Connect with us

تازه خبرونه

متحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۵

متحده عربي اماراتو د لغمان ولایت له هغې ټرافیکي پېښې وروسته، چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ او ژوبله واوښته، له افغانستان سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی دی.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.

یاد وزارت یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او د دې پېښې ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو د لېږد یو موټر د کابل ـ جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره واوښت، چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په لغمان کې د کډوالو د ټرافیکي پېښې قربانیانو ته ډاډګېرنه وړاندې کړه

د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.

Published

on

د افغانستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر د لغمان ولایت اړوند په یوه ټرافیکي پېښې کې د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له کبله د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.

د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.

پرون د لغمان ولایت د کابل ـ جلال‌آباد پر لویه لاره د راستنو شویو کډوالو د کورنیو لېږدوونکی یو باروړونکی موټر واوښت، چې له کبله یې ۵۳ کسانو ته مرګ او ‌ژوبله واوښته.

د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر ویلي، چې دا پېښه د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان، پېنځه ښځې او درې نرینه شامل دي.

ویل کیږي، چې د موټرچلوونکي بېپامي د دې پېښې اصلي لامل دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له روسیې سره پوځي هوکړه دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي- محمد یعقوب مجاهد

محمد یعقوب مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ویلي، چې روسیې ته د افغان پلاوي سفر د مسکو پر رسمي بلنه او په یوه مهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره ترسره شو.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په روسیه کې د نړیوال امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته د شنبې پر ورځ کابل ته راستون شو او څرګنده یې کړه، چې د کابل او مسکو ترمنځ د تخنیکي ـ پوځي همکاریو د هوکړې عملي پړاوونه به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

محمد یعقوب مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ویلي، چې روسیې ته د افغان پلاوي سفر د مسکو پر رسمي بلنه او په یوه مهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره ترسره شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې یوازې محدود شمېر هېوادونو ته د وینا فرصت ورکړ شوی و او افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې و.

دفاع وزیر له روسیې سره د لاسلیک شوې هوکړې په اړه ټینګار کړی، چې دا د تخنیکي او پوځي همکاریو هوکړه ده او باید د دفاعي یا امنیتي تړون په توګه ونه‌ګڼل شي.

هغه ویلي: «د دې هوکړې عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي او پر بېلابېلو اړخونو به یې خبرې وشي، چې عملي بڼه خپله کړي.»

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د دې هوکړې اساسي موخه د تخنیکي وړتیاوو لوړول او په افغانستان کې د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو د اغېزمنې استفادې زمینه برابرول دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د پام وړ برخه لکه الوتکې، چورلکې او ځینې روسي وسلې، چې ترمیم، ساتنې او پراختیا لپاره تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري.

یعقوب مجاهد څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت سیاست د نورو هېوادونو د نه ګواښلو پر اصل ولاړ دی او د افغانستان پوځي پرمختګونه د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.

هغه ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په ګډون د امریکا او برازیل پوځي تجهیزات هم لري او که اړتیا او متقابله لېوالتیا موجوده وي؛ له دغو هېوادونو سره هم ورته هوکړې لاسلیک کېدی شي.

دفاع وزیر ټینګار وکړ؛ د افغانستان ملي ګټې لومړیتوب لري او هیڅ داسې هوکړه به لاسلیک نه‌شي، چې د هېواد له ګټو سره په ټکر کې وي.

هغه د کابل او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه د ځینو اندېښنو په غبرګون کې ویلي؛ ښايي ځینې هېوادونه خپل ځانګړي نظرونه ولري، خو دا موضوع په خبرو اترو کې  مطرح شوې نه‌ده.

نوموړي د پاکستان ویلي، چې ښايي اسلام‌آباد د دې هوکړې په تړاو اندېښنې ولري.

هغه زیاته کړه: «څو میاشتې مخکې پاکستان پر جرأت د افغانستان ځینې سیمې بمبارډولی شوې؛ خو مونږ هڅه کوو، چې په نږدې راتلونکي کې بیا هیڅوک د داسې اقدام جرأت ونه‌کړي.«

ویل کیږي، چې افغانستان د خپلو دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته اړتیا لري او اسلامي امارت د هېواد د ساتنې لپاره پرله‌پسې هڅې کوي، چې په راتلونکي کې د دفاعي سیسټمونو د جوړولو او په دې برخه کې د نورو همکاریو په اړه هم بحثونه وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چپه شدن موتر حامل مهاجرین در لغمان؛ ۱۸«شهید» و ۲۹زخمی برجا گذاشت

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه د شنبې پر ورځې سهار شاوخوا ۵:۳۰ د لغمان ولایت اړوند سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۵

د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د کابل ـ جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره د کډوالو د لېږد یو موټر د چپه کېدا له کبله ۱۸ کسان ۱۰ ماشومانو،۵ ښځو او ۳ نرینه‌وو په ګډون مړه او ۲۹ نور ټپیان دي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه د شنبې پر ورځې سهار شاوخوا ۵:۳۰ د لغمان ولایت اړوند سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

د لغمان د رسنیو او عامه اړیکو دفتر زیاته کړې، چې د پېښې له رامنځته کېدا وروسته د ټرافیکو مسوولان او د کډوالو چارو ته د رسېدنې کمیټې غړي سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې او مرستو چارې یې پیل کړې دي.

 

همدارنګه ټپیان د لا ډېرو درملیزو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار ولایت روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!