Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ښار د ۸ حوزي اړوند په شاه شهید سیمه کې چاودنه شوې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

Kabul

نن سهارد اووه بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د اتمې حوزي اړوند د شاه شهید د لومړي او دوه یم سړک تر منځ هغه مهال چاودنه را منځته شوه، چې د ملي اردو موتر له سیمې څخه د تېردو په حال کې و.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر وایي، چې دغه چاودیدونکي توکې د سړک په گلدان کې ځای په ځای شوي وه، چې له کبله یې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان په درې ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له کبله ۱۳ ملکي وګړي «شهیدان» شول

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن( چارشنبه د غبرګولي شلمه) ویلي، چې پاکستانيو پوځيانو تېره شپه د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ملکي کورونو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

هغه زیاته کړې؛ د بریدونو له کبله ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان دي هم ټپیان شوي دي.

 

مجاهد دغه بریدونه «بشري جنایت» او « تجاوز» بللی او پاکستان یې تورن کړی، چې ملکي سیمې یې پر نښه کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او جف ګریکو پر بانکي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له مشر جف ګریکو سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو زیاتوالي او بانکي ثبات خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړې: « مونږ باور لرو، چې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د اقتصادي پرمختګ او د هېواد د تلپاتې هوساینې اړین بنسټونه دي.»

دغه راز جف ګریکو هم د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو حل، برښنايي بانکدارۍ، د پیسو نړیوال لېږد، د مالي خدمتونو ښه‌والی او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا هم تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان یوه شرکت د کاني توکو پروسس ته لېوالتیا څرګنده

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

 د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې یو ازبکستاني شرکت په افغانستان کې د کرومایټ او سربو په کانونو کې پانګونې او د کاني توکو پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا او په  کاني سرچینو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې عبدالرحمن قانت د بهرنیو پانګه‌والو د جذب او ملاتړ لپاره د لازمو همکاریو او ډېرو نورو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!