تازه خبرونه
د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش په اړه افشاګرۍ پایله ورکړه
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش ډلې د یوه غړي د وروستۍ نیونې په اړه په یوه غږیز پیغام کې آریانا نیوز ته ویلي، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله د یادې کرښې هغې غاړې ته د داعش له شتون او هڅو پرده پورته کړی او دا موضوع یې علني له رسنیو سره شریکه کړې هم ده.
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش د مهمو غړو نیول دا ادعا ثابتوي، چې د دغې ډلې پټنځایونه او مرکزونه هلته دي او د داعش لوړپوړي کسان په هماغو سیمو کې حضور لري.
نوموړي زیاته کړې؛ پر خواشینۍ، چې د دغو کسانو له شتون څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې؛ دا هغه موضوع ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله راپورته کړې ده.
له دې مخکې د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اړوند سیمه کې د پراخو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی ونیوه، چې د داعش د لوړپوړي غړي رول یې لرلی دی.
د اناتولي خبري سرچینې د امنیتي څرګندونو له مخې ویلي؛ نیول شوی کس «مهمت ګورن» نومېږي او ادعا یې کړې، چې د «داعش خراسان» په څانګه کې یې فعالیت کاوه.
سرچینې دا هم ویلي؛ ګورن «په افغانستان، پاکستان، ترکیه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم مسوولیت درلود».
د دغه راپور له مخې؛ د ترکیې ملي استخباراتو موندلې، چې ګورن له ترکیې څخه د افغانستان– پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې سیمو ته سفر کړی و او د داعش په روزنیزو کمپونو کې یې فعالیت درلود او ورو ورو یې په دې ډله کې د مشرتابه مقام خپل کړ.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ عمان ته ولاړ
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ حمید الله آخوندزاده او ورسره مل پلاوی به د عمان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراختیا په اړه به ګټورې ناستې ترسره کړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله آخوندزاده نن (سېشنبه د مرغومي نهمه) د یوه پلاوي پر مشرۍ عمان ته سفر کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ حمید الله آخوندزاده او ورسره مل پلاوی به د عمان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراختیا په اړه به ګټورې ناستې ترسره کړي.
په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراخولو تر څنګ د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وشي.
تازه خبرونه
د سترو پروژو له پلي کېدا سره به مو د کابل بڼه بدله شي – عبدالسلام حنفي
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (سېشنبه، دمرغومي نهمه) د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل جوړولو د چارو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۵۸ انکشافي پروژې د تطبیق په حال کې دي.
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.
نوموړي زیاته کړې؛ کابل ښاروالۍ په تېرو څلور کلونو کې د ښار پر کچه ۳۵۰ کیلومټره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
حنفي وایي: « په راتلونکي کې هم پلان لرو، چې خپل ښار نور هم ډېر ښکلی کړو؛ د مترو او تراموای جوړول، پر سړکونو د بيآرټي (BRT) سیسټم په پام کې نیول او همدارنګه د سترو پارکونو جوړول، چې کابل ښار پر یوه ښکلي، معاصر او له چاپېریالي معیارونو لرونکي ښار بدل شي.»
دغه راز د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې کابل باید د یو منظم او معاصر ښاري پلان پر بنسټ پراختیا ومومي.
نوموړي د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو ستاینه وکړه او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د پاکساتنې، ښاري نظم او د بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ملا برادر وایي: « پخوانیو واکمنو نظامونو د سټراټېژیک او معاصر ښاري پلان جوړونې له پلوه د کابل ښار د نظم لپاره اغېزمن ګامونه ندي پورته کړي، چې له کبله یې دا ښار په یو نامنظم حالت کې اسلامي امارت ته پر میراث پاتې شوی دی.»
نوموړي د پروژې له انجنیرانو وغوښتل، چې د ټولو تخنیکي معیارونو پر مراعاتولو د دې هوايي پُل د جوړولو چارې په معیاري او ښه توګه بشپړې کړي.
د موټرو لپاره د هوايي پُل د جوړولو کار نن د کابل ولایت مقام مخې ته د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شو.
دا هوايي پُل، چې شاوخوا ۲۸۳ مټره اوږدوالی او ۱۸ مټره سور لري؛ د کابل ولایت مقام له مخې پیلېږي او د جویشېر تر سړک پورې غځېږي.
تازه خبرونه
په فراه ولایت کې د سېلابونو او توپانونو له کبله پېنځه کسانو ته ځاني زیانونه اوښتي
د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیمالله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
په فراه ولایت کې د تېرې شپې د سېلابونو او سختو توپانونو له کبله لږ تر لږه یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیمالله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د طبیعي پېښو پر ضد د چمتووالي او مبارزې ریاست رییس محمد اسرائیل سیار، د بېړنۍ کمېټې د موخو د تشریح پر مهال ویلي، چې په ګلستان، فراهرود، بالابلوک، خاکسفید او بکواه ولسوالیو کې د سېلابونو او توپانونو له کبله څلور واړه موټر ویجاړ شوي، څلور کسان ټپیان دي او یو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د چمتووالي ریاست د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمبلې برابرې کړي او په کلیو کې د بند پاتې خلکو د ژغورلو هڅې روانې دي.
د فراه والي له مسوولانو وغوښتل، چې بشپړ شمېر راټول کړي او هر اړخیزه سروې ترسره کړي، چې بحران ته په تر ټولو ښه ډول ځواب ورکړ شي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه سعودي عربستان، قطر او ترکیه کې خبرو منطقي پایله نلرله
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان څخه د ډېرو کارګرانو منلو ته چمتو نهیوو – روسیه
-
تازه خبرونه3 days agoزلمي خلیلزاد په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د اسرائیلو لهخوا د سومالیالینډ پر رسمیت پېژندل وغندل
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان خلک باید د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري – عراقچي
-
سوداگري3 days agoایراني شرکتونو د افغانستان د اوسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
-
څار3 days agoڅار: د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې
-
تازه خبرونه2 days agoپه پراختیايي لویو پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونهغورځول شي
