاکستان د امنیتي اندېښنو په اوارولو کې د ونډې چمتووالی څرګند کړ- روبیو

روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌دي کړي.

Published

on

 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌دي کړي.

مارکو روبیو ویلي: « څرګنده ده، چې مونږ نه‌غواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي؛ نو که د ترسره کولو لپاره کوم اغېزمن رول لوبول وي، مونږ به یې ترسره کړو.»

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره« نږدې اړیکې نه‌لري».

روبیو زیاته کړې: «مونږ د ترهګرۍ مخالف یوو. پرته له دې، چې ترهګري له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک پر نښه کوي.»

پاکستان څو ځله اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه‌کارول کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!