سیمه ییز خبرونه
ټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي، چې ایران او «د منځني ختیځ نورو هېوادونو» د دې لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې نه یوازې هوکړه بشپړه او د هرمز تنګی اړخیز پرانیستل شي، بلکې د ایران اټومي ګواښ هم ورسره پای ته ورسیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدا او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا لپاره ژر هوکړې ته ورسېږي؛ نو پر ایران نوی برید به وځنډوي.
ټرمپ په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي، چې ایران او «د منځني ختیځ نورو هېوادونو» د دې لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې نه یوازې هوکړه بشپړه او د هرمز تنګی اړخیز پرانیستل شي، بلکې د ایران اټومي ګواښ هم ورسره پای ته ورسیږي.
هغه زیاته کړې، د همدې غوښتنې له مخې یې پلان شوی برید درولی؛ خو په دې شرط، چې هوکړه به په لنډ وخت کې رامنځته شي.
ټرمپ همداراز ویلي، چې اسرائیل هم په دې ژمنه کې ورسره مل دی؛ خو اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نهءدي کړي.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان له لوړپوړیو چارواکو سره په بېلابېلو ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د هر راز پوځي کړنې په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې تهران به د هر راز «تېري» پر وړاندې پرېکنده ځواب ورکړي.
عراقچي د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په خبرو کې د بېثباته کوونکو کړنو د پایلو او په سیمه کې د ناامنۍ د زیاتېدا د خطر په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ته ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو هر راز برید یا په داسې کړنو کې د سیمې د هېوادونو ګډون به د ایران له «متناسب ځواب» سره مخ شي.
همدارنګه یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران په اړه د امریکا د پلانونو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې موضوع په اړه یې وضاحت غوښتی دی.
بل لور ته د ایران له امنیتي ادارو سره نږدې یوې رسنۍ خبرداری ورکړی، چې د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو ودانیو برید ښايي په سیمه کې د تېلو او ګازو پر بنسټیزو ودانیو د غبرګونونو لامل شي.
ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې د امریکا مرکچیان، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه زوم جیرډ کوشنر اوس هم هڅه کوي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو هغه په ورته وخت کې تهران د ژمنو پر ماتولو تورن کړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ وروستیو نښتو او کړکېچونو د نړۍ د انرژۍ د لېږد مهمې لارې، هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې ورسره لوړې شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
پر هرمز تنګي هوکړه شوې؛ له ایران سره اټومي خبرې دوشنبه پیلېږي ــ ټرمپ
ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بېوسلې کېدا راوڅرخیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هوکړه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د ایران پر اټومي پروګرام به هم هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بېوسلې کېدا راوڅرخیږي.
هغه دا ادعا هم کړې، چې هغه برید یې لغوه کړی و، چې پر وینا یې« له دوهیمې نړیوالې جګړې راپدېخوا تر ټولو ستر برید» و.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د فارس خلیج د سیمې یو شمېر مهمو متحدانو له واشنګټنه وغوښتل: د پوځي اقدام پر ځای د ډیپلوماسۍ او هوکړې لاره خپله کړي.
د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د هوکړې او له ایران سره د راتلونکو خبرو د چوکاټ په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
دغه راز، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچ او د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د امنیت او د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه اندېښنې اوس هم د منځني ختیځ له مهمو امنیتي او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
سیمه ییز خبرونه
په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې پر مهال په سیمه کې د پولیسو پر ملاتړ د ځايي اوسېدونکو یوه غونډه روانه وه؛ خو اوس هم څرګنده نهده، چې د برید اصلي موخه همدا غونډه وه که نه.
د سیمې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته ویلي، په دې چاودنه کې پېنځه پولیس سرتېري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، څوارلسم وژل شوی ښايي بریدګر وي.
پولیسو ویلي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان نور هم ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ د هغو کسانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي، چې ښايي په دې برید کې لاس ولري.
د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې د دې چاودنې له کبله خپله «ژوره خواشیني او خواخوږي» څرګنده کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
په مسکو کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.
د مسکو چارواکو ویلي، د شنبې پر ماښام د روسیې د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې د یوه لوکس رسټورانټ ترڅنګ د یوې ښځې له لوري لېږدول شوې کورني جوړ شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.
د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې ویلي، یوې نامعلومې ښځې هڅه کړې وه، چې رسټورانټ ته ننوځي؛ خو امنیتي ساتونکي یې مخه نیولې ده.
د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» د راپور له مخې؛ دغه ښځه امنیتي ساتونکی او د بالزي روسي ایټالوي رسټورانټ یو پېرېدونکی په ورپسې چاودنه کې وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، ټپیانو ته د ټپونو کچه توپیر لري او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» له پېښې څخه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې درندې وسلې سمبال امنیتي ځواکونه ښکاري. د پېښې ځای د خلکو پر مخ تړل شوی و.
چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویت نهدی څرګند کړی او نه یې ویلي، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی.
روسیه له اوکراین سره د بشپړې کچې جګړې له پیل څخه نږدې پېنځه کلونه په جګړه کې ښکېله ده.
د روسیې د امنیت فډرالي ادارې(افاسبي) د روان کال په پیل کې ویلي وه، چې د هغو وژنو او د وژنې د هڅو له لړۍ وروسته، چې مسکو یې پړه پر کیف اچولې؛ د لوړپوړیو پوځي چارواکو د ساتنې چارې به نورې هم پیاوړې کړي.
د «کومرسنت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چاودېدونکې توکي د دې لپاره جوړ شوي وه، چې د رسټورانټ د دوبي په بهرنۍ چوتره کې ناست میلمانه ووژني یا ټپیان کړي.
ورځپاڼې اټکل کړی، چې ښايي چاودنه د لرې کنټرول له لارې شوې وي او هغه ښځه، چې وسیله یې لېږدوله؛ ښايي نه پوهېده، چې دا چاودېدونکې توکي یا وسیله ده.
د رسټورانټ په اوبپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه ځای د شنبې پر ورځ د یوې ځانګړې غونډې لپاره تړل شوی و.
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
-
Opinion1 day agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر پلي کېدا ټینګار
-
توسعه3 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی24 hours agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
