Connect with us

سوداگري

اقتصادي کمیسیون د افغانۍ د ثبات لپاره بېړنۍ هڅې پیل کړې

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د دوشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې  اقتصادي کمیسیون ته د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ثبات پر لارو چارو هر اړخیزه دنده وسپارله.

د اسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ټويټ کړی؛ په غونډه کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږي کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره بېړنۍ هڅې ترسره کړي او په دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو  پر ضد کوټلي ګامونه واخلي، چې د افغانۍ پر ارزښت یې بده اغېزه کړې ده.

دغه راز ټینګار شوی، چې هغه لاري چارې دې پر ګوتو شي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.

د افغانستان بانک د سې شنبې پر ورځ د پیسو له تبادله کوونکیو، سوداګریزو بانکونو او سوداګرو مشرانو سره د افغانیو د ثبات او ارزښت لپاره د لارو چارو د غوره کولو لپاره ناسته کوي، چې په تېره اوونۍ کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې یې ارزښت چټک راټیټ شو.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت خواشینوونکی کمښت په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې ژور اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شوی او د خوراکي او سون توکو په ګډون د اړتیا وړ ټولو توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د شهزاده سراى (د افغانستان د پيسو د تبادلې تر ټولو ستر بازار) د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ډالرو پر وړاندې له ١١٠ افغانيو څخه د یکشنبې پر ورځ ۱۲۳ افغانیو ته  راکښته شوې ده.

یوه میاشت مخکې یو ډالر پر ۹۰ افغانیو تبادله کېده.

د صرافانو اتحادیې چارواکو ویلي، چې د ستونزې یوه برخه د ځینو پیسو بدلوونکیو لخوا د غلطو آوازو خپرېدا وه، چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي.

د دوشنبې پر ورځ د بازار د “بولي” برخه، چې د افغانیو ارزښت ټاکي او لویې معاملې ور سره ترسره کیږي، وتړل شوه.

په همدې حال کې سیمه ییزو رسنیو د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په فراه ولایت کې د افغانۍ د ارزښت د راټیټیدو له کبله یو صراف په خپلې هټۍ کې له مغزي سکتې سره مخ شوی دی.

په سیمه کې د هټیوالو د څرګندونو له مخې، د پیسو بدلونکي پور ورکوونکیو ته د پام وړ پیسې ورکړې وې او د افغانۍ د راټیټیدو سره مړ شو.

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading

سوداگري

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنې‌پټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریل‌ګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د ام‌ډي‌اف تختو واګونونه شامل دي.

مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل بار‌وړونکی ریل‌ګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.

د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنې‌پټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.

هغه له ​​ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!