Connect with us

تازه خبرونه

د کابل په امنیه قوماندانې کې چاودنه شوې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

Breaking Pashto

کورنیوچارو وزارت پېښه منلې؛ خو د پېښې ځای ته خبریالان نه پریښودل کیږي.

ویل کیږي، چې چاودنه 9 بجي د امنیه قوماندانۍ په دفتر کې رامنځته شوې او د دفتر آمر یاسین خان وژل شوی دی.

د پولیسوقوماندان ویلي، چې کیدی شي بریدگر د پولیسو په جامه کي دغه دفتر ته ننوتی ويِ.

دې قوماندانې په داگه کړې، چې په دې چاودنه کې شپږ سرتېري ژوبل شوي؛ خو روغتیایي حالت یې غوره ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار اووه بجې د اتمې حوزې په اړوند سیمه شاه شهید کې هم چاودنه رامنځته شوې وه؛ خو مرگ و ژوبله یي نه لرله.

د یادونې وړ ده ، چې د نوي حکومت له جوړیدو وروسته دا لومړۍ چاودنه ده، چې د کورنیو چارو وزات په اړوند دفتر کې رامنځته کیږي.

.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان په درې ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له کبله ۱۳ ملکي وګړي «شهیدان» شول

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن( چارشنبه د غبرګولي شلمه) ویلي، چې پاکستانيو پوځيانو تېره شپه د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ملکي کورونو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

هغه زیاته کړې؛ د بریدونو له کبله ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان دي هم ټپیان شوي دي.

 

مجاهد دغه بریدونه «بشري جنایت» او « تجاوز» بللی او پاکستان یې تورن کړی، چې ملکي سیمې یې پر نښه کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او جف ګریکو پر بانکي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له مشر جف ګریکو سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو زیاتوالي او بانکي ثبات خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړې: « مونږ باور لرو، چې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د اقتصادي پرمختګ او د هېواد د تلپاتې هوساینې اړین بنسټونه دي.»

دغه راز جف ګریکو هم د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو حل، برښنايي بانکدارۍ، د پیسو نړیوال لېږد، د مالي خدمتونو ښه‌والی او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا هم تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان یوه شرکت د کاني توکو پروسس ته لېوالتیا څرګنده

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

 د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې یو ازبکستاني شرکت په افغانستان کې د کرومایټ او سربو په کانونو کې پانګونې او د کاني توکو پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا او په  کاني سرچینو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې عبدالرحمن قانت د بهرنیو پانګه‌والو د جذب او ملاتړ لپاره د لازمو همکاریو او ډېرو نورو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!