Connect with us

تازه خبرونه

خلیل‌زاد د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د اسلام‌آباد د نیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې

زلمي خلیل زاد زیاته کړې؛ ما تل د پاکستان له لوري د بې‌ګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندم.

خپور شوی

د

له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري لپاره د نړۍ او د پاکستان د ډېرو خلکو د خبرو اترو د غوښتنو له پامه غورځولو وروسته پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی، چې له کبله یې یو ځل بیا ګڼ شمېر کسان وژلي او ټپیان شوي دي.

زلمي خلیل زاد زیاته کړې؛ ما تل د پاکستان له لوري د بې‌ګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندم.

نوموړي ویلي؛ اسلام‌آباد هغو ګڼو نظریو او وړاندیزونو ته هيڅ ځواب نه‌دی ویلی؛ خو پاکستان اوس هم هیڅ رغنده هڅه او مثبت غبرګون نه‌دی ښودلی.

خلیل‌زاد پوښتني؛ آیا اسلام‌آباد رښتیا هم د یوې هوکړې غوښتونکی دی؟

آیا دا شخړه د اسلام‌آباد له نظره هماغه ده، چې ادعا یې کوي؟ که د پاکستان واکمن پوځي جوړښت په حقیقت کې نورې موخې لري؟ که داسې وي، هغه موخې به څه وي؟

آیا موخه یې یو بې‌ثباته افغانستان دی؟

آیا د پاکستان پوځي جوړښت د چین له لوري د دې لپاره امتیازات ترلاسه کوي او غواړي داسې شرایط رامنځته کړي، چې افغانستان د چین د لا ډېر نفوذ لپاره چمتو شي؟ یا دواړه؟

که د پاکستان موخې همدا وي؛ نو دا د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي؛ ځکه ډېره بې‌ثباتي ښايي د امریکا ضد ترهګرو، په ځانګړي توګه داعش-خراسان، ته خوندي پټنځایونه برابر کړي. همدارنګه، په افغانستان کې د چین د نفوذ زیاتوالی هم یوه جیوپولیټیکي ننګونه ګڼل کېږي.

خلیل‌زاد وایي؛ که دا په رښتیا د پاکستان اصلي موخې وي، نو دا د حیرانتیا خبره نه‌ده، چې د دغه هېواد پوځي جوړښت یې په ښکاره نه‌بیانوي.

تازه خبرونه

د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

Published

on

 

کابل ښاروالۍ ويلي؛ د پلازمېنې د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د دې ښار ناحیې شي.

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

بارکزی وایي:« کابل ښار یوازې په عمودي ډول نه پراخېږي، بلکې افقي پراختیا یې هم ډېره ښه شوې او د ګوګل نخشې له لارې لیدل کېدی شي. کابل ۲۲ ناحیې لري او په پام کې ده، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ هم ورسره یوځای شي.»

کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې طرحې د پلي کېدا د وخت په اړه څه نه‌دی ویلي.

بګرامي د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومټره لرې موقعیت لري.

چارآسیاب هم د ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز څخه د سويلي ولایتونو پر لور یوه اصلي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان ۳۰ افغانان کابل ته راولېږل

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سې‌شنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د آلمان حکومت د سې‌شنبې پر ورځ ۳۰ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه کې له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته راولېږدول.

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سې‌شنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.

دا د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو په اړه د برلین د پالیسۍ له بدلون وروسته، د افغان وګړو دوه‌یمه ډله‌ییزه شړنه ده.

جرمني په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د جبري ایستلو بهیر پراخ کړی او پر جرمي دوسیو لرونکو کسانو سربېره یې هغه پناه‌غوښتونکي هم د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

له دې مخکې هم ۳۱ افغان پناه‌غوښتونکي په یوه چارټر الوتنه کې له جرمني څخه کابل ته رالېږدول شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!