Connect with us

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان او امریکا اټومي هوکړه وکړه

د امریکا انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ دغه هوکړه، چې «۱۲۳ هوکړ» نومیږي، د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان له لوري د یوه دوه اړخیز حفاظتي تړون ترڅنګ لاسلیک شوې ده.

خپور شوی

د

امریکا او سعودي عربستان د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې یوې مهمې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې ریاض وکولی شي د امریکايي ټکنالوژۍ پر کارولو اټومي بټۍ جوړې او په خپل هېواد کې یورانیم بډای کړي.

د امریکا انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ دغه هوکړه، چې «۱۲۳ هوکړ» نومیږي، د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان له لوري د یوه دوه اړخیز حفاظتي تړون ترڅنګ لاسلیک شوې ده.

د دې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ د پېر او وروسته د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال روانې وې؛ خو د اټومي وسلو د خپرېدا د مخنیوي ملاتړو بنسټونو اندېښنو یې تر اوسه د وروستي کېدا مخه نیولې وه.

د بایډن ادارې د وړاندیز خلاف، په نوې هوکړه کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې «الحاقي پروتوکول» نه‌دی شامل؛ هغه پروتوکول، چې ناڅاپي او پراخو پلټنو ته زمینه برابروي.

دغه هوکړه سعودي عربستان ته دا اجازه هم ورکوي، چې یورانیم بډای کړي او کارول شوې اټومي سونګ‌توکي بېرته پروسس کړي.

د کارپوهانو پر باور، دا دواړه چارې بالقوه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره لاره اوارولی شي.

متحده عربي اماراتو په ۲۰۰۹ز.کال کې له امریکا سره ورته هوکړه کړې دا دواړه هڅې رانغاړي.

د امریکا د انرژۍ وزارت ټینګار کړی، چې دا هوکړه د امریکا د اټومي انرژۍ قانون او د اټومي وسلو د خپرېدا د مخنیوي له مقرراتو سره سمون لري.

دغه هوکړه اوس د امریکا کانګرس ته د ارزونې لپاره استول شوې او که قانون جوړوونکي یې په ۹۰ کاري ورځو کې مخالفت ونه‌کړي، عملي به‌شي.

بل لور ته، یو شمېر امریکايي کارپوهانو او قانون جوړوونکو د دې هوکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د وسلو د کنټرول ټولنې د اټومي خپرېدا ضد پالیسۍ مشرې کلسي ډاونپورټ له کانګرس غوښتي؛ دا هوکړه رد یا تعدیل کړي، چې په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ د پراخېدا مخه ونیول شي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له دې مخکې ویلي وه، چې هېواد یې د اټومي وسلې د جوړولو اراده نه‌لري؛ خو که ایران دغسې وسلې ترلاسه کړي، ریاض به هم همدا لاره خپله کړي؛ هغه موضوع، چې په سیمه کې یې د اټومي وسلو د سیالۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

سیمه ییز خبرونه

ایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي

سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.

Published

on

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې پر پېنځه ایراني تېل‌لېږدوونکو د برید په غبرګون کې یې د اردن امریکايي پوځي اډه او هرمز تنګي ته نږدې ۱۰ بېړۍ پر نښه کړې دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.

ایران ادعا کړې، چې برید درانده زیانونه اړولي؛ خو اردن وايي، چې له ۲۰ توغول شویو توغندیو څخه یې ۱۸ شنډ کړي او دوه نور په نااستوګنو سیمو کې لګېدلي دي.

اردني چارواکو ویلي، چې په برید کې د مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

یوه‌ امریکايي چارواکي ویلي، چې په اردن کې د ایران برید اغېزناک نه و او ټول امریکايي سرتېري خوندي دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي په « بنده او ناامنه» سیمه کې یې ۱۰ بېړۍ، چې دوه امریکايي بېړۍ او اته تېل‌لېږدوونکې په کې دي؛ پر نښه کړي.

دا بریدونه له هغې یوه ورځ وروسته شوي، چې د امریکا پوځ د پېنځه ایرانيو تېل‌لېږدوونکو پر نښه کول او ویجاړول اعلان کړل.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د دغو بریدونو ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام د سپاه پاسداران له لوري پر یوې امریکايي جنګي بېړۍ د بالسټیک توغندیو د برید په غبرګون کې شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي؛ که ایران هڅه وکړي پر امریکايي جنګي بېړیو برید وکړي، واشنګټن به نورې ایرانۍ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم پر نښه کړي.

دغه راز له یوې میاشتې نسبي آرامۍ وروسته د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه یو ځل بیا پراخ شوي او په سیمه کې پوځي بنسټیزې ودانۍ، بېړۍ او د انرژۍ مرکزونه پر نښه شوي دي. دې وضعیت د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د چارشنبې په لومړنۍ راکړه ورکړه کې د نفتو بیه هم لوړه شوې او د برنټ تېلو بیه نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

بل لوري ته د یمن حوثیانو هم د سې‌شنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر څو ښارونو پراخ بریدونه کړي، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ۷۳ کسان په کې ټپیان شوي او د تېلو په تاسیساتو کې یې اور لګېدلی دی.

حوثیانو ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله یې د سعودي عربستان د خمیس مشیط هوايي اډه او د ابها، نجران او جازان په اړوند سیمو کې د دې هېواد د تېلو د دولتي شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

سعودي چارواکو په یادو سیمو کې د اورلګېدل تائید کړي او څرګندوي، چې ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له می راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد

د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.

Published

on

د امریکا او ایران له‌خوا پر تېلو وړونکو بېړیو له بریدونو وروسته، له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له تېرو درې میاشتو راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.

دغه راز د شنبې پر ورځ یوازې دوه او د یکشنبې پر ورځ شپږ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوي، چې ډېری یې د ایران له لارې تللې دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د شنبې پر ورځ درې ایراني تېل‌لېږدوونکې بېړۍ پر نښه کړې دي. په مقابل کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، چې درې هغه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ یې پر نښه کړي، چې له ناقانونه لارو تېرېدې او درې نورې امریکايي بېړۍ یې هم پر نښه کړې دي.

د سمندري معلوماتو شرکت «ماریسک» دغه بریدونه په سمندري نښتو کې د پام وړ زیاتوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، چې په هرمز تنګي او عمان سمندر کې له ایران سره تړلو او همدارنګه له امریکا سره تړلو بېړیو ته خطر په څرګند ډول زیات شوی دی.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي؛ د جولای له شپږمې راپدېخوا د هرمز تنګي په شاوخوا کې د راکټي بریدونو ۲۷ پېښې ثبت شوې دي، چې بېړیو ته یې زیانونه اړولي دي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او په دې اوبلاره کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدا کولی شي پر سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

هرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول

د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پر الوتکه‌وړونکې او یوې بېړۍ ویجاړوونکې بېړیو څو بالسټیک توغندي توغول شوي دي.

Published

on

د امریکا او ایران ځواکونو د شنبې پر ورځ د ایران په شاوخوا اوبو کې د بېړیو په تړاو یو پر بل بریدونه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراخېدا او د انرژۍ د اکمالاتو د ګډوډېدا اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پر الوتکه‌وړونکې او یوې بېړۍ ویجاړوونکې بېړیو څو بالسټیک توغندي توغول شوي دي.

د سپاه پاسداران د خپرې شوې خبرپاڼې د ادعا  له مخې؛ دغه دواړه امریکايي جنګي بېړۍ د «ایراني بېړیو د ځورولو او د سمندري محاصرې په برخه کې د ګډون» په حال کې وې.

تسنیم خبري آژانس هم د سپاه پاسداران د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه دوه جنګي بېړۍ له سیمې څخه وتلو ته اړ شوې دي.

سپاه پاسداران د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان برډ کوپر پخوانیو څرګندونو ته هم نغوته کړې، چې ویلي یې ول:« که زمونږ پر دوه بېړیو ډزې وکړئ؛ پر تاسې به ډېر اقتصادي بندیزونه ولګوو او ستاسې درې بېړۍ به پر نښه کړو.»

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې که امریکا خپلو« دښمنانه اقداماتو» ته دوام ورکړي؛ د ایران وسله‌وال ځواکونه به «د پام وړ ځواب» ورکړي.

هرمز تنګی د انرژۍ یوه مهمه نړیواله لار ده، چې له دې مخکې د نړۍ د تېلو شاوخوا پېنځمه برخه صادرات ترې تېرېدل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!