Connect with us

تازه خبرونه

د افغانانو بې‌سارې راستنېدا بېړنی نړیوال اقدام غواړي – یوناما

اوتونبایوا له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو، مرستندویه کارمندانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي: “د هغو کورنیو لپاره، چې له لسیزو جګړو (کډوال) شوي وه د بېرته راستنېدا د مثبتې شېبې پرځای؛ د راستنېدا له پراخې رواني ستړیا او ناهیلۍ سره مل ده.”

خپور شوی

د

UN envoy Islam Qala

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د اسلام‌کلا سرحدي سیمې څخه د لیدنې پر مهال د مرستو لپاره د بېړني نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

اوتونبایوا له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو، مرستندویه کارمندانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي: “د هغو کورنیو لپاره، چې له لسیزو جګړو (کډوال) شوي وه د بېرته راستنېدا د مثبتې شېبې پرځای؛ د راستنېدا له پراخې رواني ستړیا او ناهیلۍ سره مل ده.”

روزا اوتنونبایوا زیاته کړې: “پر لویه کچه راستنیدل، که چټکه ده او که داوطلبانه، باید په نړیواله ټولنه کې د خطر زنګونه راپورته کړي. دا وضعیت مونږ ته د بشري مسوولیتونو یوه آزموینه ده؛ ځکه، چې “افغانستان دمخه هم له وچکالۍ او اوږدمهاله بشري بحران سره مخ دی او نشي کولی د راستنېدونکو د نوي څپې فشارونه وزغمي.د ملګرو ملتونو د ادارو، سیمه‌ییزو چارواکو، عامه ټینګ ملاتړ او هڅو سره – سره، د راستنېدو سرعت او پیمانه د ملاتړ نازک سیسټمونه له منځه وړي دي. “

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې به له ۱.۳ میلیون څخه ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي، چې د دې فشار ترڅنګ د هېواد ۷۰ سلنه نفوس په فقر کې ژوند کوي؛ ښځې او ماشومان د راستنېدو پرمهال له لویو خطرونو سره مخ دي.

دغه را زیاته شوې، چې بشري عملیات هم خورا کم دي دوی ته باید خواړه، سرپناه او خپلو سیمو ته خوندي لږد  چمتو شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په ټولنه کې د راستنېدونکو بیا میشتېدنې لپاره د سمدستي مرستې پر اړتیا ټینګار وکړاو څرګندوي؛ لومړني شواهد ښیي، چې د راستنېدونکو ثبات د بېړنیو پروګرامونو ډیزاین او پلي کولو او په ټولنیزه بېخبنا کې پانګوونې ته اړتیا لري.

هغې ویلي؛ په بېړني اقدام کولو کې پاتې راتلل، په کوربه هېواد کې د راستنېدونکو پرېښودل شویو پیسو ضایع کول، د کار پر بازار فشار او د مهاجرت د دورې دوام به ویجاړونکي پایلې رامنځته کړي.”

میرمن اوتونبایوا په سیمه کې له بسپنه ورکوونکو، پراختیایي شریکانو او حکومتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې او په دې اړه وایي: “بېرته راستنېدونکي باید د خپلو وسایلو رالېږدولو ته پرېښودل شي. هغه څه، چې مونږ یې اوس شاهدان یوو د نه نړیوالو مسوولیتونو مستقیمه نیمګړې پایله ده. مونږ باید اوس له سرچینو، همغږۍ او هوډ سره عمل وکړو.”

ملګري ملتونه په افغانستان کې له همغږۍ څخه د ډک چلند غوښتنه کوي، چې د بشري اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، د راستنېدونکو د هرکلي په سیمو کې د مرستې کچه هم لوړه شي.

ویل کیږي، چې له ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو په ګډون راستنېدونکو ته باید نړیوال پام راواړول شي؛ د نامنظمې راستنېدا بهیر د درولو او رضاکارانه راستنېدا اصل ته باید لومړیتوب ورکړ شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!