لوبی
افغانستان او عربي متحده اماراتو د همکارۍ ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ
د افغانستان کرکټ بورد ويلي، چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو کرکت بورد ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو پېنځه کلن هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د دواړو لوبډلو تر منځ هر کال درې شل آوریزې لوبې کیږي.
د افغانستان کرکت بورد د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد د دغو سیالیو په بدل کې هیڅ لګښت نلري.
دا په عربي متحده اماراتو کې د خپلو سیالیو کوربتوب کوي او د هوکړې له مخې د یاد هېواد لپاره د ویزې ترلاسه کول آسانه دي، چې د پیسو د سپما په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.
د دې ترڅنګ عربي متحده اماراتو د افغانستان کرکت بورد ته د دغه هېواد په سپورتي کمپلیکس کې یو دفتر ورکړی او د بازارموندنې او مالي ملاتړ په برخه کې به لازمې مرستې او همکارۍ هم وکړي.
همدارنګه د افغانستان کرکت بورد وايي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د عزبي متحده اماراتو کرکت بورد د افغانستان په کوربتوب د لوبو پر مهال د دغه هېواد د ملي لوبډلې د مسوولینو او لوبغاړیو لپاره د ویزو په اخیستلو کې د افغانستان کرکت بورد ته آسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وايي؛ دا له سترو لاسته راوړنو ډک هوکړه لیک دی، چې پر اساس به یې دواړه لوبډلې په ښه توګه ترې ګټه پورته کوي او دا د دوه اړخیزو همکاریو یو ستر پل دی.
نصیب خان زیاته کړې: دا تړون د ۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی او مونږ به هر کال د عربي متحده اماراتو د کرکت له ملي لوبډلې سره درې شل آوریزې سیالۍ ترسره کوو، چې د دغو سیالیو په بدل کې به له مونږ څخه د اجازې غوښتنه نکیږي. په هغو لوبو کې، چې مونږ به یې په دې هېواد کې کوربتوب وکړو؛ د ویزې اخیستل به آسانه وي. د افغانستان کرکت بورد لپاره به د دغه هېواد په سپورتي کمپلیکس کې یو دفتر ځانګړی او د دغه هېواد د بازارموندنې له څانګې سره به لازمه همکاري وشي.
نصیب خان زیاته کړې: له دې مخکې مونږ د نورو لوبډلو د کوربتوب لپاره دومره مشخص ځای نه درلود. اوس، چې مونږ د عربي متحده اماراتو له کرکت بورد سره د همکارۍ دغه تړون لاسلیک کړی، مونږ ډاډه یوو، چې په دغه هېواد کې د نورو لوبډلو کوربتوب کولی شو.
د دې ترڅنګ د عربي متحده اماراتو کرکت بورد چارواکي وايي، چې دغه هوکړه لیک د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ښه زیری ورکوي او د سیالیو په تنظیم او ګڼو نورو برخو کې به آسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان کرکټ بورد د معلوماتو له مخې؛ دغه هوکړه به د کوربه هېواد د یو خوندي او د لاسرسي وړ ځای په رامنځته کولو او لګښتونو کې د ژغورنې په برخه کې د هېواد له کرکت بورد سره ډېره مرسته وکړي.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
-
تازه خبرونه5 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
روغتيا5 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
